د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فساد ریښې ویستل غواړی نه پاڼې شکول

حق دوست 31.12.2012 22:10

د یادونې وړ ده چی د انسان کړه وړه، د هغه شکل او جامه د هغه د ذهن څرګندوئ دی. که د انسان ذهن ښه وی نو د هغه کړه وړه، شکل او جامه هرڅه پخپله ښه او که ذهن یی فاسد وی نو هر څه یی پخپله فاسدیږی. لدی کبله وییلئ شو چی فاسد کړه وړه د فاسد ذهن ژباړه ده.
چی خبره ډېره اوږده نشی نو غوره به وی چی ووایو چی فساد لمړئ په کوپړیو کی منځ ته راځی او تر هغی چی په کوپړیو کی له منځه نه وی تللئ نو په ټولنه کی هیڅکله له منځه نه ځی پدی بنسټ هر هغه څوک چی کوپړئ فاسدوی او د کنټرول، زور او نورو کړو وړو له لاری د فساد د له منځه وړلو هڅې کوی نو په حقیقت کی د فساد ریښی خړوب او پاڼې ېې شکوی چی لږ وخت وروسته بیرته له پخوا څخه په پیاوړې بڼه را ټوکېږی.
یوه پوښتنه چی ښایی د هر چا په ذهن کی پیدا شی هغه دا ده چی کومه وسیله کوپړئ فاسدوی او کومه وسیله کوپړئ له فساده پاکوی. که ښه ځير شو نو ددی پوښتنې ځواب ډېر اسانه ده – هغه دا چی یواځنئ وسیله چی کوپړئ له فساده پاکوی یا یی فاسدوی هغه ښوونه او روزنه ده پدی معنی چی ښوونه او روزنه ده چی د انسان په ذهن کی مثبت یا منفی بدلون راوړی. د دی ټکئ یادؤل به بی ځایه نه وی چی د ښوونې او روزنې وسیلی یواځې ښوونځئ، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه ندی بلکه ورځپاڼې، مجلی، برښنایی ، غږیزی او انځوریزی رسنئ ټولې د ښوونی او روزنې وسیلی دی چی د ټولنی بېلابېلې پرګنې ترې زده کړه کوی، د هغوئ په ذهن کې مثبت یا منفی بدلونونه راوړی. له بده مرغه چی پورتنئ نزدې ټولی وسیلی له فساد څخه د کوپړیو د پاکولو په ځای د کوپړیو په فاسدؤلو بوخت دی.
ګرانه لوستونکیه راځه چی پدی یو ټکی لږ تم شو، پورتنیو ټولو وسیلو ته که ښه پام وکړو نژدې ټولی یی د دنیا ژوند ته د وګړو په هڅولو بوخت دی، ټولی یی پدی اخته دی چی وګړی باید روښانه راتلونکې ولری مګر له بده مرغه چی پدی راتلونکی کی راتلونکئ ابدی ژوند هیڅ ځای نلری، همدا ټکئ د فساد ریښه ده. هوکی: هرکله چی د دنیا سره مینه دومره ډېره شی چی د آخرت سره مینه پکی ورکه شی نو همدا د فساد ریښه ده (ولاتحب الدنیا فتکونو من الخسرین – له دنیا سره مینه مه کوئ چی تاوان به وکړئ). له دنیا سره مینه، له ښه ژوند سره مینه،له قدرت او شهرت سره مینه او له پیسو او ډالرو سره مینه ده چی انسان د انسانیت له چوکاټه باسی او یو وحشی ځناور تری جوړوی او وحشی ځناور پخپل وار هیڅ ډول قانون او انسانیت نه منی هغه یواځې خپله ګیډه ډکوی د بل چا هیڅ پروا نه کوی. همدا له ښه ژوند سره مینه ده چی له انسان نه غل جوړوی، له انسان نه بډې اخیستونکئ یا رشوت خور جوړوی، له یو انسان نه سړی وژونکئ جوړوی، له ښه ژوند سره مینه ده چی یو انسان د سیاستوال په بڼه د خپل واک او قدرت لپاره سلګونه زره انسانان په یو او بل نوم وژنی او همدا له ښه ژوند سره مینه ده چی انسان اړ کوی چی د انسانیت ټول موازین او نورمونه له پښو لاندی کړی او ان د اخلاقی فساد خپرولو او د اخلاقی فساد د مرکزونو چلولو ته ملا وتړی. کله چی مونږ پورتنئ ښوونیزی وسیلی اصلاح نه بلکه پیاوړې کوو او د فساد د له منځه وړلو ناری سوری وهو نو په حقیقت کې د فساد ریښې خړوبوو او پاڼې یی پریکوو.
یوه بله پوښتنه چی ځواب ته ښایی اړتیا ولری دا ده چی په ټولنه کی د خور ور فساد د له منځه وړلو لاره څه ده؟ ددی پوښتنی ځواب هم ډېر آسانه ده – په ښوونیز نصاب کی دینی پوهنی ته زیاته پاملرنه او غوښنه برخه ورکول او وګړو ته د دین داسی زده کړه ورکول چی وکولئ شی هغوئ ته د دین رښتنینئ انځور ورکړی، د هغوی رګ رګ د دین په رښتینولئ قانع کړی او د هغوئ په ذهن کی د دین د لارښودنی سره سم مثبت بدلون راوړی د فساد د له منځه وړلو رښتینی لاره ده. په لیکلو، غږیزو، انځوریزو او برښنایی رسنیو کی د دینی لارښودنو سره سمې خپرونې د فساد د له منځه وړلو رښتینی لاره ده. زمونږ ګڼ شمېر غږیزی او انځوریزی رسنئ په پرله پسې ډول د وګړو ذهنونه فاسدوی، وګړو ته د فحشاء لاری چاری ور زده کوی، د دوئ په اند له ښه ژوند او روښانه راتلونکی سره د هغوئ مینه زیاتوی – څومره چی دا رسنئ د بی دینئ او فحشاء لپاره کار کوی که د دی نیمایی کار د دین د ښودلو لپاره وکړی نو ښایی چی په ټولنه کی فساد په بشپړ ډول له منځه لاړ شی.
راځئ د هیواد په کچه په ځانګړی ډول کابل کی د دولتی او نادولتی ادارو او د ښوونیزو مرکزونو د بېلګې په ډول د ښوونځيو، پوهنتونونو او دی ته ورته نورو مرکزونو د کارکوونکو د کړو وړو په اړه یوه ناپېېلې څېړنه وکړو چی ټول پکی لوستی وګړی په کار بوخت دی او د نالوستو وګړو شمېره پکی نزدې د صفر سره برابره ده.
ستاسو په اند په سلو کی څو وګړی په اخلاقی فساد اخته دی؟
په سلو کی څو وګړی بډې اخلی؟
په سلو کی څو کارکوونکی پنځه وخته مونځ کوی؟
په سلو کی څو کارکوونکی د انسانیت د ستر لارښود په سنتو برابر دی؟
په سلو کی څو کارکوونکی یی الهی سپېڅلئ کلام له مخی صحیح تلاوت کولئ شی؟
په سلو کی څو کارکوونکی په رښتینی بڼه د ولس خدمت کوی او په سلو کی څو یی د خپلې ګېډې د ډکولو لپاره کار کوی؟
په سلو کی څو کارکوونکی یی دی الهی کلام ته رښتینی ژمن دی چی مومن د مومن ورور ده او هیڅ ډول ژبنئ، سیاسی، توکمیز او سیمه ایز توپیر نه منی؟
په سلو کی څو وګړی یی د اسلام د سپېڅلی دین د لارښودنو سره سمه جامه اغوندی؟
نوموړو پوښتنو ته د صحیح ځواب په موندلو سره مونږ دا پایله لاس ته راوړلئ شو چی زمونږ ښوونیزې وسیلی لکه: ښوونځئ، پوهنتونونه، غږیزی، انځوریزی........................... او نورې رسنئ دی موخې ته په رسیدو کی څومره بریالئ دی چی ټولنې ته داسی وګړی وړاندی کړی چی د دین لارښودنو ته په په بشپړ ډول ژمن وی، د ټولنی رښتینی خدمتګاران وی او څیرونکی لېوان نه وی چی ولس ته د خدمت په ځای د ولس غوښې او هډوکی وخوری.
که له حقیقت نه سترګی پټې نه کړو نو په زغرده وییلی شو چی زمونږ ښوونیزی وسیلی دی موخی ته په رسیدو کی پاتی راغلی دی چی ولس ته د هغوئ رښتینی خدمتګاران وړاندی کړی – زمونږ لوستی وګړی خپل کلتور پرېښودو ته پرمختګ وایی، د پردیو جامه اغوستل ورته پرمختګ ښکاری، د بېګانه هېوادونو قانون او کلتور ورته ښه ښکاری، د هغوئ کړه وړه، خبری، جامه او داسی نور ټول د بېګانه هېوادونو استازی توب کوی نه د خپل هېواد او خپل ولس.
آیا مونځ نه کول فساد نده؟ څوک چی خپل خدای ته ژمن نه وی هغه به خپل ولس ته څنګه ژمن شی؟
آیا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت پرېښودل فساد نده؟
آیا د بېګانه هېوادونو مود، فېشن او جامه اغوستل فساد نده؟
آیا دا فساد نده چی زمونږ ګڼ شمېر لیسانس لرونکی، ماستری لرونکی او دکتورا لرونکی لوستی وګړی الهی سپېڅلئ کلام له مخې نشی تلاوت کولئ؟
آیا دا فساد نده چی په ادارو کی د توکم پالنی، سیمی پالنی، ژبی پالنی څخه د فساد په ډول یادؤنه کیږی او د مونځ نه کولو، د انسانیت د ستر لارښود په سنتو باندی د عمل نه کولو، په الهی سپېڅلی کلام باندی د نه پوهېدو څخه هیڅ یادؤنه نه کېږی؟
آیا دا فساد نده چی غږیزی او انځوریزی رسنئ په پرله پسی ډول په هیواد کی د پردیو کلتور، فحشاء.......... خپروی او د ولس ذهنونه فاسدوی؟
پورته یاد شوی ټول کارونه هیرؤل او یواځې اداری فساد څخه یادؤنه کول د فساد ریښې خړوبول او پاڼې پرېکول ندی نو څه دی؟