د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عسکري خدمت یوه ناسمه تګلاره

عتیق ناشنا 09.02.2010 14:31

داسې ښکاري چې کرزی په دې وروستیو کې د عسکري خدمت د بیا پیلولو په تکل کې دی او د راتلونکې لویې جرګې د بحث یو مهمه موضوع به همدا خبره وي. کرزی وایي چې دی پر دې خبره ځکه فکر کوي چې په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او ډیر خلک له ده څخه د دې بهیر د بیا پیلولو غوښتنه کوي؛ خو د افغانستان اوسنیو شرایطو او د افغانانو بدل شوي ذهنیت ته په پام سره نه دغه کار سم پلي کیدای شي او نه به هم ښې پایلې ولري.

که افغانستان کورنۍ ستونزې نه درلودلی، کورنۍ جګړه په کې نه وای او له بهرني ګواښ سره مخ وای نو عسکري خدمت به هم ګټور او هم مشروع وو، ولې نن افغانستان په حقیقت کې له خپل ځان سره په جګړه او په عمل کې د بهرنیو ځواګونو تر اشغال لاندې دی. د هغو عسکرو وینې لا اوس هم تازه دي چې د کرغیړن کمیونیسټي رژیم له خوا په زوره عسکري ته نیول کیدل او بیا د مجاهدو په نامه ډلو ټپلو له خوا په بې رحمانه توګه وژل کیدل.

کومې میندې به زړه ښه کړي چې خپل زامن د سر اعلی قوماندان ښاغلي دوستم، ستر درستیز بسم الله خان او د دفاع وزیر وردګ، چې زوی یې د ۳۶۰ میلونه ډالرو امریکایي قراردادونه لري، تر قوماندانې لاندې خپل زامن د نورو افغانانو د وینو تویولو لپاره عسکري خدمت ته ورکړي. ایا یو افغان اوس دا خبره زغملی شي چې په زوره دې عسکري ته راوستل شي او بیا دې یا د یو حزبي نظامي افسر په کور کې د هغه د ښځې او ماشومانو خدمت وکړي او یا بیا خپل کلي او بانډې د توپک او راکټ تر خولې لاندې ونیسي.

ایا نن دا شونې ده چې د دوستم، محقق، فهیم، یاسیني، عثماني او اشرف غني زامن هم د نورو افغانانو په څیر عسکري خدمت ته ونیول شي او که نه د کلیو خوار، بې وسه او بې وزله ځوانان به د دې بهیر قربانیان وي او د چارواکو د زامنو به یوه پښه په کابل او بله په دوبۍ او ترکیه کې وي.

که په افغانستان کې عسکري خدمت بریالی وای نو خدای بښلی داود خان به په شهادت نه رسیده او یو نظام به په څو ساعتونو کې نه پر ګونډو کیده. افغانان به د عسکري له ویرې له کور او کلي څخه نه تښتیدل او افغانستان به د روس له خوا په دومره اساني نه اشغالیده.

افغانستان تر دې ناکامې تجربې تیر شوی او نه باید دا تجربه بیا په کې تکرار شي. دولت دې په اوسني سیسټم تمرکز وکړي او دومره اردو او پولیس دې جوړ کړي چې د ساتلو وس یې لري. نه دې ځوانان دې ته اړ کوي چې د عسکري له ویري ایران او پاکستان ته وتښتي او یا یې وینې په کورنیو جګړو کې تویه شي. دا مسله باید تر هغه پریښودل شي چې له افغانستان څخه وروستنی بهرنی عسکر ووځي، په نظام او ټولنه کې نسبي ثبات رامنځته شي، سمه سرشمیرنه او د نفوسو د احوال ثبت عملی شي او بالاخره د افغانستان پولي هم تر بشپړ کنټرول لاندې راوستل شي.