د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه باید ځان له طالبانو بیل کړي!

حاذق نرنګی 03.09.2010 22:09

نن به په نړۍ کې ډير کم پښتانه وي، چې د طالب او توندلاري په نامه نه وي ځوريدلي يا نه ځوريږي، او همدا راز به ډير لږ پښتانه وي چې د طالب له لاسه نه وي ځوريدلي او يا نه ځورېږي.

دلته زما مقصد له ځوريدلو څخه هر ډول تکلیف دی چې د طالب په نوم یا د طالب له لاسه پښتنو ته رسيږي. دا ځوريدل هغه روحي فشارونه دي، چې يو پښتون زلمی له همدې وجهی له درس، مکتب او پوهنتون څخه محروم دی يا محروميږي (اوريدلی به مو وي چې دوه ورځی مخکې طالبانو يو پښتون زلمی چې د قندهار پوهنتون محصل وو سره د هغه د پلاره په هلمند کې د روژې په مبارکه مياشت کې ووژل شول، هغه زلمی يي له دې کبله وژلی وو چې ولی پوهنتون ته ځي او پلار يي ورله د دې کبله وژلی وو چې ولې يي زوی پوهنتون ته پريښی دی، دغه محصل د اختر تيرولو لپاره په هلمند کې خپلې کورنۍ ته ورغلی وو).

دا هغه ځوريدنه ده چې د ايتلاف ځواکونه د شپې له خوا بې له ټک ټکه د يو پښتون کور ته په دې نامه ورځي چې ګويا له طالبانو سره اړيکی لري، د هغوي ښځې تالاشي کوي او سړي يي یا وژني او يا يي له ځانه سره بيايي، او کال دوه وروسته يی په دي نوم چې ګوندې بی ګناه وو، راپريږدي.

دا هغه ځوريدنه ده چې يو خړ پښتون چې د څه کار او مزدورۍ لپاره کابل ته راغلی وي، او د ملی امنيت کارکوونکي يي د خپل فعاليت د ښکاره کولو لپاره بې له کوم دليله د طالب په نوم نيسي، او د ډيرو لږو بختورو يي د کور د غړو ديدن بيا په نصیب کيږي، نور ډير يي د امنيت د پنجشيري کارکوونکو له لغتو لاندې ژوند له لاسه ورکوي يا ټول عمر معيوبيږي یا د خورا ډير رشوت په ورکولو له دغو جهنمی منګلو نجات مومي، او بيا په خپل عمر کې هم د کابل د ليدلو شوق نه کوي.
دا هغه ځوريدنه ده چې يو با احساسه پښتون خپلې سيمی ته د مرګ له ويرې نه شي تللای.

دا هغه ځوريدنه ده چې يو باسواده پښتون په خپله سيمه کې په جيب کې ښکاره قلم نه شي ګرځولاي، د هلمند په ځينو برخو کې قلم په جيب کې د مرګ سند دی.

دا هغه ځوريدنه ده چې د سوات جنت نشان سيمه د طالب له کبله په دوزخ بدله شوه.
دا هغه ځوريدنه ده چې د پکتيا پښتون ځان د ولسي جرګې لپاره په کابل کې کانديدوي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د تخار پښتون خپلو ځمکو ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د میرانشاه ۶۰٪ ښځې کونډې شوي دي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د مارجې بي ګناه خلک هم بمباري کيږي او هم د ځای نه تيښتی ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د واده لپاره پخې شوي وريجي د هلک او ناوي د خيرات لپاره پخيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د بادغیس پښتون لکه د غلامانو ژوند کوي، او ان بازار ته د کار لپاره نه شي راوتلای.
دا هغه ځوريدنه ده چې ټولې عام المنفعه پروژې دې د افغانستان په شمال کې په دې نامه پلي کيږي چې هلته سوله ده، خو برعکس د افغانستان په جنوب او سهيل کې جوړ مکتبونه ړنګيږي.

دا هغه ځوريدنه ده چې د کانکور په ازموينو کې دې د بدخشان ولایت د زده کوونکو د کاميابانو لیست ۳۹۰ مخه وي، او د هلمند، زابل، ارزګان له ولایاتو څخه دي په دريو کالو کې له ۱۲ صنف څخه يوازې لس کسه فارغ شوي وي!

نو ای پښتنو یا دغه د غلامۍ ژوند ته ادامه ورکړئ يا لکه د خپلو پلرونو غوندې ملي قيام وکړئ! نړيوالو ته وښاياست چې تاسې هسې د طالب په نوم ځوريږئ، تاسې طالبان نه ياست. د طالبانو پر ضد ملی قیام وکړئ. طالبان نه مسلمانان دي او نه افغانان، هغوی اسلام دښمنه عناصر دي چې د نورو لپاره د پښتنو د تباهی ستره وسیله ده. مه پريږدئ چې نور تاسې د طالب په نوم وځوريږئ. ای پښتنو نور له ځان څخه د طالب کلمه لرې کړئ!