د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاچقبران له کاندیدانو که له طالبانو سره دي

عتیق ناشنا 07.07.2009 10:46

یوه خبره د نړیوالو رسنیو او ځینو تش په نامه افغاني کارپوهانو له خوا ډیره کېږي چې طالبان د نشه یي توکو له پیسو څخه تمویلږي ولې په حقیقت کې د نشه یي توکو سوادګر په دولت کې ډیره ونډه لري او د حکومت تر سیوري لاندې خپل کار پر مخ وړي او داسې ښکاري چې له غربي ماده پرستې ډیموکراسۍ سره د طالبانو په نسبت ډیره مینه لري، چې د ځینو کاندیدانو په انتخاباتي کمپاینونو کې په روښانه توګه لیدل کیدای شي.

که پر څوکۍ ناست ولسمشر د بیلګې په توګه راواخیستل شي او د ده د انتخاباتي کمپاین مالي سرچینې وڅیړل شي نو جوتیږي چې د ده د کمپاین لږ تر لږه نیمایي برخه باید د نشه یي توکو له پیسو څخه تمویل شي، ځکه چې په خپله خو د ده له وینا سره سم تر ۱۰۰۰۰ امریکایي ډالر ډیر نه لري چې دغه پیسې کیدای شي د ده د کمپاین د نیمې ورځې لګښت هم پوره نه کړي.
په چاپي، صوتي او تصویري رسنیو کې د پیسو په بدل کې د انتخاباتي اعلانونو له خپرولو او د انتخاباتي کمپاین د غونډو له شمیر څخه اټکل کیدای شي چې د کرزي د کمپاین لګښت د پاتې څه له پاسه ټولو ۴۰ کاندیدانو له لګښت څخه که ډیر نه وي نو کم هم نه دی.

له دولتي امکاناتو څخه د کرزي او د ده د پلویانو له خوا ناوړه ګټه اخیستنه کې خو هیڅ شک او شبه نشته ځکه چې ان د کرزي هغه اعلانونه چې په رادیوګانو او تلویزونونو کې خپریږي د ملي رادیو او تلویزون له ارشیف څخه راویستل شوي او که کوم بل کاندید ورته اعلانونه جوړول غواړي نو په زرهاوو افغانۍ مصرف یې پرې کيږي.

خبره هلته ډیره ډنډوره شوه چې کرزي په یو ځانګړي فرمان سره د ده د کمپاین د مشر حاجي دین محمد د وراره د خلاصیدو امر ورکړ. ویل کېږي چې نوموړی له څه د پاسه سل کیلو هیروینو سره نیول شوی وو. خدای دې د هغو خلکو په حال ورحمیږي چې د کیلو دوه کیلو چرسو یا هیروینو د قاچاقاو په تور د افغانستان جیلونه پرې ډک دي، چې اکثریت یې د خپل ژوند د بقا لپاره دغه کار ته مخه کوي. هغه خلک چې د خپلو اولادونو د ژوندي پاتيکدو لپاره اړ کيږي چې کومه کیلو چرس یا هیروین شاته واچوي او له یو ځای څخه یې بل ځای ته ویسي د جیل په تورو دیوالو کې دننه پراته دي ولې هغه کسان چې په ټنونو (یو ټن:۱۰۰۰ کیلو) چرس او هیروین د هېواد دننه او بهر، په دوبۍ او اروپا کې د عیش او عیشرت لپاره، وړي هغوی بیا د تورو شیشو په لنډکروزر ګاډو کې ګرځي پولیس یې د درولو اجازه نه لري او که د دین محمد خان د وراره په څیر په غلطۍ کې ونیول شي بیا د ولسمشر د فرمان په اساس خلاصیږي.

د کرزي د کمپاین ډله کیدای شي دا دعوه کوي چې د دوی له کمپاین سره ملي تجاران مرسته کوي، ولې د نړیوالو مالي ادارو د اټکلونو له مخې لږ تر لږه د افغانستان په اقتصاد کې ۴۰ فیصده د نشه یي توکو پیسې جریان لري. په هلمند کې څومره صنعتي فابریکې شته چې کرزی وکړای شي خلکو ته دا ووایي چې کومې غونډې چې د ده په ملاتړ په هلمند کې جوړیږي پیسې یې له قانوني لارو ترلاسه شوي دي.

قاچاقبران، چې له پیسو سره بیدرغه مینه لري، داسې ښکاري چې د کرزي په ډیموکراسۍ او له فساده ډکه اداره کې ډیر خوښ دي او غواړي چې د ده دوره پنځه کاله نوره هم اوږده کړي چې تر څو دوی وتوانیږي چې هم پیسې وګټي، هم حکومت وکړي او هم په ازاده فضا کې د عیش او عیشرت ژوند تیر کړي.