د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هم ماری هم کوکاری

حق دوست 17.07.2010 17:04

نن سبا په هېواد او بهر کې چارواکې او نړیواله ټولنه دواړه د فساد په اړه ډېرې خبرې ښکته او پورته کوی، بهرنیان ېې پړه په دولتی چارواکو او دولتی چارواکی ېې بیا پخپل وار پړه په بهرنیانو اچوی.

لمړی تر هرڅه راځۍ فساد وپېژنو چې فساد څه ته وایی او په څو ډوله ده.

که په ساده ټکو ووایو نو له واک څخه ناوړه ګټه اخیستل او له ناوړه لارو څخه د ټولنې د چارو پرمخ وړلو ته فساد وایی.
د فساد ډولونه هم ښایی ګڼ شمېر وی ولې دلته ېې یواځې لاندې څو ډولونه را اخلو.
لمړی – اداری فساد: د ناوړه لاروچارو او چل ول له لارې د یوې ادارې د چارو واګې لاس ته راوړل، د هغوی پرمخ وړل او د شخصی، سیاسی، سیمه ایزو او توکمیزو تړاونو په بنسټ وګړی په دنده ګمارل اداری فساد ده.
دوهم – مالی فساد: بډې اخیستل، د ټولنې مالی سرچینې د یوې ډلې، سیمې او توکم په ولکه کې ورکول او د ټولنې شتمنی غلاکول په مالی فساد کې شاملېږی.
دریم – اخلاقی فساد: ناوړه جنسی اړیکې ساتل، شراب څښل، د بې دینه ټولنو کلتور خپرول .......... ټول د اخلاقی فساد په ډله کې راځی.
له بده مرغه چې د فساد ټول پورتنی ډولونه په دولت او نړیواله ټولنه دواړو کې ښه په زور او شور کې شتون لری او هېڅوک هم نشی کولی چې سترګې ترې پټې کړی.
ولې د یادونې وړ ده چې پدې لیکنه کې د دې خبرې د روښانه کولو هڅه کېږی چې په دومره زور او شور کې د فساد اړونده خبرې کول څه مفهوم لری.
آیا نړیواله ټولنه پخپله په فساد کې ښکېل نده؟
آیا د دولتی چارواکو دا خبره رښتیا نده چې ډېر فساد په بهرنیانو او بهرنیو کمپنیو کې ده؟
آیا په دولت کې فساد نشته؟
آیا نړیواله ټولنه پدې اړه رښتیا نه وایی چې په دولت کې فساد خپل اوج ته رسېدلی؟
که د پورتنیو ټولو پوښتنو ځواب هو وی نو بیا خو روښانه خبره ده چې نړیواله ټولنه او دولت دواړه فاسد دی، اوس چې داسې ده نو باید لاندې پوښتنو ته هم ځواب پیدا شی.
لمړی دا چې که دا دولت فاسد ده نو چا په هېواد واکمن کړی؟
آیا همدې بهرنیانو او نړیوالې ټولنې پدې هېواد ندی واکمن کړی؟
آیا اوس ېې هم همدا بهرنیان او نړیواله ټولنه نه ساتی؟
که همدا بهرنیان او نړیواله ټولنه لاړ شی نو دا دولت به څومره وخت ټینګ شی؟
له بلې خوا که وګورو نو که همدا چارواکی له بهرنیانو سره مرسته ونکړی بیا د دوی وخت تېرېدای شی؟
آیا بهرنیان له فساده پاک خلک غواړۍ؟
که سپینه ېې ووایو نو دوی دواړه یو بل ته اړ دی.
که له دوی څخه یو نه وی ښایی چې بل هم ونشی کولی چې د اوږد مهال لپاره دلته پاتې او خپلې موخې لاس ته راوړی.
نو روښانه خبره ده چې دا دولت همدوی راوړی.
همدوی ېې سیاسی، مالی او پوځی ملاتړ کوی.
همدوی ېې ساتی.
او چې داسې وی نو بیا د فساد په اړه دا څرګندونې هم مارې هم کوکارې ندی نو څه دی؟