د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - نهمه برخه

محمدوصيل "پېروز" 24.10.2010 11:51

ژباړن : محمدوصيل "پېروز"
زمادوسته! بايدپه دې دوواياتونوکي زيات فکروکړو.
لومړی آيت :
لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (التوبه : ۶۶)
ژباړه : (ورته ووايه : ) عذرمه کوئ (بې ځايه دی ځکه چي) تاسوله ايمان راوړلو وروسته کافران شوي ياست .
په دې ايت کي الله جل جلاله هغوکسانوته اشاره کړې چي دتبوک په غزاکي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره راغلي وودمزاح په توګه ديوڅوکفري کلماتوپه ويلوسره يې کفرکړی وو. اوس بايدپوه شې دهغوخلکوحکم څه دی چي په قصدي ډول ياددنيادمتاع په تمه کفرکوي ؟ دوئ هماغه دي چي دشيطان فريب يې خوړلی اوپرویناوويې عمل کوي :
الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء (البقرة : ۲۶۸)
ژباړه : شيطان تاسوته دفقرپېغوردرکوي اوتاسوپرفحشاامرکوي .
هغه وېره چي شيطان یې په دوئ کي اچوي په خپله لړزېږي .
إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ (آل عمران : ۱۷۵)
ژباړه : بې شکه شيطان خپل پيروان وېروي .
دهغوئ دالله جل جلاله له رحمت اومهربانۍ سره هيڅ کارنه شته .
وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً (البقره : ۲۶۸)
ژباړه : الله جل جلاله له تاسوسره دبخښنې اومهربانۍ ژمنه کوي .
ددې ړندوپرتوروزړونودالله جل جلاله دانتقام اوغوسې وېره هيڅ اثرنه کوي .
فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ (آل عمران : ۱۷۵)
ژباړه : نوله هغوئ مه وېرېږئ يوازي له ماووېرېږئ .
اوس بايدپوه شوپه دې اوصافوسره دوئ بايددالله جل جلاله دوستان وبلل شي که دلعين شيطان دوستان اوپيروان؟.
دويم ايت چي بايدزيات فکراوتدبرپکي وشي دادی :
مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (النحل : ۱۰۶)
ژباړه : هغه کسان چي ترايمان راوړلووروسته کافران شوي دي له هغوپرته چي ترفشار لاندي راغلي اوزړونه یې په ايمان سره ډاډمن دي ، خوکوموکسانوچي دکفرمنلوته سينه پرانيستې پردوئ دالله قهردی اويوسترعذاب ددوئ انتظارکوي .
پرهمدې بناايت هغه کفرچي پرڅښتن يې زورشوی کفرنه ګڼي خودتمې ، له خلکوسره دراشه درشې، له وطن ، قوم،ځان، مال اومقام سره دمينې اويادټوکوپه شرايطو کي کفرګڼل کېږي . ایت دابيانوي چي انسان دخپلې ويناپرمهال ترزورلاندي راځي خودده زړه اوعقيده له دې سختۍ څخه خوندي ده پرهمدې بنادزوراوسختۍ حالت ترې مستثنی دی په دې حالت کي دکفردکلمې ويل کفرنه ګڼل کېږي خوهغه صورتونه چي وړاندي يې يادونه وشوه له دې بېل دي ځکه په هغوصورتونوکي وينااوفکردواړه ددې سړي په لاس کي دي قرآن يوبل ځای هم په دې اړه داسي وايي :
ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّواْ الْحَيَاةَ الْدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
(النحل : ۱۰۷)
ژباړه : داله دې وجې چي دوئ ددنياژوندته پراخرت ترجېح ورکړې اوالله جل جلاله کافرقوم ته هدايت نه کوي .
داايت په څرګنده وايي چي يوازي باورواعتقاد،جهل،له دين څخه نفرت يادکفردوستي انسان نه شي خوارولای بلکي هغه چي انسان دالله جل جلاله دقهراوغضب لورته کشوي هغه له ددنياله متاع اوژوندسره مينه ده، هغه چي ضعيف انسان هڅوي څودا پردين اوحق غوره وګڼي .
اې زمادوسته! اوس هغه وخت نه دی راغلی چي دالله جل جلاله دربارته مخ کړې اوله خپلوتېروکړنواوتېري عقيدې تېرشې؟ ځکه دکومې مسئلې په اړه چي ماڅه وويل هغه ډېره مهمه اوبرخليک ټاکونکې ده چي زياته اړتياپکي تدبراوتأمل ته ده .
عبدالنبی :- نورتوبه کاږم اوله الله جل جلاله څخه استغفارغواړم ، ايمان راوړم چي له الله جل جلاله پرته چي دعبادت لايق وي نه شته اوداشاهدي ورکوم چي محمدصلی الله عليه وسلم دالله جل جلاله پيغمبراوپيغام راوړونکی دی . له الله جل جلاله پرته چي مادهرڅه عبادت اواطاعت کړی دی اوس ترې ځان بري اعلانوم اودالله جل جلاله له درباره دعفوې اوبخښنې سوال کوم اوله الله جل جلاله څخه غواړم چي ماله خپل رحمت څخه محروم نه کړي،له الله جل جلاله غواړم چي مادتوحيداويقين پرسپېڅلې لاره ثابت قدمه پاتي کړي اوماله تېروباطلوافکاروخلاص کړي . له دې وروسته زه خپل نوم په (عبدالرحمن) بدلوم .
اې زمادوسته! له منان رب څخه غواړم دهغونصيحتونواوددې دوستانه اوصادقه لارښوونوپه خاطرچي ماته دي وکړې اوزه دي له دې هلاک کوونکواوباطلوافکاروخلاص کړم تاته اجرعظيم اونېکه بدله درکړي .
نوربيا ...