شاته

افغانستان په لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لاره وموندله

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام سیالیو ته د رسیدلو په وروستۍ لوبه کې د قرغیزستان ټیم ته د پنځه په دریو ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او ددغو لوبو وروستیو سیالیو ته یې لاره وموندله.

د افغانستان د فوټسال کمیټې په یوه اعلامیه کې د افغانستان خلکو او د فوټسال لوبغاړو ته ددې بري مبارکي ورکړې او ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم نړیوال جام ته لاره مومي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د یکشنبې د ورځې د غرمې دمخه اپریل ۲۸ (ثورنهم) په تایلنډ کې د قرغیزستان ملي ټیم سره مخامخ شو، چې په پایله کې د دریو په مقابل کې په ۵ ګولونو دا لوبه وګټله.

ددې لوبې درې ګولونه د امید فقیري، امید کاظمي او مهدي نوروزي له خوا ووهل شو او مهران غلامي هم د افغانستان لپاره د قرغیزستان د ملي ټیم پر وړاندې دوه ګلونه ووهل.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام په نیمه وروستۍ سیالۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې عراق ته د ۳ ګلونو په مقابل کې په ۵ ګولونو ماتې ورکړې وه.

د عراق سره په سیالۍ کې اکبر کاظمي، فرزاد محمودي، جواد صفري هر یو، د افغانستان لپاره یو، یو ګول وهلی و، خو مهران غلامي په دغه سیالۍ کې هم د خپل هیواد لپاره دوه ګولونه وهلي وو.

د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې له ۱۴ څخه د اکتوبر تر ۶ پورې په اوزبیکستان کې ترسره کیږي.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې به ۲۴ ټیمونه برخه واخلي. افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجیکستان د هغو ټیمونو په ډله کې دي چې په لومړي ځل یې دغه جام ته لاره موندلې ده.

فورم \ دبحث خونه