د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا د دولت سره يي د مخالفينو مصالحه ممکن ده؟

حاذق نرنګی 04.02.2010 18:30

په دې ورځو کې د دولت سره يي د وسله والو مخالفينو د سولې خبرې تودې شوې دي، زما موخه دلته د دولت هغه مخالفين نه دي چې له دولت سره دي، خو د دولت په ضد دي، بلکې موخه مې طالبان او د افغانستان اسلامي حزب دی.
ډيره ستره پوښتنه خو دا ده، چې آيا د دولت دغه مخالفين به د افغانستان دننه خبرو ته زړه ښه کړي؟ آیا هغوی به وتوانيږي چې د افغان فعلي حکومت سره څنګ په څنګ په ځانګړي ډول په کابل کې کار وکړای شي؟
د سياسي نظره کابل ستر اهميت لري، هغه څوک چې په کابل حاکم وي، په افغانستان حاکم باله شي، او اوس په کابل د شمال ټلوالې بشپړه حکمروايی چليږي، امنيتي چاري د خورا خطرناکې ادارې (ملي امنيت) په لاس کې دي، هغوي چې موخه يي د ملي ګټو، ملي وګړو، ملي ګوندونو سره دښمني ده. هدف يي يوازې اسلام ضد، افغان ضد او پښتون ضد عملونه دي. په نومړی اداره کې چې د کابل 95 فيصده کارکوونکي يي غير پښتانه او خورا لوړه فيصدي يي پنجشيريان او هزاره ګان دي، چې په هيڅ ډول يي په افغانستان او افغانانو زړه نه سوزي. آيا دوی به پريږدي چې طالبان او يا د اسلامي حزب مشران به کابل ته راشي؟ ابداً نه!
(تيره اوونۍ د ملي امنيت يو ټیټ پوړي کارکوونکي خپله ښځه له دې کبله له کوره وشړله چې د ښځې کاکا يي لور يو پښتون ته ورکړې وه) آيا د داسې تعصب درلودونکي به د ملي منافعو لپاره څه وکړای شي؟
نو تر څو چې دغه اداره په همدې فعلي قدرت په افغانستان کې فعاله وي، په افغانستان کې د هر ډول ملي مصالحي کار ناشونی دی.
چاره يي دا ده چې مخکې له هر څه دې د ملي امنيت په نوم اداره بيخي غير فعاله شي، او د دوي وظيفوي چارې دې د کورنيو چارو وزارت خفيه پوليس څانګه په غاړه واخلي. او وروسته دې د ملي امنيت (چې د پخوانۍ شوروي) د کی جي بي ته ورته ارګان دی، پر ځای په يو نوي نوم يوه واقعاً ملي اداره جوړه شي. که نه نو فکر نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي. او که دا ځل هم په دولت د طالبانو او حزب اسلامي اعتبار د دې ادارې په وسيله له منځه ولاړ شي، نو بيا د جوړجاړي خبرې به يو بېهوده خيال وي.