د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خطر زنګونه او د افغانانو نیمګړي امیدونه

عتیق ناشنا 08.11.2009 12:50

د اوباما له خوا د خپلو پوځونو د ویستلو ګواښ، د ګولډن براون ګوتڅنډنه، د ملګرو ملتونو له نیمایي څخه ډیرو نړیوالو کارکوونکو وتل او د ناټو په هیوادونو کې د ناټو د یو ناکام ماموریت په اړه تاوده بحثونه هغه نښې او نښانې دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ستړتیا او ناهیلي څرګندوي او له دې سره د افغانانو هغه امیدونه هم نیمګړي ښکاري چې د یو سوکاله او نسبتاً ښه امن لرونکي افغانستان لپاره یې په زړو کې ساتل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وینا ځیني افغانان په دې ناسم باور ځان غولوي چې ګواکې نړیواله ټولنه دلته سترایژیکې ګټې لري او د همدې ګټو د خوندیتوب لپاره به هرو مرو پاتې کیږي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي. رښتیا هم دا خبره غولوونکې ده، که د پنځو برتانوي پوځیانو وژنه په برتانیا کې دومره ستره غوغا جوړولی شي او په افغانستان کې د دوی د پوځیانو شتون په راتلونکو ټاکنو کې د واکمن ګوند بریا تر ګواښ سره مخ کولای شي، نو بیا به هم برتانیا وغواړي چې په افغانستان کې خپل شتون اوږد کړي. د کاناډا د پوځ مشر هم خپلو پوځیانو ته له افغانستان څخه د وتلو لپاره د مقدماتي تیاري نیولو امر کړی. د جرمني خو نور زړه خولې ته رارسیدلی دی.

که د افغانستان په اړه په واشنګټن کې روان بحثونه او دا ټولې خبرې سره راټولې او په منطقي ډول تحلیل شي، نو هر کس دې پایلې ته رسیدلی شي چې هیڅ امکان نه لري چې، د ټولو ستراتیژیکو ګټو سره سره، دې نړیواله ټولنه تر پنځو کلونو ډیره په افغانستان کې پاتې شي. ښه، پنځه کاله دې نور هم نړیواله ټولنه په افغانستان کې پاتې شي، پنځه کاله نور دې هم د دوی سخاوتمندانه مرستې دوام پیدا کړي، پنځه کاله نور دې هم د دوی له خوا زموږ پرمختیایي بودجه او د عادي بودجې یوه برخه تمویل شي. خو که افغان دولت همداسې ادامه پیدا کړي، همدا فهیم خان او هم دا فاروق خان وي، همدا اتمر خان او همدا عطامحمد خان وي، همدا محقق خان او همدا دوستم خان وي نو بیا به څه چل کیږي؟

بیا به په ۲۰۱۵ کال کې د اوسني رژیم فاسد واکدران او لوړ پوړي چارواکي په دوبۍ، کاناډا، امریکا، اروپا او منځنی اسیا کې وي، د دوی د پاتیشونو لنډه غرو ترمنځ به د هیواد په بیلابیلو برخو کې جګړه وي او پاکستان به خپل ساتلي مولایان او حزبیان میدان ته راوغورځوي او د هیواد ډیره برخه به پرې اشغال کړي، خپله زړه ډرامه به بیا پیل کړي او افغانان به د یو عجیبه تیښتې په حال کې وي. ښوونځي او کلینکونه به د قوماندانانو پر غوجلو او نظامي پوستو بدل شي او د افغانانو د ژوندي پاتیکیدو لپاره به کوکنار د یوازینۍ هیلې په توګه بیا خپل ګلونه وسپړي که پر هغو هم بهرنیان د هوا له لارې دوا ونه شیندي.

ځینې کسان کیدای شي له ماسره دا ونه مني خو هلته به خبر شي چې تارو جبې ته ورشي. زه دلته یو څو وړې او سترې بیلګې راوړم: په کابل، کارتینو کې د پولیسو په حوزه کې د پاسپورټ څانګه؛ تر ماموره نیولې بیا د زون تر امر ټول په یوه بوګنوونکي چور او بډو باندې داسې ګرم دې چې ګواکې ته به وای چې هره لحظه له دوی څخه د چور او بډو دغه چانس له لاسه وځي، د کابل په هره څلور لاره کې د ترافیکو پولیس د لارزنو په څیر سترګې غړوي چې د چا له جیبه پیسې ووهي ځکه چې حالات نامعلوم دې او تر کومه به دوی دا موقع ولري. بل لوري ته والایان، وزیران او معین صاحبان داسې بډې اخلي چې لږ تر لږه په یو پرمختللي هیواد کې د دوی او د دوی د اولادونو د اینده ژوند لپاره بسنه وکړي.

که رښتیا هم د کابل په کارتینو کې د پولیسو قوماندان، په لارو کې ولاړ ترافیک او په وزارتونو کې ناست وزیران او په ولایتونو کې ناست والایان په سلو کې ۵۰ هم پر دې باور وای چې دا سیسټم او دا دولت به دوام پیدا کوي او دوی او د دوی اولادونه به په دې خاوره کې ژوند کوي، دوی به داسې بډې اخیستلې، دوی به داسې چور کاوو او دوی به له خلکو سره همداسې سلوک کاوو؟ هیڅکله هم نه.

یوازې یو کار کولای شي چې د دې راروانې بدمرغۍ احتمال کم کړي او هغه هم د کرزي له خوا یو بې ساری جرأت او هوډ ښودنه ده. که کرزی پر خپلو خلکو باور وکړي، جنګسالارن تر پښو وغورځوي، د اداري فساد ریښې وچې کړي او د عوایدو کچه دومره لوړه کړي چې لږ تر لږه عادي بودجه تمویل کړي، نو داسې هیله کیدای شي چې که افغانان یو سوکاله ژوند ونلري لږ تر لږه به دې ته نه اړ کیږي چې بیا کډې بار کړي.

رښتیا هم چې څوک په تمه د سورو شي هغوی پاتې به میرو شي.