د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - اتمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 23.10.2010 13:35

عبدالنبی :- ښه ، اوس به يوځل دابراهيم عليه السلام کيسې ته سرورښکاره کړو. کله چي کفارودی يوه ستراورته ورټېل واهه اوپه هواکي جبرائيل عليه السلام ورته راغی پوښتنه يې ترې وکړه اياڅه ضرورت اواړتيالرې؟ څوده ته خلاصون ورکړي خوابراهيم عليه السلام ترې هيڅ ډول مرسته ونه غوښتله نوکه ستاپه نظرله فرشتواستغاثه غوښتل حرام اوشرک ګڼل کېږي نوجبرائيل عليه السلام دڅه لپاره ابراهيم عليه السلام ته راغی اوده ته يې داوړانديزوکړ؟.
عبدالله :- داخبرې هم داسامه دحديث په څېردي . له يوه لوري داروايت هم صحيح نه دی خوکه بالفرض يې صحيح وګڼواوووايوچي جبرائيل عليه السلام ابراهيم عليه السلام ته راغی څوله ده سره مرسته وکړي لکه څرنګه چي قرآن کريم وايي :
عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (النجم : ۵)
ژباړه : هغه چي سترقدرت لري (جبرائيل امين) ده ته يې تعليم ورکړی دی .
په داسي حال کي که الله جل جلاله هغه ته اجازه وکړي دده په توان کي ووچي دابراهيم عليه السلام اوريې له منځه وړی وای اوپه دې کارکي دده په وړاندي هيڅ مانع نه وو داحالت داسي دی لکه يوشتمن سړي چي يوه فقيرانسان ته دمرستې اوکومک وړانديزکوي خوابراهيم عليه السلام دجبرائيل عليه السلام وړانديزونه مانه څويوازي دخپل خالق دمنت تربارلاندي وي اودخپل پروردګاردارادې په انتظارپاتي شو.
زمادوسته ! يوه مهمه خبره غواړم چي ويې کړم دوړاندينيوشرک دنن زمانې ترشرک دڅووجوهاتواولاملونوله کبله سپک وو.
لومړی :- هغوئ يوازي دامنيت ، قدرت اواسانۍ په وخت کي له الله جل جلاله سره شرک کاوی خودغم،مصيبت اومشکلاتوپه وخت کي يې خپل ايمان خالص اوپاکاوی اوله هرډول شرک څخه يې لاس اخيست په همداسي حالاتوکي يې يوازي له الله جل جلاله څخه دمرستې غوښتنه کوله اوخپل معبودان يې له ياده ويستل . الله جل جلاله په دې اړه داسي وايي :
فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ
(العنکبوت : ۶۵)
ژباړه : کله چي پرکښتيوسپاره شي الله جل جلاله په اخلاص رابولي (له ده پرته نور هېروي) خوکله چي الله جل جلاله دوئ وچې ته ورسوي اونجات ورکړي بيامشرکين کېږي .
ياداچي :
وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ (لقمان : ۳۲)
ژباړه : کله چي دوئ دسايوانونوپه څېرڅپې لاندي کړي ، دوئ الله رابولي اودين دده لپاره خاص کوي کله چي الله جل جلاله دوئ وچې ته وباسي نوځيني په دوئ کي منځلاري وي اوزموږله اياتونوله متکبراوناشکره پرته بل څوک انکارنه کوي .
خوزموږدزمانې مشرکان هم په راحت اوهم په مصيبت کي له غيرالله دمرستې اواستعانت غوښتنه کوي مثلاًديوې پېښي په ورځ درسول الله صلی الله عليه وسلم ، صالحانو،پيرانواونوروپه نومونودکومک غوښتنې کوي .
دويم :- درسول الله صلی الله عليه وسلم اودهغه ترزمانې وړاندي مشرکينودالله جل جلاله دعبادت ترڅنګ يوازي دپيغمبرانو،فرشتو،صالحانواوهغوډبروعبادت کاوی چي په هيڅ حالت کي هم دګناه نښه نه ګرزي خودنن زمانې مشرکين له ښه وبد،صالح اوفاسق څخه استغاثه اواستعانه طلبوي که څه هم په خپلوسترګودهغوئ فسق اوفجوروويني .
درېيم :- وړاندينيومشرکينوصرف په عبوديت اوالوهيت کي له الله جل جلاله سره شريک نياوی خودنن ورځې مشرکين په ربوبيت کي هم له الله جل جلاله سره دشريک نيولو په لټه دي دبېلګي په ډول طبيعت دنياته دراتللواوتللوعامل ګڼي دې ته ورته نورکفري خيالونه هم دي خوهيڅ کس هم په دې ته ورته شيانوکي فکرنه کوي ترڅوله داسي خطرناکو افکاروخوندي پاتي شي .
يوه بله مهمه خبره چي تاته يې بايدوکړم : زه خپلې خبرې پردې ستره مسئله پای ته رسوم چي دتوحيدبشپړمفهوم په خوله اقرار،په زړه تصديق اودبدن په غړوعمل دی که يو څوک دتوحيدپه مفهوم پوه شوی خوبياهم عمل پرې ونه کړي نوهغه سرکښ اوکينه کښ کافردی لکه فرعون اوابليس دلته بايديادونه وکړم چي ډېرخلک شته چي حق يې پېژندلی خودبېلابېلودلايلوله مخې پرحق عمل نه کوي همدارازدکفرمشران حق ښه پېژنې خوددنيا دفاني متاع په هيله له حق څخه مخ اړوي اودباطل لارغوره کوي اودخپل عمل لپاره مختلف توجيهات هم کوي .
قرآن کريم دداسي کسانوپه اړه وايي :
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (المنافقون : ۲)
ژباړه : هغوئ خپل قسمونه ډال کړي دي څوخلک دالله له لارې واړوي دوئ ډېربد کارونه ترسره کوي .
که يوڅوک په ظاهره پرتوحيدعمل کوي خوپه حقيقت کي يې درک کړی نه وي اوورته معتقدنه وي هغه منافق دی، منافق ترکافربداوشریې ترزيات دی ، الله جل جلاله وايي :
الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (النساء : ۱۴۵)
ژباړه : منافقين دجهنم په ټيټوطبقوکي دي اوهيڅکله به مرستندوی ونه مومي .
همدامسئله ده چي نن سباپه خلکوکي عامه ده اوپه قول عمل سره يې ښکارګرزي . يوه ډله حق پېژني خودادقارون پيروان له دې وجې حق ته غاړه نه ږدي چي سبابه ورته دګټې پر ځای زيان ورسېږي،يوه بله ډله بيادخپل مقام اومرتبې دساتنې لپاره دحق له منلوسرغړاوی کوي اويوه بله ډله هم له حق څخه انکارکوي خودامن موندلواوګټې په هيله هغوئ په ظاهره دحق منلوته غاړه ږدي .
نوربيا ...