دکار ورکوونکو په اند تر ټولو مهم لس ټکي
17.01.2010 12:20مؤسسې، شرکتونه او اکثریت ادارې د کار غوښتونکو د ارزولو پر مهال لاندې ټکي په پام کې نیسي او دوی په دې اند دي چې زده کوونکي باید د خپلو زده کړو پر مهال دا شیان زده کړي.
۱. د کار اخلاق
• په خپله ځان هڅول او خوځول
• ریښتینولي او صداقت
• له وخت څخه سمه ګټه اخیستل
• پیسې سمې او پر ځای کارول
۲. فزیکي مهارتونو ته وده ورکول
• ځان روغ ساتل
• ښه ښکاره کیدل
• په دقیقه کې ۳۵ لغات ټایپول
• واضح نوټ اخیستل
۳. د خبرو له لارې د خلکو پوهول
• یو په یو مرکه کې ځلیدل
• ډلې یا ډلو ته د معلوماتو وړاندې کولو وړتیا
• انځوریز مرستندویه توکي سم کارول
۴. د لیکنې له لارې د خلکو پوهول
• ښه لیکنه
• د نورو د لیکنو کتنه او سمونه
• د لیکنې د کمپیوټري وسایلو کارول
• د اینټرنیټ له لارې د معلوماتو لیږل
۵. له خلکو سره مخامخ کار
• ښې اړیکې جوړول
• په ټیم او یا ډله کې کار کول
• نورو ته ښوونه
۶. پر خلکو اغیزه شیندل
• ګټور مدیریت
• د قانع کولو وړتیا
• ځیرک سیاست
• اغیزمنه رهبري
۷. د معلوماتو راټولول
• له کتابتونونو څخه ګټه اخیستل، په اینټرنیت کې پلټنه
• د مرکو ترسره کول
• د سروي څخه ګټه اخیستل
• د سوابقو کارول او ساتل
۸. داندازه ګیري وسایلو کارول
• د اعدادو، ګرافونو او جدولونو کارول
• د سپریډشیټ پروګرامونو کارول (لکه ایکسیل)
۹. د سمو پوښتنو پوښتل او ځوابول
• د چټیاتو کشفول
• جزیاتو ته پاملرنه
• د پوهې استعمال
• د کړنو، تګلارو او خلکو ارزول
۱۰. د ستونزو اوارول
• د ستونزو په ګوته کول
• د حل لارو موندل
• د حل لارو پلي کول
کریډیټ: بیل کوپلین