د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - شپږمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 14.10.2010 12:42

ژباړن : محمدوصيل " پېروز"
عبدالنبی :- دابايدپه نظرکي ولرې چي هيڅ يې دتوحيدکلمه منله نه ، درسول الله صلی الله عليه وسلم له نبوته اودقيامت له ورځې يې انکارکاوی ، هغوئ قرآن کريم سحرګاڼی خوموږدهغوئ برخلاف توحيدمنو،درسول الله صلی الله عليه وسلم پرنبوت،دقيامت دورځې پرحساب وکتاب اودقرآن کريم پرحقانيت ايمان لرو،لمونځ کوو،روژه نيسو،زکات ورکووپه داسي حال کي څه ډول موږدهغوئ په څېريو؟.
عبدالله :- ټول علماء اوددين بزرګان پردې اتفاق سره لري چي که يوڅوک درسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت ومني خوپيغام اودستوريې قبول نه کړي مرتداوکافردی . همدارازپرځيني قرآن ايمان لري اوله ځيني کافروي،ياتوحيدمني خولمونځ نه مني،ياپر توحيداولمانځه اقرارکوي خودزکات له وجوبه منکروي،ياپردې ټولواقرارکوي خودروژې منکروي،ياخودې ټولوشيانوته معتقدوي خودالله جل جلاله دکورله حجه منکروي ، الله جل جلاله دهغوکسانوپه اړه چي درسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي يې دحج له کولوډډه کوله داسي وايي :
وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ
(آل عمران : ۹۷)
ژباړه : دالله لپاره پرهغوخلکودبيت الله حج دی چي توان يې لري اوکه هرڅوک کفر وکړي (دحج له فريضې انکاروکړي) نوبې شکه الله جل جلاله له ټولونړۍ والوبې نيازه دی .
که هرڅوک دقيامت له ورځې منکرشي دټولوعلماؤپه اتفاق اواجماع سره کافردی اوقرآن په څرګنده ويلي چي که څوک دقرآن پريوه برخه ايمان لري خوله بلې برخې منکروي کافردی . پرهمدې بنسټ بايدداسلام اوقرآن ټول احکام اواصول په بشپړډول سره له هرې مستثنی پرته ومنل شي اياته دې اصل ته معتقديې که ...؟.
عبدالنبی :- هودااصل منم ځکه الله جل جلاله دااصل په قرآن کي په ښه ډول بيان کړی دی .
عبدالله :- اوس چي ته پردې نه ماتېدونکي اصل ايمان لرې په دې هم بايدښه پوه شې چي توحيدترټولوستره فريضه ده چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرخپلوپيروانوواجبه کړې ده . دتوحيدمسئله ډېره مهمه اوترلمانځه ، زکات، روژې اوحج ټولولويه ده نوڅرنګه ممکنه ده چي له دې اموروله يوه څخه په منکرکېدلوسړی له اسلامه وزي اوکافرکېږي خوکه يوسړی درسول الله صلی الله عليه وسلم پرراوړوټولوشيانوعمل وکړي خوله توحيدڅخه چي داثبات لپاره يې ټول پيغمبران مبعوث شوي دي انکاروکړي نه کافرکېږي؟!!! . دلته ستاجهل دډېري حيرانۍ وړدی ، بل پلودرسول الله صلی الله عليه وسلم ياران له بني حنيفه سره په داسي حال کي په جګړه اخته شول چي دتوحيدکلمه يې لوستله،درسول الله صلی الله عليه وسلم پرنبوت يې اقرارکاوی،لمنځونه يې کول اواذان يې کاوی .
عبدالنبی :- مګرهغوئ دمسيلمه کذاب پردعوه ايمان درلودخوموږباورلروچي له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته هيڅ پيغمبرنه راځي .
عبدالله :- خوتاسوهم دانبياوو،علی کرم الله وجهه،عبدالقادرګيلاني رحمه الله ، صالحواونېکوخلکوپه اړه دومره مبالغه کوئ چي هغوئ موترالله تعالی لوړکړي دي که داسي وي چي يوڅوک انسان ترنبي کريم صلی الله عليه وسلم لوړوګڼي کافردی اودهغه ځان ومال حلال دی،شهادتين اولمنځونه هم هيڅ ګټه نه ورته کوي نوپه داسي حال کي دهغه سړي مال اوځان په اولی طريقه سره روادی چي يوانسان ترالله جل جلاله لوړګڼي . له بله پلوه کوموکسانوچي دعلی رضی الله عنه دپلويتوب دعوې کولې هغوئ هم مسلمانان وواودده همعصره ووبل لورته چي علی رضی الله عنه کوم کسان اورته واچول مسلمانان اودده ملګري ول،له صحابه کرامورضی الله عنهم څخه يې علم ترلاسه کړی ووخوکله چي دهغو غلطيوښکارشول لکه تاسوچي يې دعلی رضی الله عنه اوعبدالقادرګيلاني په اړه ښکارشوي ياست نوکه داکفرنه وي نوصحابه کرام رضی الله عنهم څرنګه دخپلې زمانې کسان په کفرتورنوي؟ اياته دافکرکوې چي صحابه کرامورضی الله عنهم دي پرمسلمانانودکفرټاپې وهلې؟ که داولياووپه اړه هغې عقيدې ته قايل نه وولکه تاسوچي يې عبدالقادرګيلاني رحمه الله ته ورکوئ ؟ همداعقيده دعلی رضی الله عنه په شان کي درلودل کفردی .
دلته به داپوښتنه کېږي چي وړانديني خوله دې وجې کافران شول چي هغوئ خوله شرک پرته دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له نبوت،دقرآن کريم له حقانيت اودقيامت له ورځې منکرشول . ددې پوښتنې په ځواب کي بايدوویل شي چي دمرتددهغومباحثوهدف څه دی چي دهرمذهب علماووپه تفصیل سره بیان کړي دي؟ هغوئ په دې باب کي ګڼ شمېرمسئلې راوړي چي هره يوه دسړي دکفراوځان ومال دحلال کېدلوسبب ګرزي،ان هغوئ دومره لوی ګام اخیستی اوډېري کوچنۍ مسئلې لکه په خوله دداسي کلمې ویل چي دالله جل جلاله دقهرسبب ګرزي که څه هم له زړه څخه نه وي اودګپې وشوخي په ډول وي په دې ډلې کي داخلې بللې دي،ځکه الله جل جلاله يې په اړه وايي :
قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ
(التوبة : ۵۶ ، ۶۶)
ژباړه : ورته ووايه : اياتاسوپه الله،دهغه په اياتواوپيغمبرټوکي کوئ؟ عذرمه کوئ تاسوله ايمان وروسته کافران شواست .
ديادونې وړده چي داايات دهغوصحابه کرامورضی الله عنهم په اړه نازل شوچي يوه خبره يې دټوکي په ډول کړې وه چي هغه دالله اودهغه درسول دقهرسبب شوه اوداايت نازل شوڅواعلان وکړي چي هغه څوکسان دهغې خبرې دکولوله کبله کافران شوي دي . له بل پلوه الله جل جلاله بني اسرائيل ددوئ له ايمان سره سره ملامت کړل چي له موسی عليه السلام څخه يې دملموس معبودغوښتنه کړې وه . رسول الله صلی الله عليه وسلم هم دهغو صحابه ووپه ځواب کي چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه یې دذات انواطي (يوه ونه چي تبرک په غوښتل کېږي) وويل : داهماغه غوښتنه ده چي بني اسرائيلوله موسی عليه السلام څخه کړې وه اوويلي يې وو:
اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ (الأعراف : ۱۳۸)
ژباړه : موږته هم داسي معبودان وټاکه لکه دوئ چي يې لري .
رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه صحابه له داډول غوښتنوڅخه منعه کړل .
نوربيا ...