د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې (دويمه برخه)

محمدوصيل "پېروز" 29.09.2010 09:51

ژباړن : محمدوصيل " پېروز"

لومړۍ برخه دلته ولولئ

عبدالله :- تردې عجيبه لاداچي الله جل جلاله خپل ګران پيغمبرصلی الله عليه وسلم خپل قوم ته ولېږي چي دالله جل جلاله عبادت يې کاوی،حج يې پرځای کاوی، نفقې يې کولې خوستونزه يوازي په دې نکته کي وه چي هغوئ دالله جل جلاله رسولان لکه عيسی عليه السلام ، صالحان اونېک بندګان الله جل جلاله ته دنژدېکت په ډول وسيله کول او هغوئ يې الله تعالی ته خپل شفاعت کوونکي ګڼل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ددوئ په منځ کي مبعوث شوچي دابراهيم عليه السلام حنيف دين ته يې راوګرزوي، هغوئ وپوهوي چي تقرب اوشفاعت يوازي دالله تعالی دي له ده پرته ددې مقام هيڅ څښتن نه شته اوهمدی يوازي ددې جهان خالق دی،يوازي همدې دی چي ټولومخلوقاتوته روزي ورکوي اوټول اسمانونه،ځمکه،هغه چي په هغوکي دي اوهغه خدايان چي عبادت يې کېږي يوازي دلاشريک الله جل جلاله په ولکه اواحاطه کي دي .

عبدالنبی :- داخبره ډېره مهمه اوحيرانوونکې ده چي ته يې کوې ، ايادخپلوخبرولپاره کوم دليل هم لرې؟.
عبدالله :- ډېردلايل لرم له هغوڅخه يې يوداايت دی :
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ (يونس : ۳۱)
ژباړه : ورته ووايه : څوک تاسوته له ځمکې اواسمانه روزي درکوي،ستاسودغوږونو اوسترګومالک (اوخالق) څوک دی،څوک مړی له ژوندي اوژوندی له مړي راباسي اوڅوک د(جهان) امورتدبيروي؟ ژربه ووايي چي الله نوورته ووايه : ولي تقوی نه غوره کوئ اوله الله نه وېرېږئ؟.
ياداايت چي وايي :
قُل لِّمَنِ الأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 84 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ 85 قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ 86 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ 87 قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلاَ يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 88 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ 89 (المؤمنون : ۸۴ ــ ۸۹)
ژباړه : ورته ووايه : ځمکه اوهغه څه چي پکښي دي دچادي که پوهېږئ؟ ژربه ووايي : دالله نوورته ووايه چي پندنه اخلئ؟ ورته ووايه : څوک داوواسمانواوسترعرش پروردګاردی؟ ژربه ووايي : الله . ورته ووايه : نوتقوی نه غوره کوئ (له الله جل جلاله نه وېرېږئ اوله شرکه لاس نه اخلئ؟) ورته ووايه : ددې ټولوشيانوپاچاهي دچاپه لاس کي ده هغه چي بې پناه کسانوته پناه ورکوي اوپه خپله ورته اړتيانه لري که پوهېږئ ژربه ووايي : دالله ، ورته ووايه : نوله کومې خوادرباندي سحرکېږي؟ .
دقريشوکفاروهم دطواف پرمهال لبيک ويل : لبيک اللهم لبيک! لبيک لاشريک لک،الاشريکاهولک،تملکه وماملک .
ژباړه : اې الله!حاضریم،حاضریم ته شریک نه لرې مګریوشریک چي موږاوهغه څه چي دده په واک کي دي ټول ستایو.
وينې چي دمکې مکرمې مشرکانوهم دامنله چي ددې نړۍ اوټولوموجوداتوخالق الله جل جلاله دی اوداهرڅه دهماغه په کنټرول کي دي . داټول دربوبيت په توحيدکي راځي خو دتوحيددې قسم دوئ داسلام دايرې ته داخل نه کړل ځکه دوئ عقيده لرله چي دالله جل جلاله صالح اونېک بندګان کولای شي دالله په نزدددوئ مرتبې لوړې کړي اوددوئ شفيع واوسي . همدې باطلې عقيدې ددوئ مالونه اوځانونه حلال کړل . پرهمدې بنسټ بايدموږ دعا،نذر،ذبح وقرباني،استعانت (مرسته غوښتل) اوهرډول عبادات يوازي الله جل جلاله ته خاص کړو.
عبدالنبی :- ښه، نوکه توحيددالله جل جلاله پروجوددايمان په معنی نه دی نوپه څه معنی دی؟.
عبدالله :- هغه توحيدچي دخپراوي لپاره يې په خلکوکي پيغمبران مبعوث شول داووچي يوازي اويوازي دالله جل جلاله عبادت وکړو،هرډول عمل لکه ذبح،دعا،نذر، استعانت ،استغاثه يوازي اويوازي دالله جل جلاله په حق کي ترسره کړو. داد(لااله الاالله) صحيح اوسم مفهوم دی . قريشوداټولي چارې په خپلومعبودانوپسي خاصولې هغه که پيغمبروي يافرشته،انسان وي ياجن،ونه وي یاقبر. هغوئ خلقت،دنړۍ پالنه ، رزق ورکونه په الله پسي خاص کړي وو. نبي اکرم صلی الله عليه وسلم دهغوئ په منځ کي ددې لپاره مبعوث شوچي هغوئ دتوحيدصحيح مفهوم اواجراء ته راوبولي .
عبدالنبی :- ستامقصددادی چي يومشرک قريش د(لااله الاالله) په مفهوم دنن ورځې تر مسلمانانوښه پوهېدی؟.
عبدالله :- هو! اودايوډېردردناک حقيقت دی . بې عقل کفارپه دې پوهېدل چي له (لااله الاالله) څخه درسول الله صلی الله عليه وسلم هدف يوازي دالله عبوديت اواطاعت دی اوله ده پرته بايدله هرډول عبادت څخه ډډه وکړو.
هغوئ درسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کي چي ويل يې : لااله الاالله دقرآن په تعبيرسره داسي وويل :
أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ (ص : ۵)
ژباړه : اياهغه ددې ټولوالهه ووپرځای يوالله غوره کړ؟ بې شکه داډېره عجيبه ده؟ !!! .
هغوئ سره له دې چي داباوریې ووچي دنړۍ ټولي چارې دالله جل جلاله په تصرف کي دي خوبيايې هم داکلمه ونه شوه منلای اوانکاريې ترې وکړ.
دډېرتأسف ځای دی چي هغه بې عقل کفارددې عبارت په معنی ښه پوهېدل خوهغه کسان چي ځانونه مسلمانان ګڼي دهغوکفاروپه اندازه هم ددې عبارت له معنی خبرنه دي حتی داسي کسان هم شته داعقيده لري چي اسلام يوازي پرژبه ددې عبارت ويل دي،دوئ له زړه څخه ددې عبارت پرمعنی اومفهوم عقيده نه لري . متأسفانه هغه کسان چي په دين کي مطالعه لري هغوئ له دې څخه مستثنی نه دي،دوئ فکرکوي چي ددې کلمې معنی داده چي الله جل جلاله دنړۍ خالق اورزاق دی ، همدی دی چي دټولي نړۍ چارې سرته رسوي بايداعتراف وکړوچي په مسلمانانوکي داسي کسان شته چي دقريشوکفارترې ددې کلمې په مفهوم اومعنی ښه پوهېږي .

نوربيا ...