د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امرالله صالح ته فرانسې دولت د ښې کارکردګۍ ډير غوره مډال ورکړ

حاذق نرنګی 24.12.2010 21:37

نن (۲۴دسمبر ۲۰۱۰) د طلوع ټلويزيون په خبرونو کې په ډير وياړ وويل شو چې: امرالله صالح د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس ته د فرانسې سفير د فرانسې دولت د ښې کارکردګۍ ډير غوره مډال ورکړ. د مډال ورکولو په وخت کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د امرالله صالح تر څنګ لپدل کېده.
خورا د تعجب خبره ده چې د يو هيواد د ملي امنيت پخوانی رييس ته يو بل هيواد د ښې کړنې مډال ورکوي. د ملي امنيت کارکوونکو ته بايد يوازې د افغانستان ملي امنيت له هر څه لوړ، مخکې او یوازنی هدف وي، هغه بايد پرته د خپلو ملي ګټو بل څه و نه پيژني، ټول احساس، پوهه، کار او ژوند يې همدې سپيڅلې موخې ته وقف کړی وي، ان هغوی بايد هيڅوخت د کورنۍ د کورنۍ غړو، خپلو خپلوانو، دوستي، اشنايي، ژبې، سيمې، مذهب له اغيزې لاندې را نه شي، او هيڅوخت بايد دغه اړيکې په وظيفوي کړنو کې ګډ نه کړي. د ملي امنيت د کار په اړه بايد نور هيوادونه ډير لږ معلومات ولري او زما په نظر بايد هيڅوخت د ملي امنيت د کارکوونکي کار په دې ډول له بل هيواد له خوا تقدیر نه شي، که شي نو بيا خو د هغه په کار بايد شک وشي چې هغه حتماً څه د نورو لپاره کړي دي. اوس ټول افغان ولس ته سوال پيدا کيږي چې نومړي چارواکي چې وظيفې يې د هر افغان له ژوند سره مستقيم اړيکي درلودل، د فرانسې لپاره څه کړي وو چې د دې ډول تقدير مستحق شو؟ دا جدي مساله ده او بايد افغان ولس ته په ډاګه شي چې د دغه مډال د ورکړې علت څه وو. امرالله صالح د باسکټبال کوم ورزشکار نه وو، او نه د فوټبال د ملي ټیم غړی او نه د کابل ښاروال. نومړی کلونه د افغانستان د ملي امنيت ريس وو، چې هره شيبه يې بايد افغانانو د رفاه لپاره تيره شوي وای، د افغانانو د اوسنې ناورين ستر عامل د افغان ولس او دولت تر منځ ډير واټن دی، چې د ملي امنيت رول په کې له هر څه ستر دی. زما سوال دا دی چې نوموړي ته ولې فرانسويانو مډال ورکړ؟ څوک شته چې ځواب راکړي؟