د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بی ادبی معاف!

حاذق نرنګی 01.10.2010 00:36

د خدای بخښلی ډاکټر نجیب الله په وخت کي به په کابل کې چا د غوایی (ګاو) نوم نه شو اخيستلی، که د چا به د غوایی غوښه پکار وه نو قصاب ته به يي ويلې چې «ګوشت قبله ګاه ګوساله را برايم بده»، که چا به د غوايی نوم واخیست نو د وخت خاد والاوو به نيوه چې ډاکټر نجیب يادوي.

اوس دغه جنجال په کابل کې يو ځل بيا شروع شوی دی. که کوم سړی څه تکليف ولري او يا څه غم ولري او په لاره یا عام محضر کې ژړغونی شي یا وژاړي نو د ملي امنيت کارکوونکي يي نيسی چې د کرزي پيښې کوي!!!