د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکټر او اکټر ترمنځ توپیرونه:

حق دوست 26.08.2014 12:27

د ډاکټر او اکټر ترمنځ توپیرونه:
که په ساده ټکو ووایو نو ډاکټر هغه څوک ده چی په طبابت ښه پوه او د ناروغانو رښتینی درملنه کوی بل لور ته اکټر هغه څوک ده چی له طبابت نه هیڅ خبر نه وی مګر د ډاکټرانو ښې پېښې (اکتونه) کوی او که په کومه ډرامه یا فلم کی ورته د ډاکټر رول ورکړل شی نو ډېر ښه یی لوبوی. ولی بی ځایه به نه وی چی د دی دوه وګړو ترمنځ په شته توپیرونو لږ رڼا واچوو او لوستونکو ته روښانه کړو چی د یوه رښتینی ډاکټر او اکټر ترمنځ توپیر وکړی دا توپیرونه په لاندی ډؤل دی:
۱ – یو ډاکټر د ناروغ په ناروغئ او بد حا لت زړه سوځی او داسی احساسوی چی دا ستونزه پخپله ډاکټر ته ده بل لور ته یو اکټر داسی اکتونه کوی چی ځان د ناروغ په درد دردمن ښیی مګر رښتیا د هغه په درد دردمن نه وی او یواځی خپله سوداګری کوی.
۲ – یو ډاکټر خپلی ظاهری بڼې ته ډېر پام نکوی د بیلګی په ډؤل سپینه چپن اغوستل ورته ډېر اړین نه بریښی، ګیره او بریت خرییل ورته ډېر ارزښت نلری، د دریشی او نیکټایی په کیسه کی ډېر نه وی مګر خپل ټول پام د ناروغ په ښه درملنه راغونډوی او د ناروغ ښه درملنه کوی مګر یو اکټر خپل ټول پام په سپینه چپن اچولو، ګیره او بریت خرییلو او دریشی او نیکټایی اچولو راټول کړئ وی او د ناروغ درملنی ته ډېر پام نکوی.
۳ - ډاکټر د ناروغ خبرو ته ښه غوږ ږدی، هغه ښه معاینه کوی، له اړتیا پرته په بی ځایه معایناتو د هر ناروغ پیسی نه ضایع کوی ولی د ناروغئ غوره تشخیص او د ناروغ ښه درملنه کوی مګر اکټر د ناروغ خبری ته ښه غوږ نه ږدی، د ناروغ له خبرو پیل کولو سره سم ورته وایی چی زه پوه شوم ژر تر ژره دی بشپړ معاینات وکړه، پدی ډؤل بیځایه د ناروغ پیسی ضایع کوی په پای کی یی تشخیص او درملنه هم غلطه او په درملنه یی ناروغ نه رغیږی.
۴ – دا چی رښتینئ ډاکټر پخپل تشخیص ډاډمن وی یواځی د یوی ناروغئ درملنه کوی پدی ډؤل ناروغ ته یواځی دوه یا دری درمل لیکی چی ناروغ هم پری رغیږی او لګښت یی هم لږ وی ولی دا چی یو اکټر پخپل تشخیص ډاډمن نه وی نو یوه ناروغ ته د پنځه یا شپږو ناروغیو درمل لیکی چی ډېر ځل لدی پنځه یا شپږو ناروغیو څخه یوه هم په ناروغ کی نه وی او سربیره پردی چی د ناروغ ناروغی نه رغیږی ډېرې زیاتی پیسی یی هم ضایع او د درملو له ناوړه اغیزو سره یی هم مخ کوی.
۵ – یو رښتینئ ډاکټر له معایناتو وروسته د هغی نتیجی د ناروغ له وضعیت سره پرتله کوی که د ناروغ له وضعیت سره سمون نلری نو د معاینی نتیجه نه منی او له خپله فکره د ناروغ د روغتیایی وضعیت سره سم ناروغ ته درمل لیکی مګر یو اکټر چی په معایناتو کی کومه نتیجه وموندله سمدستی وایی چی همدا د ناروغی تشخیص ده او د ناروغ له وضعیت سره له سمون ورکولو پرته ناروغ ته درمل لیکی چی په پایله کی ناروغ د رغیدو په ځای نور هم ناروغه کیږی.
۶ – دا چی یواځی الله پاک په هرڅه پوهیږی او انسان تل نیمګړئ ده نو یو رښتینئ ډاکټر پدی شرم نکوی چی ناروغ ته ووایی چی په ناروغئ دی پوهه نه شوم، د درملنی لپاره یی بل ډاکټر یا روغتیایی مرکز ته لیږی مګر دا چی غرور او تکبر تل له ناپوهئ سرچینه اخلی نو یو اکټر په هره ناروغئ پوهیږی، هر ناروغ ته درمل لیکی او دا ورته شرم ښکاری چی ناروغ ته ووایی چی زه دی په ناروغئ پوهه نه شوم او بل ځای ته لاړ شه.
۷ – دا چی بیه یی ډېره ګرانه او ناروغ ته یی د خطر کچه ډېره ده نو یو رښتینئ ډاکټر له کلکی اړتیا پرته ناروغ ته پیچکاری او سیروم نه لیکی، ټوله هڅه یی دا وی د خولی له لاری درمل (ګولی او شربتونه) وکاروی مګر یو اکټر بیا د ډېرو کوچنیو ناروغیو لپاره سمدستی ناروغ ته پیچکارئ او سیروم لیکی پدی ډؤل له یوی خوا د ناروغ ډېری پیسی ضایع کوی او له بلی خوا یی په ګڼو نورو ناروغیو (د بیلګی په ډؤل تور زیړی، ایډز او داسی نورو) اخته کوی.
۸ – یو رښتینئ ډاکټر پیچلئ ناروغ په روغتون کی بستر کوی، ښه یی لټوی، ښه معاینات یی کوی، له نورو ډاکټرانو سره پری مشوره کوی پدی ډؤل یی د ناروغئ صحیح تشخیص او درملنه کوی مګر یو اکټر بیا په دولتی روغتون کی بستر ناروغ خپلی شخصی روغتیایی کتنځئ ته غواړی او خپله سوداګری پری کوی.
۹ – دا چی رښتینئ ډاکټر زړه سواندئ او د ناروغ درد خپل ګڼی نو هیڅکله له لابراتوار، د درمل جوړونکو کمپنیو او درملتون څخه فیصدی یا ګټه نه غواړی، پدی ډؤل ناروغ ته یواځی هغه معاینات لیکی چی ورته اړتیا وی، یواځی هغه درمل لیکی چی ناروغ ته اړین وی او دا چی د درملو له کمپنیو نه د ګټی تمه نلری نو ناروغ ته د غوره کمپنیو درمل لیکی پدی ډؤل ناروغ په لابراتوار، درملتون او د درملو په کمپنیو نه پلوری مګر یو اکټر له لابراتوار، درملتون او د درملو له کمپنئ څخه خپله ګټه غواړی پدی ډؤل له اړتیا پرته ناروغ ته بیځایه معاینات لیکی، له اړتیا پرته ناروغ ته ګڼ شمیر (لس او دولس درمل) لیکی او د ناوړه کمپنیو درمل کاروی. دا هم لیدل شوی چی د یوی ناروغئ د درملنی په موخه ناروغ ته دوه دری ډؤله بدل درمل یوځای کوی چی پدی ډؤل ناروغ هم ښه شی او د اکټر صاحب سوداګری هم وشی.
۱۰ – هیڅکله باید هیر نه کړو چی درمل کیمیاوی مواد دی چی د انسان په بدن د ګټورو اغیزو په ګډون ګڼ شمیر ناوړه اغیزی هم لری لدی کبله یو رښتینئ ډاکټر تل هڅه کوی چی لږ درمل ولیکی او پدی ډؤل ناروغ د درملو د ناوړه اغیزو څخه وژغوری مګر یو اکټر اووه یا اته ډؤله او کله کله ان دولس دیارلس ډؤله درمل لیکی او پدی ډؤل ناروغ د درملو د زهرجنو اغیزو سره مخ کوی.
۱۱ – دا چی د طبابت سپیڅلی مسلک باید تل د سیاست د کرغیړنی لوبی څخه پاک وی نو یو رښتینئ ډاکټر هیڅ وخت په طبابت کی سیاست نکوی، که درمل د هر هیواد وی خو چی اغیزمن وی نو هغه درمل کاروی ولی اکټر صاحب په طبابت کی سیاست کوی له کوم هیواد سره چی سیاسی ستونزی لری که درمل یی اغیزمن هم وی هغه نه کاروی مګر له کومو هیوادونو سره چی سیاسی تړاؤنه لری که درمل یی څومره بی اغیزی وی نو هغه درمل ناروغ ته لیکی.
۱۲ – یو رښتینئ ډاکټر په لمړئ لیدنه کی ناروغ ښه ګوری او په تشخیص یی ځان ډاډمن کوی پدی ډؤل ناروغ ته یو ځل درمل لیکی او بیا بیا یی نه غواړی، که بیا لیدنه یی ډېره اړینه وی نو یو یا دوه ځل یی غواړی او له فیس پرته وړیا یی معاینه کوی مګر اکټر ته چی یوځل ناروغ ورغئ نو ورسره ټیکه شی هغه ناروغ لسګونه او په ځنی حالتونو کی ان سلګونه ځله غواړی هماغه درمل ورته لیکی یا یواځی د درملو رنګ بدلوی او هرځل تری خپل فیس اخلی.
۱۳ – یو رښتینئ ډاکټر تل ناروغ ته تسلی ورکوی او هیڅکله یی نه ویروی مګر اکټر صاحب د ناروغ زړه باسی، ګڼ شمیر غلطی ناروغئ پکی راباسی پدی ډؤل د رغیدو په ځای هغه ته سودا پیدا او نور یی هم ناروغه کوی او ان په درملنه کی یی بل ډاکټر ته هم ستونزی پیدا کوی.
۱۴ – رښتینی ډاکټران ډېر ځل له بهر نه ښوی او سینګار شوی نه وی، ببر سر، ببره ګیره او ساده جامی اغوندی. سربیره پردی چالاک، مکار او غوړه مال نه وی لدی امله یا یواځی یوه ساده شخصی روغتیایی کتنځئ یا په لری پرته سیمه کی په یو کوچنی دولتی کیلنیک کی په دنده بوخت وی مګر اکټران له بهر نه ډېر ښوئ، ښه سینګار شوی او په دریشی او نیکټایی کی وی سربیره پردی په چالاکئ، مکارئ او غوړه مالئ کی ښه ماهر وی لدی امله په لویو دولتی روغتونونو او ان په پوهنتونونو کی په لوړو پوستونو کار کوی.
۱۴ – د یوه رښتینی ډاکټر نسخه که ناروغ له ځان سره کوم بهرنی هیواد ته یوسی نو هغه ډاکټران یی ښه ګوری او عزت یی کوی مګر که د یوه اکټر نسخه یوسی نو هغه ډاکټران پری خاندی، له ناروغ نه پوښتنه کوی چی آیا دا ډاکټر ده که هسی بیځایه ډاکټری کوی پدی ډؤل اکټر صاحب په بهرنیو هیوادونو کی خپل هیواد هم شرموی.
په درنښت.