د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - اوومه برخه

محمدوصيل "پېروز" 17.10.2010 13:20

ژباړن : محمدوصيل " پېروز "
عبدالنبی :- خوبني اسرائيل اوهغه صحابه چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې ناسمه غوښتنه کړې دخپلې غوښتنې له وجې کافران نه شول .
عبدالله :- هو! هغوئ کافران نه شول ځکه پرخپله غوښتنه يې عمل ونه کړکه یې هروخت خپله غوښتنه عملي کړې وای اودپيغمبرله اطاعته یې لاس اخيستی وای اوپرخپل ناسم فکرتللي وای کافران کېدل . همدارازهغه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم منعه کړي ووکه يې دپيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم اطاعت نه وای کړی اوترنهې وروسته یې داکارکړی وای له اسلامه وتل .
عبدالنبی :- زه دلته حيران يم . له يوه لوري که داسامه رضی الله عنه اودهغه سړی کيسې ته چي ترمرګ وړاندي يې لااله الاالله ويلي وواودرسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې چي اسامه رضی الله عنه ته يې کړې وي : (يااسامه! اقتلته بعدماقال لااله الاالله) اې اسامه! اياتردې وروسته دي وواژه چي هغه (لااله الاالله) وويل؟ اوله بله لوري درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث رايادشي چي وايي : (امرت ان اقاتل الناس حتی يقولوالااله الاالله) يعني الله جل جلاله ماته امړی چي ترهغوله خلکوسره جګړه وکړم چي (لااله الاالله) ووايي . داوخت نه پوهېږم چي څرنګه دادوې قضيې ستاله خبروسره تطبيق کړم؟.
عبدالله :- څرنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له يهودانوسره وجنګېدی،دهمده صلی الله عليه وسلم يارانوله بني حنیفه سره جګړه وکړه اوعلی رضی الله عنه خپله يوه ملګرې ډله ژوندۍ په اوروسوځوله ، هماغه وخت هم يهودانو،هم بني حنيفه وواوهم دعلی رضی الله عنه همعصرودتوحيدکلمه ويله اوخپل ځانونه يې موحدين ګڼل . همدارازپوهېږو که څوک ددين له اصولواوياداسلام له ارکانولکه لمونځ اوقيامت څخه انکاروکړي کافر کېږي که څه هم دتوحيدکلمه وايي . دتوحيدمسئله هم همداسي ده هرکس چي يې رعايت ونه کړي اوويې نه مني هغه له اسلامه وزي اوکافردی . داسامه رضی الله عنه دکيسې په اړه بايدووايم چي هغه يوداسړی وواژه چي دمسلمان کېدلودعوه يې کوله خواسامه رضی الله عنه دافکروکړچي دادوېري اوځان ساتنې له کبله مسلمان کېږي نه دباوراواعتقادله مخې . پرهمدې بناداايت نازل شو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ (النساء : ۹۴)
ژباړه : اې مومنانو! کله چي دالله په لاره کي ګام ږدئ (کله چي جهادته ځئ) نوتحقيق کوئ .
ددې ايت مفهوم دادی چي که يوڅوک دتوحيدکلمه پرژبه راوړي نودهغه ځان اومال خوندي دی خوکه ددې برخلاف ثابت شونوتردې وروسته ورته دتوحيدکلمې لوستل هم ګټه نه شي رسولای اوداد(فتبينوا) مفهوم دی . که دمسلمان کېدلولپاره يوازي پرژبه دتوحيد دکلمې راوړل کفايت کوي نوبياهیڅ پلټنې ته اړتيانه شته په داسي حال کي چي الله جل جلاله دمسلمان کېدلولپاره له ظاهرپرته باطن هم معيارټاکلی دی . درسول الله صلی الله عليه وسلم ددې حديث مفهوم چي الله جل جلاله ماته امرکړی ترڅوترهغوله کفاروسره وجنګېږم څو(لااله الاالله) ونه وايي هم همدادی . هماغه پيغمبرچي اسامه ته څه وويل دخوارجوپه اړه يې ويلي دي : (اينمالقيتموهم فاقتلوهم) معنی داچي که موهرځای وموندل ويې وژنئ . حال داچي هغوئ دالله جل جلاله داسي عبادت کاوی چي کله به صحابه کرامو رضی الله عنهم دهغوئ عبادت وليدنودحقارت احساس به يې کاوی اوخپل ځانونه به يې ملامتول خوکله چي دتوحيداوشريعت خلاف چارې له دوئ څخه ترسره شوې د(لااله الاالله) ويل اوهغه ټول عبادات ددوئ دتکفيراوځان ومال دحلال کېدلومانع نه شول .
عبدالنبی :- خوله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوحديث روايت شوی چي داخرت په ورځ به انسانان ددې ورځې دعذاب له وېري له پيغمبرانوعليهم السلام څخه استعانة اواستغاثة کوي ، دالړۍ به له ادم عليه السلام څخه شروع څويې عيسی عليه السلام ته ورسوي په دې ترتيب سره : آدم ، نوح ، ابراهيم ، موسی ، عيسی اورسول الله صلی الله عليه وسلم خوټول پيغمبران به دې ته زړه نه ښه کوي اودابه له خپل توان څخه ډېر لوړګڼي تردې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به راشي اوله همده به استغاثة وکړي . داپه دې اړه دشرک پرعدم وجوددلالت کوي . اوس ماته ووايه چي ددې حديث په اړه دي نظرڅه دی؟.
عبدالله :- په اصل کي تامسائل په ښه ډول نه دي درک کړي اوپه خپل منځ کي يې سره ګډوې . زه وايم له يوه ژوندي اوحاضر څخه په داسي شيانوکي استغاثه کول چي دده په واک اوقدرت کي وي پروانه لري لکه قرآن کريم چي وايي :
فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ (القصص : ۱۵)
ژباړه : هغه چي دده پيروان ووددښمن په مقابل کي يې له ده دمرستې غوښتنه وکړه .
همدارنګه که يوانسان دجګړې په ډګرکي وي له ملګرودداسي څه چي په قدرت اوتوان کي وي استعانة اواستغاثة غواړي .
موږاستعانة اواستغاثة له مړواوياله هغوکسانوچي له موږڅخه غائب دي اوهمدارازپه هغوشيانوکي استغاثه چي ددوئ په قدرت کي نه دي اويوازي الله يې پرکولو قادروي ناسمه اوحرامه ګڼو. خلک هم دقيامت په ورځ پيغمبرانوته ورځي اوله هغوئ څخه غواړي چي الهي دربارته دعاوکړي څودوئ ددې سترې ورځې له عذابه خلاصون ومومي اوددې لپاره صالحانوکسانوته تلل چي هغه زمالپاره الهي دربارته دعاوکړي يوجائزکار دی لکه څرنګه چي صحابه کرامورضی الله عنهم درسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک ژوندکي داسي کړي دي خودرسول الله صلی الله عليه وسلم تروفات وروسته هيڅکله هم دهغه دقبرپرسرنه دي درېدلي اوله ده څخه يې داستغاثې غوښتنه نه ده کړې پرهمدې اساس سلفوصالحينودقبرونوپه څنګ کي دعاکول اودقبرونوڅښتنان شفيع ګرزول روانه دي ګڼلي .
نوربيا ...