د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - څلورمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 06.10.2010 21:17

ژباړن : محمدوصيل پېروز
عبدالنبی :- خوزه يوازي دالله جل جلاله عبادت کوم له صالحانواونېکانوڅخه مرسته غوښتل دهغوئ عبادت نه بولم .
عبدالله :- زه له تايوه پوښتنه کوم ، اياباورلرې چي الله جل جلاله موږته امرکړی چي هرډول عبادت يوازي الله جل جلاله ته وکړو؟ داسي لکه چي الله جل جلاله په قرآن کي وايي :
وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء (البينة : ۵)
ژباړه :دوئ له دې پرته په بل څه نه ووامرشوي چي صرف دالله عبادت وکړي اودین یوازي الله ته ځانګړی کړي اودحق پلوي وکړي .
عبدالنبی :- هو! داکاريې پرموږفرض کړی دی .
عبدالله :- ښه، زه له تاغواړم په عبادت کي چي کوم اخلاص الله جل جلاله پرتافرض کړی دی هغه ماته توضيح کړې .
عبدالنبی :- نه پوهېږم چي ستاله دې پوښتنې هدف څه دی؟.
عبدالله :- ښه ، نوماته غوږونيسه چي درته توضيح يې کړم . الله جل جلاله په قرآن کريم کي وايي :
ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (الأعراف : ۵۵)
ژباړه : خپل رب په عاجزي اوپټه دربولئ بې شکه الله جل جلاله تېري کوونکي نه خوښوي .
اوس له تاپوښتم چي دعادالله جل جلاله خاص عبادت دی که ...؟.
عبدالنبی :- هو! لکه چي په مسنداحمداوابوداؤدکي راځي : (الدعاء هوالعبادة) يعني دعاعين عبادت دی . دعاپه عباداتوکي مهم ځای لري .
عبدالله :- ته چي معتقديې دعادالله جل جلاله خاص عبادت دی اودخپلې دعادقبلونې لپاره شپه اوورځ په وېره اواميدسره داعمل ترسره کوې اوهغه وخت چي په خپله دعاکي فرشته،پيغمبراوصالح بنده چي په خپل قبرکي ارام کوي وسيله کړې ،راته ووايه چي عبادت کي دشرک ښکارنه شوې؟.
عبدالنبی :- هو! په حقيقت کي دشرک ښکارشوی يم . ستاخبره په بشپړډول سمه ده .
عبدالله :- يوبل مثال ته هم غوږشه . الله جل جلاله وايي :
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (الکوثر: ۲)
ژباړه : نويواز ي دخپل رب لپاره لمونځ اوقرباني کوه .
اياته ذبح اوقرباني عبادت بولې که نه؟.
عبدالنبی :- هو! عبادت دی .
عبدالله : پرهمدې بناکه دالله جل جلاله په مخلوقاتوکي دچالپاره داعمل ترسره کړې نواياله الله جل جلاله سره دي شرک وکړکه نه؟.
عبدالنبی :- هو! له شک پرته داکارشرک دی .
عبدالله :- مادعااوذبح تاته دمثال په توګه وړاندي کړل ځکه دعاسترقولي عبادت اوذبح سترفعلي عبادت دی خوعبادات يوازي په دې دووشيانوکي رامنحصرنه دي نور مسائل لکه نذر،قسم،استعاذه،استجابت اونورهم رانغاړي . له تاپوښتم ايادقريشو مشرکانودفرشتو،صالحوبندګانو،دلات اوعزی دبت عبادت کاوی؟.
عبدالنبی :- هو! هغوئ يې عبادت کاوی .
عبدالله :- خودهغوئ عبادات يوازي په ذبح،دعا،استعاذه،استعانت اوددعاپه ايجابت کي رامنحصرووهغوئ داباوراوايمان درلودچي دوئ ټول دالله جل جلاله بندګان اودهغه ترقدرت لاندي دي،هغوئ معتقدول چي يوازي الله جل جلاله دنړۍ چارې ترسره کوي . خپل بتان اومعبودان يې يوازي له دې کبله لمانځل چي دالله جل جلاله په نزدددوئ شفيعان وي .
عبدالنبی :- اياته دپيغمبرصلی الله عليه وسلم له شفاعت څخه انکارکوې؟.
عبدالله : نه! ، زه ترې انکارنه کوم بالعکس داوايم چي پيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم دالله په وړاندي دخپل امت شفيع دی زموږهيله ده چي شفاعت يې زموږپه نصيب هم شي خوپه دې پوه شه چي هرډول شفاعت دالله له لوري دی لکه چي قرآن په دې اړه وايي :
قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا(الزمر: ۴۴)
ژباړه : ورته ووايه : هرډول شفاعت دالله له لوري دی .
هیڅوک نه شي کولای چي شفاعت وکړي خوچي الله جل جلاله اجازه ورته وکړي :
مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ (البقرة : ۲۵۵)
ژباړه : څوک دی چي دده په نزددالله له اجازې پرته شفاعت وکړي؟.
شفاعت هم يوازي دهغوکسانوپه برخه کېږي چي الله جل جلاله ترې راضي وي .
وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلاَّ لِمَنِ ارْتَضَى (الأنبياء : ۲۸)
ژباړه : اودوئ شفاعت نه کوي مګردهغه چاچي الله ترې راضي وي .
الله جل جلاله له هيڅ سړي ترهغونه خوشاله کېږي څوچي يې بشپړه توحيدي اواسلامي عقيده منلې نه وي :
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (آل عمران : ۸۵)
ژباړه : څوک چي له اسلام پرته بل دين انتخاب کړي له هغه څه به قبول نه شي اودی په اخرت کي له زيانکارانوڅخه دی .
پرهمدې بنابايدشفاعت يوازي له الله جل جلاله څخه وغواړواوداسي ووايو: اې الله! مادخپل پيغمبرله شفاعت څخه مه بې برخې کوه اوزماشفيع يې وګرزوه .
نوربيا ...