د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترهګرۍ جګړه پر قومي جګړې بدلیدل

عتیق ناشنا 27.10.2009 09:06

د امریکا له وروستیو هڅو څخه، چې غواړي د نظار شورا پخواني جنګسلاران پر افغانانو مسلط کړي، ښکاري چې امریکا غواړي چې د خپلو نورو پخوانیو ازمیښتي پروژو په څیر د ترهګرۍ له جګړې څخه د خپل خلاصون لپاره هغې ته قومي رنګ ورکړي او پښتانه دې ته اړ کړي چې د تش په نامه اسلام پر ځای د قوم پر نامه وسله راواخلي او له نورو قومونو څخه د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره وجنګیږي.

په غرب کې ډیر د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې که اسلامي بنسټپالنه یوه ناروغي او د طالبانو جګړه د ناروغي نښه وي، نو د دې پر ځای چې د ناروغي نښې له منځه یوړل شي باید د ناروغي جرړي وویستل شي، چې یوه لار به یې د مذهب پر نامه جګړه پر قومي جګړې بدلول وي.
دا چې ډیر نالوستي پښتانه نه یوازې د پولې دیخوا بلکې د پولې اخوا هم د بنسټپالۍ تر اغیزې لاندې دې نو هلته هم امریکا غواړي چې د پاکستاني پوځیانو په لاس، چې اکثریت یې پنجابیان دي، پښتانه دومره وځوروي چې د دوی له مغذو څخه د بنسټپالۍ نظریه پاکه او پر ځای یې د قوم پالنې او قومي جګړې نظریه ځای ونیسي.

له دې کار څخه امریکا ته دوه ګټې رسیږي، یو دا چې د بنسټپالنې هغه پټي به د تل لپاره وچ کړي چې دوی په ۱۹۸۰مو کلونو کې د خپل سیال، شوروي اتحاد، د له منځه وړلو لپاره کرلي او اوبه کړي وو او بل دا چې سیمه به هم ناارمه پریږدي. د داسې مهمې ستراتیژیکې سیمې له ناارمۍ څخه دوی ته ګټه زیاته او زیان کم رسیږي.

عبدالله عبدالله ته د اوباما ټیلفون او د هولبروک ورتګ، د دوی پر استازتیوب له کرزي سره د دوي چڼې ویل، دوی ته لږ تر لږه د ۱۲ وزارتونو ورکولو غوښتنه، پر ملي امنیت (استخبارتو) د دوی د ولکې ساتل، استاد عطا ته د مرکزي دولت د ننګولو زمینه برابرول، پر شمال کې د جنګسالارانو له خوا د پښتنو پر ځورولو چوپ پاتیکیدل، په پښتنو سیمو کې د بې کیفایته چارواکو ملاتړ او داسې نور ډیر دلیلونه د دې خبرې ښه ثبوت کیدلای شي.

که د بهرنیو پر خلاف جګړې نشنلیسټي بڼه خپله کړې وای نو په اوږدمهال کې به یې ګټه ډیره وه ځکه خلک به د بنسټپالۍ له شره خلاص شوي وای او په دوی کې به ملي روحیه غښتلې شوې وای، ولې که دغه جګړه په خپل کور کې د خپلو نورو قومونو پر خلاف ګرمه شي نو په اوږد مهال کې د هیواد له ټوټه کیدو پرته هیڅ ګټه نه لري.

لنډه دا چې په دې بې څیښتنه لابراتوار کې د نړۍ ډیرو هیوادونو تجربې ترسره کړې او ترسره کوي یې ولې د دې تجربو د اړخیزو اغیزو اصلي لاملین هغه افغانان دي چې په دې خاوره کې د رهبرۍ پر ګډۍ ناست او د مشري دعوه کوي.

کرزي، چې ځان ملي مشر ګڼي، په تیرو اوو کلونو کې لږترلږه دومره هم ونکړای شو چې ځان او افغانان د عبدالله خیلو او دوستم خیلو له شره خلاص کړي او د افغانستان په غټو او وړو قومونو کې د ملي فکر درلودنکو کسانو ته وده ورکړي. د خدای په فضل او رحم همداغضب اوس د کرزي د غاړي غړوندی ګرځیدلی دی.