د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو جنګونه د پښتو فلمونه

عتیق ناشنا 09.12.2009 10:01

په باړه کې د طالبانو په وړاندې د جګړې پښتو نومونو د پښتونخوا په اوسیدونکو کې د جګړې په رښتیاوالي باندې شک پیدا کړی دی. دغه، د پښتو فلمونو ته ورته، نومونه په پاکستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړې ډرامایي بڼه ښه انځوروي.

د پاکستان د انګریزي ورځپاڼې د نیوز له مخې لومړني عملیات د صراطاالمستقیم په نامه وو چې هیڅ پایله یې نه درلوده. د ډرامې دویم قسط یا دویمو عملیاتو نوم (درغلم) وو یانې که نر یې راته ټینګ شه زه درغلم ولې دې عملیانو هم پایله نه درلوده او منګل باغ همغسې په خپلو ډاګونو او باغونو کې ګرځي. تر دې وروسته دریم عملیات پیل شو چې نوم یې (بیا درغلم) وو یانې په اول ځل مې څه ونه کړه دا ځل به درسره ګورم خو دا هم د پیښور د ښاریانو د جګړې په څیر وه او نه یې سر او نه یې پای معلوم شو.

تر ټولو په زړه پورې دا وروستي عملیات دي چې نوم یې (خوښ به دې شم) دی. یانې سم به دې کم او په عامه اصطلاح چې دومره به دې ووهم چې ستا به هم خوښ شي.

تر دې ټولو ډرامو او فلمونو لیدلو وروسته بیا هم پښتون قوم ویده دی، څوک په قاچاق لږیا دي، څوک کیلینډري کوي، څوک نسوار په خوله پټه خوله دي او ځینې یې بیا د خپلو وروڼو پر سر په کابل او اسلام اباد کې سوداوې کوي.

دا روانه جګړه نه د مذهب جګړه ده، نه د خاروې ساتنې جګړه ده او نه هم له خاورې د پردیو شړلو جګړه ده بلکې دا د ږیرولو او ږیرخیلو، دیني دین پلورونکو او سیاسي خاوري پلورونکو تر منځ د تیرو درې لسیزو جګړو یوه بله کړۍ ده چې د ریموټ کنټرول په واسطه له واشنګټن، اسلام اباد، ډیلي او ماسکو څخه کنټرولیږي او خوار، بدمرغه او بې سواده پښتانه په کې سوځیږي.

درغلم، بیا درغلم، خوښ به دې شم او د امریکایانو د عملیاتو هغه انګریزي نومونه چې زه یې پښتو ته نشم راژباړلی ټول د څرګندې ډرامې بیلابیل قسطونه دي او موږ پښتانه یې څوک قربانیان او څوک سیلانیان یوو.

پر هر څه تر پوهیدو ورسته هم څوک د مولا او څوک د امریکا تر شا ولاړ دی. خپله خاوره چې د نړۍ ټولو وګړو ته د مور حیثیت لري خرڅوي ولې بیا هم د اسلام او غیرت خبرې کوي. د ای ایس ای له کاسې څخه به ډوډۍ خوري او په پارلمان او له پارلمان څخه به د باندې د ملي ګټو او پښتونولۍ خبرې کوي.

په دې ټولو کې د ټولنې له هغه پوړه ډیره ګیله کیږي چې له پوهنتونونو څخه د ډاکټرانو، انجینرانو، ادیبانو او اقتصادپوهانو په نامه وتلې او پر ځان او خدای باور نه لري او د هر کس او ناکس خولې ته جونګه خوله ناست دي. خپله خوله او خپل قلم د پردیو د مزدورانو په پلوي کاروي. که دوی د هیڅ پروا نه لري لږ تر لږه د خپلو میندو د شیدو درناوی خو باید وکړي او د حساب او کتاب له راتلونکې ورځې وویریږي.