د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه هزاره ګۍ او شل پښتانه

عتیق ناشنا 24.06.2010 14:17

په مخ کې یې یو څاڅکی وینه نشته، ډنګره، کمزورې او کونډه ده خو اند او هوډ یې له ډیرو شملورو او د نیکونو په کړنو مغروره نارینه وو څخه شل وارې غښتلی دی، دا یوه هزارګۍ زړه ښځه ده چې پنځه تنه بچیان لري او په یو دفتر کې د صفایي کار کوي. مشر زوی یې د پوهنتون په دوهم صنف، او پاتې زامن او لوڼې یې د ښوونځي په بیلو بیلو ټولګیو کې زده کړې کوي.

دا زړه ښځه چې د سهار لمانځه ته پورته کیږي د ماسختن تر لمانځه پورې خپله ټوله انرژې په دې مصرفوي چې خپلې لوڼې او زامن د پوهې په زیور سمبال کړي او په دې توګه د دې خاورې د سبا رهبري او چارې په لاس کې واخلي.

له بل پلوه ما په سلګونو نه بلکې په زرګونو داسې پښتني کورنۍ لیدلي چې د پیسو له پلوه په وس کې ډیر ښه، ځمکې او شتمنۍ لري ولې لوڼه خو پریږده چې غوڅ اکثریت هلکان یې بې سواده دي یا یې خلیج ته د کار لپاره لیږي او یا به دلته اوزګار ګرځي، او جالبه دا ده چې همدوی هم د سبا د رهبري او واکمني ادعا کوي.

د نړۍ کوم انصاف او عدالت به د دغې زړې او غیرتمنې ښځې سختۍ، خوارۍ او ستونزې له پامه وغورځوي او د دې د اولادونو د پرمختګ او هوساینې مخه به ډپ کړي او یا به یې مخالفت وکړي، ولې چې که د دې ښځې اولادونه سبا د واک په ګدۍ ناست وي ډیر شملور به وایې چې موږ سره ظلم کیږي او زموږ حق خوړل کیږي خو په حقیقت کې به حق حقدار ته رسیدلی وي.

له نیکه مرغه هزاره وروڼو خپل ټول پام او زور تعلیم ته اړولی او په دې پوهیدلي چې په نني عصر کې د واک د واږو نیولو او د یو هوسا ژوند تیرولو لپاره تعلیم یو بنسټیز شرط دی او بې له شکه به دوی په خپلې موخې کې بریالي کیږي ولې له بده مرغه ډیر پښتانه اوس هم په زاړه خره سپاره دي او زړې بوبالي وایي خو د زړو ببولالو وخت تیر شوی او هر څه بدل شوي دي.

همدا تیره ورځ یو کس د ارزګان د سترګو لیدلی حال راته ویلې، وای اسټرلیانو یو ښه عصری اوږد پول جوړ کړی ولې ډیره جالبه داده چې ډیرې موټرې بیا هم نه پرې تیریږي او په خوړ کې په ړنګو کپړو کې ځي. دې کس پوښتنه کړې چې دا خلک په پله ولې نه تیریږي، وای په پوله کې خو اسټرالیایانو د کانکریټ لاندې د خدای نومونه او د قران شریف ایاتونه لیکلي نو که موږ موټر پرې تیر کړو ګنهګاریږو. دا ممکن یو وړوکی لیونتوب وي ولې زموږ د یو سترې غمیزې ښکارندویه ده. زموږ فکر او د فکر کولو ازادي محدوده شوې، موږ زوړ مولا او زړې تراوې خوښوو، موږ له رڼا نه په تیارو کې خوښ یوو ولې بیا هم ځان له چا ټیټ نه ګڼو. موږ خپله هیڅ نشو کولای ولې بیا یې هم چا ته ټیټه نه وایوو. موږ ان لیونتوب ستایو او هوښیاري ته د بدمرغي په سترګه ګورو.

موږ په خور او لور ولور اخلو او حتی د ولور په روپیو موټر اخلو، ولې خور او لور زده کړې ته نه پریږدو ځکه چې غیري اسلامي او بې غیرته کار یې بولو. بې له دې چې د جومات یا اوجرې په یو کونج کې کینو او ځان سره فکر وکړو چې که د انسان او انسانیت په سترګه ورته وکتل شي کوم ډیر بې غیرته کار دی: د لور او خور پلورل او که لور او خور مکتب ته لیږل؟

لنډه دا چې که سبا ورځ په دې خاوره کې کوم وړوکی قوم د خپل تناسب په پرتله څو چنده واک، څوکۍ او قدرت ولرې، د رحمت شا سایل په خبره، د لیوني د شلیدلي ګریوان په څیر ستر پښتون قوم باید د محرومیت ګیله ونه کړي ځکه چې ځان خپله محروموي. یو خو یې د ۱۲۰۰ میلونو مسلمانانو په استازیتوب د اسلام د ساتنې ټیکه په غاړه اخیستې او بل غواړي چې ځان ته د جنت دروازه هم په زور، جنګ او چاودونو پرانیزي نو په دې سترو مسؤولیتونو کې به کله تعلیم ته وخت پیدا کړي.