د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۵۲ میلونه ډالر به په څو بکسو کې ځای شي؟

عتیق ناشنا 29.11.2010 22:16

پرون د نړۍ ټولو مخکښو ورځپاڼو او خبري رسنیو د امریکایي ډیپلوماټانو له هغو پټو او محرمو رپوټونو توره پرده اوچته کړه چې دوی خپل د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلي او یا یې له اړونده وزارات څخه ترلاسه کړي چې د امریکې د دوه مخي بهرني سیاست تر څنګ ډیر په زړه پورې حقایق بربنډوي. د دغو باوري محرمو اسنادو له مخې د ولسمشر کرزي پخواني لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود، چې د شمالي ټلوالې تر خاورو لاندې قوماندان احمدشاه مسعود ورور دی، دوبۍ ته له ځان سره په یوه پیره کې ۵۲ میلونه ډالر وړي دي.

۵۲ میلونه ډالر شا او خوا ۲۴۰۰ میلونه افغانۍ او که د یو دولتي کار کوونکي تنخا ۱۰۰۰۰ افغانۍ شي د شا او خوا ۲۰۰ زرو کارکوونکو کلنۍ تنخا جوړیږي. د جهاد او مقاومت دې ټیکدار پر ۵۲ میلونو ډالرو په دوبۍ کې څه کول؟

د مسعود ورور او د رباني زوم، ښاغلي احمد ضیا او د ده د پرې انډیوالان له یو لوري د جهاد،اسلامیت، افغانیت، انسانیت او د مجاهدینو د ګټو د ساتنو دعوا کوي او له بلې خوا بیا په ډیرې سپین سترګي او غیري اخلاقي ډول د بې وسه او بې وزله ولس پیسې په دوبۍ کې پر عایاشي او بې باکي داسې مصرفوي چې د عربو د تیلو پر چینو سپاره عربان به هم ورته ګوته په غاښ حیران ګوري.

کیدای شي ځینې لوستونکي پر دې نه وي خبر چې دا خلک په دوبۍ کې څه کوي او څنګه دومره زیاتې پیسې لږوي، نو دلته باید یو څه پر دې خبره رڼا واچول شي. دې خلکو د دوبۍ په مجللو سیمو کې ډیر قیمتي کورونه اخیستي چې قیمتونه یې میلونو ډالرو ته رسیږي او په دې کې یوازې او یوازې یو کار کوي او هغه دا چې له روسیې، یوکراین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان نه له ۱۷ کلنو څخه تر ۲۵ کلونو پورې داسې نجونو سره وخت تیروي چې په خپلو هیوادونو کې په ښکلا کې شهرت ولري. د جهاد دا ټیکداران پر دې فاحشو په زرهاوو ډالر مصرفوي ولې په خپل هیواد کې یې خلک له سړې هوا او ولږې څخه مري.

یوازې احمد ضیا مسعود نه دي چې ۵۲ میلونه نغد ډالر یې دوبۍ ته په یو وار کې لیږدولي، یونس قانوني په ورته ډول یو اروپایي هیواد ته د تلو پر مهال د دوبۍ په هوایي ډګر کې له میلونونو ډالرو سره نیول شوی وو، په هغه خبر هم چا غوږ ونه ښوراوو، د دولت چارواکي په خپله وایي چې هر ورځ یوازې د کابل هوایي ډګر له لارې دوبۍ او بهر ته تر لس میلونه ډیر ډالر په ناقانونه توګه لیږدول کیږي.

چې دا حال وي د دې ملک به څه حال وي. داسې یو هیواد کې چې ولسمشر ته یې یو ګاونډی هیواد په خلتو کې ډالر ورکوي او د ولمشر مرستیال یې په میلونو ډالر په بکسونو کې دوبۍ ته وړي او هلته یې په عیاشي لږوي، د امید رڼا لیدل کیدای شي؟ زه خو یې نه وینم، که څوک یې ویني موږ ته دې هم راښکاره کړي.