د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - لسمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 30.10.2010 23:17

اې زمادوسته! له منان رب څخه غواړم دهغونصيحتونواوددې دوستانه اوصادقه لارښوونوپه خاطرچي ماته دي وکړې اوزه دي له دې هلاک کوونکواوباطلوافکاروخلاص کړم تاته اجرعظيم اونېکه بدله درکړي .
زمادوسته ! دوروستيوخبروپه توګه له تاغوښتنه کوم چي په ترتيب سره څوداسي شيان راته بيان کړه چي په ډډه کولوسره يې زه سوکر(خالص) موحدشم .
عبدالله :- نوربيان ته اړتيانه شته تاته چي مي څه غوښتل هغه مي درته وويل خوبياهم زمادوسته! زماخبروته ښه غوږونيسه ! .
* په متشابهاتواوهغواختلافي اموروکي له ښکېلتياډډه وکړه چي په قرآن اوسنت کي يې وجودنه وي . په داسي مسائلوکي دفتنه اچوونکوچي ددوئ په ويناله تأويل پرته هيڅ هدف نه لري پيروي مه کوه ځکه دمتشابهاتوپه اصل مفهوم اوتأويل له الله جل جلاله پرته هيڅوک نه پوهېږي . کوم مومنان چي راسخ اوکلک ايمان لري هغوئ په ډاګه داوايي :
آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا (آل عمران : ۷)
ژباړه : موږايمان پرې راوړوټول زموږدرب له لوري دي .
ددې مسئلې په اړه درسول الله صلی الله عليه وسلم يوڅواحاديثوته هم غوږشه .
(( دَعْ مَايَرِيبُکَ اِلَی مَالايَرِيبُکَ )) (احمدوالترمذي)
ژباړه : په کوم شي کي چي دشک اوترديدښکاريې ځان ترې ساته اوپرکوموچي يقين لرې قبلوه يې .
((فـَمَنِ اتَّقـَی الشّـُبُهَاتَ اسْتَبْرَأَلِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ ، وَمَنْ وَقـَعَ فِی الشّـُبُهَاتِ وَقـَعَ فِی الْحَرَامِ )) ( متفق عليه )
ژباړه : هرڅوک چي ځان په دين کي له شبهاتووساتي هغه ايمان اوعزت وساتی اوهر څوک چي په دين کي دشبهاتوښکارشوهغه په حرامومبتلاشو.
(( وَالْاِثْمُ مَاحَاکَ فِیْ صَدْرِکَ وَکَرِهْتَ اَنْ يَّطْلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ .)) (صحيح مسلم)
ژباړه : ګناه هغه ده چي ستاپه زړه کي شک پيداکړي اوته په هغه دخلکوخبرېدل بدوګڼې .
((اسْتَفْتِ قَلْبَکَ وَاسْتَفْتِ نَفْسَکَ – ثَلاَثَ مَرَّاتٍ – اَلْبِرُّمَااطْمَأَنَّتْ اِلَيْهِ النَّفْسُ وَالْاِثْمُ مَاحَاکَ فُی النَّفْسِ وَتَرَدَّدَفِی الصَّدْرِوَاِنْ اَفْتَاکَ النَّاسُ وَاَفْتَوْکَ . ))
ژباړه : ستاله زړه اونفس څخه پوښتنه وکړه (درې ځله يې وويل) نېکي هغه څه ده چي روح پرې ارامېږي اوزړه پرې ډاډمن کېږي اوګناه داسي شی ده چي په زړه کي خارش پيداکوي اوپه سينه کي دشک ايجادکوي که ټول خلک ستادزړه دپټ احساس پرخلاف فتوی ورکړي نوپرفتوی يې اعتمادمه کوه .
* دهوس له تابعيت اوپيروۍ څخه ډډه وکړه . قرآن دداسي کسانوپه اړه وايي :
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ (الفرقان : ۴۳)
ژباړه : ایاهغه کس دي وليدچي خپل نفس يې معبودګرزولی؟.
* له انسانانواوله هغوافکاروسره چي وړانديني اوتېرخلک پرې پيداشوي بايدله تعصبه څخه ډډه وشي ځکه داحقيقت ته په رسېدنه کي مانع ګرځي . حقيقت دمومن ورکه ده هرځای چي يې ومومي ترنورويې دی وړدی .
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ (البقره : ۱۷۰)
ژباړه : کله چي دوئ ته وويل شي : دهغه څه پيروي وکړئ چي الله جل جلاله نازل کړي . وايي : نه ! موږدهغه څه پيروي کووچي موږپرې خپل پلرونه موندلي دي که څه هم ددوئ پلرونه په څه نه پوهېدل اوهدايت شوي نه وو.
* دکفاروپه څېرله ځان جوړولوډډه وکړه ځکه همدادهرې بدمرغۍ پيل دی (مَنْ تَشَبّـَهَ بِقـَوْمٍ فـَهُوَمِنْهُ ) (ابوداؤد) هرڅوک که له يوقوم (له يونژاد،له يوې طبقې،له يوې ټولنې ، له يوه مسلک ، له يوې ډلې) سره تشبه وکړه ، دهغوئ دادابو،عاداتواورسوماتوتقليديې وکړهغه له هغوخلکوڅخه دی .
* له الله جل جلاله پرته پربل چاتوکل اواعتمادمه کوه .
وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق : ۳)
ژباړه : که څوک پرالله جل جلاله توکل وکړي (همده ته يې وسپاري الله ) ددې سړي دکارکفايت کوي .
* دمخلوق اطاعت مه کوه چي دخالق معصيت ته دي وربولي . (لاَطَاعَةَ لِمَخْلُوْقٍ فِی مَعْصِيَةِ الْخَالِقْ .)
* الله جل جلاله ته دسوء ظن له نسبت څخه پرهېزوکړه .
(اناظن عبدی بی )
پرماچي دبنده څرنګه ګومان وي زه هغه ډول يم .
* هيڅکله هغه کړۍ مه په لاس کوه چي دبلاګانواويانوروبديودمخنيوي لپاره پرلاس تړل کېږي .
* له هرډول نوشتوچي دنظربدلپاره ځړول کېږي پرهېزکوه ځکه (مَنْ تَعَلقَ شَيْئاًوُکِلَ اِلَيْهِ) (احمدوالترمذي) معنی که څوک يوشی دنظربداويابلې بلالپاره وځړوي (الله جل جلاله دهغه سړي له ساتنې لاس اخلي) اوساتنه يې هماغه شي ته سپاري .
* هيڅکله هم له ډبرو،ونو،قبرونواو... څخه تبرک مه طلبوه .
* له فال اچولواوداسي نوروشيانوپرهېزوکړه (الطيرة شرک ، الطيرة شرک ، الطيرة شرک ) (احمدوابوداؤد) معنی فال اچول شرک دی ، فال اچول شرک دی ، فال اچول شرک دی .
* هغه ساحران اوتالې پېژندونکي چي په علم غيب دپوهېدلودعوه کوي اوډېری وخت په ورځپاڼوکي دکال مياشتې په يولړجدولونوکي چاپوي ، وروسته تبليغات کوي چي له دې لارې دوئ دانسانانوپه سعادت اوشقاوت پوهېدلای شي باورپرې مه کوه ځکه داشرک دی .
* هيڅکله هم دباران کولونسبت دموسمونوستوروته مه کوه داکارونه يوازي الله کوي له دې پرته پربل څه اعتقادشرک دی .
* له الله جل جلاله پرته په بل شي سره لوړه (قسم) مه کوه ځکه په يوه حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : (من حلف بغيرالله فقدکفراواشرک) (احمدوابوداؤد) معنی که يوڅوک په غيرالله قسم وکړي هغه کافراويامشرک دی لکه يوڅوک چي په محمدصلی الله عليه وسلم ، علی کرم الله وجهه ، امانت ، ژوند،زمانه اونوروسره قسم کوي .
* وخت ، باد،لمر،ګرمي اوياتودوخي ته له ښکنځلوکولوډډه وکړه ځکه داپه حقيقت کي ددوئ خالق ته بدويل دي .
نوربيا ...