د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - پنځمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 10.10.2010 18:59

ژباړن : محمدوصيل " پېروز"
عبدالنبی :- ماوړاندي ومنله چي موږبايدله الله جل جلاله پرته له چاڅه ونه غواړوچي تملک اوتوان يې نه لري خودشفاعت حق يې خپل پيغمبرته ورکړی دی، پرهمدې بناهغه ددې حق څښتن دی اودشفاعت کولوتوان پکي شته نوکولای شوچي له ده څخه شفاعت وغواړواوداشرک نه ګڼل کېږي .
عبدالله :- که الله جل جلاله موږپه څرګنده له دې کاره نه وای منعه کړي نوستاخبره سيي وه . الله جل جلاله په قرآن کريم کي وايي :
فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا (الجن : ۱۸)
ژباړه : هيڅوک له الله جل جلاله سره مه دربولئ .
دشفاعت طلب دعاده اوپيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم ته دشفاعت حق ورکول شوی دی خوموږله الله جل جلاله پرته دشفاعت له طلب اودعاڅخه منعه شوي يو. همدارازشفاعت يوامتيازدی چي الله جل جلاله فرشتو،اولياؤاوافراطو(هغه ماشومان چي تربلوغ وړاندي وفات شوي دي) ورکړی دی نوکولای شوچي له دوئ څخه دالله جل جلاله په دربارکي دشفاعت غوښتنه وکړو. په دې صورت کي بيادصالحانواونېکانوهماغه عبادت ته ورګرزوچي دقريشومشرکين پرې ول . اوس که همدامسئله دفرشتواوصالحانوعبادت ومنودقرآن کريم هغه اياتونه چي موږله دې کاره منعه کوي نه مودي منلي اوکه داسي ونه کړونوستاخبره باطلېږي . الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دشفاعت حق ورکړی دی نوکولای شي چي له الله جل جلاله دشفاعت غوښتنه وکړې .
عبدالنبی :- خوماله الله جل جلاله سره شرک نه دی کړی اوله صالحانواواولياووڅخه کومک غوښتنه شرک نه ګڼم .
عبدالله :- اياباورلرې چي الله جل جلاله شرک حرام کړی اوهغه يې سترجرم اوترزنايې کرغېړن عمل ګڼلی دی اواعلان يې کړی چي زه يې نه بخښم؟.
عبدالنبی :- هو! الله جل جلاله په واضحواوڅرګندوټکوکي ويلي دي .
عبدالله :- ښه، همدااوس تاله الله جل جلاله سره له شرک کولوځان پاک کړخواياکولای شې چي له الله جل جلاله سره هغه شرک چي تراوسه يې لاته نښه نه يې ګرزېدلی اوځان ترې پاک ګڼې ماته توضيح کړې؟.
عبدالنبی :- شرک دادی چي دبوتانوعبادت وکړو،له هغوئ څه وغواړواوهغوئ ته هيله واميدولرو.
عبدالله :- ښه ، ماته ووايه چي دبوتانودلمانځنې اوعبادت معنی څه ده؟ ايافکرکوې چي دقريشوکفاردې ته معتقدووچي داډبرې اولرګي پيداکول کولای شي،روزي ورکولای شي اودنړۍ چارې سمبالوي؟ لکه څرنګه چي ماوويل هغوئ داسي کومه عقيده نه لرله .
عبدالنبی :- زه هم داسي کوم باوراوعقيده نه لرم . زه وايم هغه چي پرقبرونويې ډبرې اونورشيان درولي هغوئ ته ذبح اوقرباني کوي،هغوئ الهي دربارته دنژدېکت وسيله ګڼي اوله الهي قهره څخه دځان ساتنې لپاره يې پناه ځای بولي له الله جل جلاله سره شرک کوي اودادبوتانوهماغه عبادت دی چي زمامقصددی .
عبدالله :- خوداهماغه کارونه دي چي تاسويې پرمزارونواوقبرونوترسره کوئ . ماته ووايه اياستامقصددادی چي دبوتانوعبادت شرک دی خوپرصالحانوتوکل،استعانت اوترې ددعاداجابت غوښتنه شرک نه ګڼل کېږي؟.
عبدالنبی : هو! زماهدف همدادی .
عبدالله :- خوهغه اياتونه چي الله جل جلاله پکي پرپيغمبرانواوصالحانوتوکل،فرشتو ته عاجزې اونورڅه حرام کړي اوهغه کسان چي ددې کارمرتکب کېږي هغوي یې کافرګڼلي څه په کوې؟.
عبدالنبی :- هغه چي فرشتې اوپيغمبران يې رابلل يوازي له دې وجې کافران شول چي فرشتې یې دالله جل جلاله لوڼې اوعيسی عليه السلام وعزيرعليه السلام یې دالله جل جلاله زامن وګڼل خوموږداسي نه وايوچي عبدالقادرګيلاني رحمه الله دالله جل جلاله زوی اوزينب رضی الله عنهایې لورده .
عبدالله :- الله جل جلاله ته دکفرنسبت کول جلاکفردی . قرآن ددې ادعاپه ردکي وايي :
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 (الاخلاص : ۱ ــ ۳)
ژباړه : ورته ووايه : الله يودی،الله بې نيازه دی،نه زېږېدلی اونه ترې زېږېدلي دي .
هرڅوک چي الله جل جلاله ته ددې نسبت وکړي هغه کافردی .
همدارازالله جل جلاله په يوبل ځای کي وايي :
مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ (المؤمنون : ۹۱)
ژباړه : الله هيڅکله دځان لپاره زوی نه دی غوره کړی،له ده سره بل معبودنه شته که داسي وای هرالله به خپل مخلوقات تدبيراواداره کول اويوپربل به دفوقيت غوښتونکي وو.
موږوينوچي الله دداسي کفراوډېرومعبودانوته داعتقادترمنځ هيڅ توپيرونه کړ. له يوه لوري کفارودلات عبادت کاوی چي نېک سړی تېرشوی ووخوهغه يې دالله جل جلاله زوی نه بالی ،همدارازکوموکسانوچي دجن عبادت کاوی هغوئ هم الله جل جلاله ته زوی نه ثابتاوی . څلورمذهبونه دمرتدپه حکم کي په يوه خوله دي چي که څوک الله جل جلاله ته زوی ثابت کړي اوياشرک وکړي هغه مرتددی نووينوچي دوئ هم ددې دوومفکوروترمنځ هيڅ ډول توپيرته قائل نه دي .
عبدالنبی :- خوالله جل جلالله دصالحانواواولياؤپه اړه وايي :
أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (یونس : ۶۴)
ژباړه : خبردار! دالله جل جلاله پراولياوونه خوف اونه غم شته .
عبدالله :- موږهم دالله جل جلاله په نزددهغوئ پرمقام اومرتبه ايمان لروخوداددې دليل نه شي کېدای چي موږيې عبادت وکړوزه داوايم چي دوئ بايدله الله جل جلاله سره په استعانت اواستغاثه کي شريک نه شي . زه هم دې ته معتقديم چي ددوئ بايداحترام اوعزت وشي . يوازي اهل بدعت به يې له مقام اومرتبې څخه انکارکوي . دالله جل جلاله دين ميانه رواودحق وهدايت دين دی چي افراط اوتفریط پکي باطل شوي دي .
نوربيا ...