د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر!

حاذق نرنګی 23.09.2010 23:17

لکه چې ټولو دوستانو به لوستي وی چې ګويا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټول افغان (د پښتنو غږ) او بينوا ویبپاڼو د بندولو امر کړی دی. که دا د نه باور خبر رښتیا وی، نو دا پښتنو ته خورا د شرم خبره ده. زه حيران يم چې د افغانستان او افغانانو ضد قواوو څرنګه د دې کار جرئت کړی دی؟ په طلوع او يو ټلويزنونو کې به داسې ورځ نه وي چې د افغانستان د ملي هويت، ملي يوالي په ضد به خپرونې و نه لري. په لسګونو ايران پلوه ټلويزيونونه د ایران په ګټه خپرونې کوي. په لسګونو افغان ضد ویبپاڼې د افغانستان تاريخي مفاخرو ته ښکنځلي ليکی، ولې د هغوی د بنديدو څوک کله هم څه نه وايي؟

ټول افغانان او په ځانګړې ډول پښتانه بايد پرې نږدي چې د دښمنانو دا مرداره هيله حقيقت ته ورسيږي. که دوي د فهيم د مرګ خبر پلمه کوي، دا خو د دې ویبپاڼو د بنديدو دليل نه شي کيدای، هغوی به دا خبر له کومې مرجع څخه لاس ته راوړی وی، او د خبر غلطي د نړۍ په ډيرو معبرو خپرونو کې هم را منځ ته کيدای شي. ټولې رسنۍ هڅه کوي چې تازه او بکر خبر خپور کړي، دوی به هم دا هڅه کړي وی. او کيدای شي دا د درواغو خبر هم دوی (دافغانانو، افغانستان او پښتنو) دښمنانو پخپله ورکړی وی، چې بيا يي د بندولو لپاره بهانه کړي. کلونه مخکې په افغانستان د امريکې له یرغل څخه يوازي څو میاشتې مخکې همداسې پلمه له پېښوره خپریدونکي The Frontier Post ورځپاڼې ته هم جوړه شوه، چې يو جعلي ليک يي هغوی ته استولی وو، چې نوموړې ورځپاڼه يي د تاريخ په خورا حساسو شيبو کې د څو کلونو لپاره بنده کړه، چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو له حاله نوره نړۍ خبره نه شي.

پښتانه باید پرې نه ږدي، چې دا د پښتنو غږ غلی شي. په هر شکل چې کېږي بايد په دې اړه پښتانه خپل ډير شديد غبرګون څرګند کړي، چې بيا کله د دوی په مغزو کې هم داسې خبره و نه ګرځي.