د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما یې د پلټلو او کرزی یې د هیرولو غوښتنه کوي

عتیق ناشنا 14.07.2009 12:20

اوباما خپل امنیتي ټیم ته د د دوستم د هغه وحشیانه جنګي جنایت په اړه د معلوماتو راټولولو امر کړی چې په ۲۰۰۱ م کې یې په زرګونو تسلیم شوي طالبان په بندو کانټینرونو کې په داسې ظلم ووژل چې د بیانولو لپاره یې په پښتو کې الفاظ نشته ولې څو اونۍ وړاندې بیا ښاغلي کرزي د دوستم د ټوپک د خولې په زور د یو څو رایو د ګټلو لپاره هغه یو ځل بیا د افغانستان د مسلحه قواوو د سر اعلی قوماندان په توګه وټاکه او هغه یې له ټولو جرمونو پاک وګاڼه.

افغانانو په تیرو دیرشو کلونو کې داسې ستر ستر جنایتونه ولیدل چې د یو په لیدو یې بل هیرشو او دې سلسلې ادامه پیدا کړه ولې د دوستم دغه جنایت دومره ځوروونکی او نه هیریدونکی دی چې په اوریدو یې د انسان په زړه کې داسې لمبه راپورته کېږي چې له هر څه څخه د تیریدو او له دغو جنایت کارانو څخه د بدل اخیستو غوښتنه کوي. که د کرزي په زړه کې د قدرت له مینې پرته داسې کوم احساس او انساني مینه وای چې د هغو زرهاوو انسانانو وژنې ځورولی نو هیڅکله به یې له دوستم سره د قدرت پر سر سودا نه وای کړې بلکې هغه به یې د نورو د عبرت لپاره په عام محضر کې پر دار خیځولی وای.

په ټوله نړۍ کې مشهورې مجلې نیوزویک د دوستم د دغه ستر جنایت په اړه له هغو ډریوارانو سره مرکې کړي چې دا هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي وو او همدارنګه یې له یو نیم هغه بندي سره هم خبرې کړې چې ژوندي پاتي شوي وو. وای په هر ۴۰ فوټه سربسته بند کانټینر کې به یې شا او خوا ۲۰۰ تسلیم شوي او بې وسلي شوي بندیان اچول او بیا به یې د کانټینر دروازې ورپسې تړلې. د ډریورانو له خولې مجله لیکي چې، کم وخت نه وو تیر شوی چې بندیانو له دننه د کانټینرونو پر ډبولو او کوکو او چیغو پیل وکړ ولې له دوی سره ناستو د دوستم وسله والو کسانو دوی نه پریښودل چې په کانټینرو کې سوري وکړي چې لږ تر لږه هوا خو ور ورسیږي. په یو څو له بندیانو څخه ډکو کانټینرونو باندې وای د دوستم وسله والو کسانو د هوا لپاره د سوریو جوړولو په پلمه ډزې وکړې چې له دغو کانټینرو څخه بیا د لارې په اوږدو کې وینې بهیدلې.

وای کله چې له ساعتو ساعتو سفر وروسته د کانټینرونو دروازې پرانیستل شوې، مړه انسانان د مړو کبانو په څیر ورڅخه راوغوځیدل چې تفسخ یې کړی وو او په داسې یو حالت کې وو چې نورو انسانانو یې د لیدو وړتیا نه درلوده. همدا په ظلم، جبر، وحشت او بربریت وژل شوي انسانان بیا په ډله ییزو قبرونو کې تر خاورو لاندې شول چې که د اوسني حکومت په څیر حکومت وي عاملین به یې هیڅکله هم د محکمې په کټاره کې ونه دریږي.

په هغو کانټینرو کې چې ډریورانو یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو او سوري یې په کې کړي وو ځینې بندیان ژوندې پاتې شوي وو چې په ډیر بد حالت کې وو. دغو بندیانو وای ویل چې تر کم وخت تیریدو وروسته کانټیرونه دومره ګرم شول او بندیان دومره تګي شول چې د یو بل پر بدن را روانو خولو په څټلو یې پیل وکړ او کله چې دغه کار نتیجه ورنه کړه په یو بل یې د خولو پر لګولو پیل وکړ چې ورو ورو یو یو ساه ورکوله او ژوند یې له لاسه ورکولو.

د دې خاورې بچیان به هرو مرو یوه ورځ د دغه ظلم انتقام هم د طالبانو له هغو لاسپوڅو مشرانو څخه چې په زرهاوو انسانان یې د خپل غلامي نه ډک ژوند د بقا لپاره د دوستم په څیر وحشي انسانانو ته تسلیم کړل او هم به دوستم پرې نږدي چې همداسې سرې سترګې وګرځي ولې کرزی هم باید دا په یاد ولري چې پټه خوله پاتې کیدل او دغو جنایتکارانو ته واک او قدرت ورکول که د دوی له ظلمونو څخه زیات نه وي کم نه دی.