د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندز کې د پښتنو وضع ډيره خرابه ده

حاذق نرنګی 16.10.2010 23:13

په کندز کې د پښتنو وضع له هغې ډيره خرابه ده چې تاسې يي په خبرونو کې اورۍ!
زموږ يو څوکيدار چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسيدونکی دی، د زمکې د خرڅولو يا ګروولو لپاره کندز ته د يوې اوونۍ لپاره تللی وو، کله چې راغی، له يوې اوونۍ يی وخت ډير اړولی وو، نو ما ترې د ډير وخت او هغه هم بې له خبر ورکولو دليل پوښتنه وکړه، ځکه چې زموږ د ادارې په اصولو کې له درې ورځو سر په سر غيرحاضري هغه هم له خبر ورکولو پرته، يو څوک له کار ګوښه کولای شي. هغه را ته په ماته غړۍ وويل، دوه ورځې او يوه شپه بندي ووم. ما ورته وويل په زمکه دې جنګ کړی وو، ويلي نه، اربکيانو بندي کړي ووم. ما ترې پوښتنه وکړه: دا اربکيان څوک دي؟
ويي ويل: د خدا قهر دی چې د کندز په پښتنو نازل شوی دی، ازبک او تاجک دي، چي د پښتنو د کليو په لار کې يي پوستې جوړې کړي دي، او هر پښتون، زوړ وي که ځوان چې له پوستې يي تيريږي، وهي يي ټکوي يی، توهينوي يی، چې څه قیمتي څه ورسره وي ترې اخلي یی.
زه حيران پاتي شوم، نو ورته مې وويل چې پوره قصه را ته وکړه، ويي ويل:
د کلي نه د څه کار لپاره راووتلم، کله چې د اربکيو له پوستې تیريدم، نو ويی نيولم، او را ته يی وويل: چي له طالبانو سره لار لرې. ما ورته وويل، درې څلور ورځې کيږي له کابل نه راغلی يم، له طالبانو سره هيڅ څه نه لرم، په جیب کې مې ۱۵۰۰۰ افغانۍ او د مبايل سيټ وو، هغه يي راڅخه واخيستل، يوې کندې ته يی ورخطا کړم، او په سر يی ورله يو لرګی راکش کړ. دوه ورځې او يوه شپه هلته ووم، چي خپلوانو مې لټولی ووم او هلته يي پيدا کړم. اربکيانو ته يي وويل چي زموږ خپلوان دي، د همدې کلي دي له کابل څخه راغلی دي، نو خوشي يي کړم، ما ترې د پيسو او مبايل پوښتنه وکړه، ويي ويل له قوماندان صاحب سره به وي، هغه اوس نشته. سبا د پیسو او مبايل پسې بيا راغلو. مبايل او پنځه زره روپۍ يي راکړي او قوماندان يی وويل، هغه نورې مې چا ته ورکړي بيا به يي درکړم.
ټوله ولسوالي د مرګ په پنجو کې ښکيل ده، يوازې زاړه، ښځې او ماشومان پاتې دي، داسې کور به نه وي چې دوه درې مړي په کې نه وي شوي، د زخميانو خو حساب نه دی معلوم، خلکو لکه د کابل د جنګونو د وخت په شان، په کور کې تکاويانې جوړې کړي دي، بس چې جګړه ونښلي ټول په تکاويو ورننوځي. ما ترې پوښتنه وکړه، نو خلک څه خوري، څه څښي؟ پيسې له کومه کوي؟
ويلې ځوانان ټول له کلي تښتيدلي دي. يا ايران يا پاکستان يا بل کوم ځای ته د مزدورۍ پسې تللي دي، له هغه ځايه څه پيسې کور ته راليږي، هغه که طالبان خبر شي، چې د فلاني کره پیسې راغلي دي، بيا د هماغه په کور کې څو شپې او ورځې پراته وي، تر څو چي يي پيسې خلاصي شي. که اربکيان په خبر شي، نو هغوی يی ترې اخلي. ټول خلک يي لکه د مړو په شان، ساه ګانې په کې نشته، ډنګر ډنګر او ضعیفه دي، بس پټو ته ځي او راځي. که څه حاصل لاس ته راوړي له هغو څخه هم طالبان په زور يا رضا عشر اخلي، د طالبانو چي د هر چا په کور کې خوښه وه اړوي، يوه ورځ دوه ورځي، او د کور خاوند مجبور دی چې هغوی ته خوراک څښاک برابر کړي. خلک ټول په قرضونو کې ډوب دي، ژوند يی خورا تريخ دی.
ترې مې پوښتنه وکړه، نو خلک سودا له کومه ځايه اخلي؟ ويی ويل: د طالبانو د حاکميت لاندې منطقه کې يو بازار دی، هلته د سودا پسې ځي. هلته بيا هر قسم طالبان شته، ازبک طالبان، تاجک طالبان، پاکستاني طالبان.
چې څرنګه مازيګر شي نو د طالبانو او اربکيانو سره جګړه پيل شي، اربکيان او دولت هم د ټوپکو ميلونه د کلي په لور کړي، د هر چا کره چي مرمۍ ولګيده، او هر څوک چې په مرمۍ ولګيده، دولت او اربکيانو ته هر څوک ټارګيټ دی، مقصد چې مرمۍ هسې عبث نه شي او يو پښتون په ولګيږي!
ايا څوک شته چې د دغه بيچاره خلکو غم وخوري؟ څوک شته چې دغه پښتون وژنه بنده کړي؟ څوک شته چې د هغوي سره وژاړي؟
زما خو همدومره په وس کې وه، چي دا مې وليکل، نور چې ستاسې څه له وسه کيږي، د پښتنو د تباهۍ مخنيوی وکړئ!