د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګيله من پښتانه!

حاذق نرنګی 24.10.2010 08:42

ما يو وخت له يوې نړيوالې غيردولتي موسسې سره د يوې پروژې د مشر په صفت کار کاوه، اکثرو به ويل چې پښتانه يي راغونډ کړي دي. اخر يوه ورځ په يوه رسمي مجلس کې زموږ د موسسې مشر چې يو هالينډی وو وويل: بايد په ډيپارتمنټ کې دې د ژبو انډول برابر کړې. ما ورته وويل: زه کوم خاص مقصد نه لرم، هر څوک چې هره ژبه ووايي او ښه کار وکړای شي زه ورته د کار کولو لومړيتوب ورکوم. چون زموږ کار زيات د ټولنې د عام وګړو سره دی او پښتانه په دواړو ژبو پښتو او دري ښه پوهيږي نو له همدې کبله مې اکثر پښتانه استخدام کړي دي. دې خبرې ټول قانع کړل. بله ورځ د يو لري شوي څوکيدار په ځای د يو بل څوکيدار نيول وو، کله چې مې د موسسې رييس ته د څوکيدارۍ لپاره نوی نوماند وروپيژاند پوښتنه يي وکړه چې پښتون خو نه دی، و مې ويل پښتون دي، ويي ويل مه يي نيسه هسې سر خوږ درته جوړوي تمامه ورځ ګيلې او بهانې کوي، چې معاش مې کم دی، ډوډۍ کمه ده، ډوډۍ خرابه ده، کوټه یخه ده، کاکا مې ناروغه دی، ميلمانه لرو او په سلګونو داسې نورې بهانې..
زه همدغه ورځ متوجه شوم، چې رښتيا دغه ستونزه په پښتنو کې خورا زياته ده، ځکه موږ تاجک، ازبک، هزاره او نور هم په موسسه کې درلودل، خو ما ترې ډير کم شکايت او بهانه اوريدلې وه، يا به دا وو چې دوي نورو به پښتانه رامخ ته کول او يا په پښتنو کې دا د ګيلو ناندرو ستونزه په رښتيا شتون لري.
په ټول افغان کې د تاوده بحثونو په نوم يو کالم دي چې ويي ګورې ټولې ګيلې ناندرۍ دي، چې فلاني دا کړي او فلاني دا کړي، هيڅوک د اصل مشکل د حل لارې چارې نه بيانوي ټولې يي تاويلې ما ويلي دي.
نن مې د تاند په ويبپاڼه کې په يوه ليکنه سترګې ولګيدې چې ليکلي يي وو «خيبر ټلويزيون د پاکستاني واکدارانو په چوپړ کې»
او د همدغې ويبپاڼې په بل ځای کې راغلي وو: «د افغانستان ټلویزونو ته لنډه کتنه/۲ برخه شمشاد ټلویزون» ما فکر کاوه چې ماما به د شمشاد صفت کړي وي، نو کيدای شي خيبر ته د بد ويلو علت يی همدا وي، خو د شمشاد په اړه يي هم دا ببولالې ويلې وې. د دې پر ځای چې د شمشاد ټلويزيون د پروګرامونو په اړه خبرې وکړي، د هغه د رييس په هکله چې د کوم ځای دی يی ډيرې خبري کړي.
نو پوه شوم چې دا يوه عمومي ناروغي ده چې په دې قوم مسلطه ده، زموږ ورته نه پام کيږي ځکه ټول په دې ناروغۍ اخته يو.
موږ پښتانه له حالاتو ګټه نه شو اخيستلای، هميشه ګيلې کوو، دا به ومنو چې خيبر ټلويزيون پاکستانيو واکمنانو جوړ کړی، خو بايد پښتانه ترې په خپله نفع ګټه پورته کا، همدا راز له نورو ټولو سهولتونو څخه. همدا اوس د افغانستان شمال او جنوب مقايسه کړئ. د ګيلې پر ځای بايد په خپل ګريوان کې سر ښکته کړو او فکر وکړو چې څه کوو، بايد له ځانه يی پيل کړو او له ځانه ګيله وکړو، چا پپو؟ پخپله پپو!