د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لغمان وضعیت ته یوه کتنه

حق دوست 22.02.2013 18:47

څو ورځې وړاندې د لغمان د قرغیو ولسوالئ ته د تذکرې د نوی کولو په موخه تللئ وم. ډېر هیله من ؤم چی دا خو نو خپل کلئ کور ده، خپل خلک دی، کار می هم قانونی ده، افغان یم، افغانی تذکره می حق ده، پخوانئ تذکره می په لاس ده نو ښایی په نیم یا یو ساعت کې نوی تذکره واخلم او بیرته کابل ته را ستون شم. دا چی له قانون سره سم باید د کلی مشر (ملک) هم په اړونده کلی کی د تذکره اخیستونکی تایید وکړی نو هغه غریب می هم له ځان سره یو ځای ولسوالئ ته بوته.
ولسوالئ ته په رسیدو سمدستی یوی بی خونده پېښې سره مخ شوم هغه دا چی زه باید د پخوانیو نظامونو په څېر په چاپی کاغذ په غوښتنلیک لیکونکی (عریضه نویس) یو غوښتنلیک ولیکم، که څومره ټینګار می وکړ چی زه پخپله کولئ شم چی غوښتنلیک ولیکم خو د کلی مشر راته ووییل چی دا قانون ده، او همداسی می وکړل، عریضه نویس ته می پنځوس کلداری ورکړې او سمدستی یی راته عریضه په لاس راکړه، داسی ښکاریده چی عریضه یی له مخکی لیکلی وه او یواځي زما نوم او د پلار نوم یی پری ولیکه مګر د حیرانتیا خبره دا وه چی عریضه په دری لیکل شوی وه او پخوانی غوړ غوړ پېچلی لغتونه پکې کارؤل شوی وه. سمدستی می له عریضه نویس نه وپوښتل وروره ستاسو مورنئ ژبه پښتو ده که دری؟ هغه ووییل پښتو، بیا می تری وپوښتل چی زه درسره پښتو وایم که دری؟ ځواب یی راکړ چی پښتو، بیا می تری وپوښتل چی د هیواد رسمی ژبه یواځی دری ده که پښتو هم ده؟ هغه بیا ځواب راکړ چی دری او پښتو دواړه د هیواد رسمی ژبی دی، په وروستی ځل می تری وپوښتل چی ولی نو عریضه په پښتو نه لیکئ؟ هغه په خندا خندا او د ملنډو په ډؤل ځواب راکړ چی ځه وروره والله که یا د پښتو مزه پاتی وی یا د دری. لدی سره زه خپل ملګری د کلی مشر کش کړم او وی وییل چی ته خو به لیونئ شوئ نه یی؟ راځه چی خپل کار خلاص کړو.
زه رښتیا لیونئ وم، خبر نه ؤم چی دولتی چارواکی سره لدی چی پښتانه وی خو په پښتو لیکلو شرمیږی، پښتو لیکل ورته د پرمختګ سره په ټکر کی ښکاری ځکه وړاندی چی کله د ولسوالئ ادارو ته لاړو سره لدی چی ټول پښتانه وه، پښتو یی وییلی خو دری یی لیکله. زمونږ یوه لویه بدمرغی دا ده چی پښتون مو پرمختګ وکړی یا د چا خبره روڼ اندئ شی نو بیا دری ژبه وایی او چی دری ژبئ مو پرمختګ وکړی یا د چا خبره روشنفکر شی بیا ایرانئ فارسی وایی، مونږ ته پرمختګ د خپلې ژبې او کلتور پرېښودل او د نورو هېوادونو ژبه او کلتور خپلؤل ښکاری. خو پدې ټکی نه پوهېږو چی د یوه قوم کلتور او ژبه اخیستل د هغه قوم معنوی مړینه ده، مونږ چی پښتانه یو نو پدې چی پښتو ژبه وایو او پښتو ژبه لیکو او د پښتنو د کلتور سره سم ژوند کوو. زه د تعصب کلک مخالف یم، هېڅکله نه وایم چی زمونږ هیوادوال دی دری ژبه نه لیکی ولی دا ټکئ ضرور وایم چی پښتو ژبه دی هم ولیکی، پښتو ژبه دی هم ووایی او پدې وسیله دی پښتون د معنوی مرګ په ځای په مادی او معنوی بڼه ژوندئ وساتی. زما په اند دا هغه ټکئ ده چی ټول پښتون ولس په ځانګړی ډؤل د لغمان ولایت چارواکی باید ورته جدی پاملرنه وکړی.
لدی سربېره یوه بله نخره چی ما په سترګو ولیده دا وه چی ګڼ شمېر نارینه او ښځینه کوچنیان،سپین ږیری او سپین سری په تذکرو پسې راغلی وه خو د دفتر اړوند چارواکی ورته یوځواب ورکاوه چی فورمی خلاصی دی او تاسی به سبا ته راشئ. یو وګړئ می ولید چی د بل سپین ږیری سره چی د کلی ملک وه نوموړی چارواکی ته څو ځل عریضه وړاندی کړه خو هغه به ورته ورو څه وویل، لږ ځنډ وروسته می ولیدل چی دا یو وګړئ په چارواکی ډېر وربرګ شو، سترګې یی له غصی سری سری راووتلی او ورته یی وویل مدیر صاحب زه له کابل نه راغلئ یم، دوه زره روپئ مې موټر ته پټرول اچولی، ناروغ هم یم، سبا چی بیا راځم نو بیا به دوه زره روپئ پټرول اچؤم، ته به لمړئ زما د پټرولو دوه زره روپئ راکړی نور تکلیف به خیر ده درته وبخښم او سبا به بیا راشم. سړی ته چی ما وکتل نو فکر می وکړ چی دولت کی به لوړپوړئ خپلوان څوک لری یا به خپله کوم لوړپوړئ دولتی چارواکئ وی چی دومره پدې چارواکی سترګی راباسی خو خبر نه ؤم چی هغه له ما ډېر بی وسه او بی وزله وه خو ولسوالئ ته مخکی نه وه راغلئ او لدی ډول ناوړه چلند سره بلد نه وه. د چارواکی او نوموړی وګړی ترمنځ ډېری خبری ښکته پورته شوې خو نوموړی وګړی ورته وویل چی ستا فورمی نن خلاصیدی نو باید دری ورځې مخکی دی راغوښتی وای، دا سپین ږیری او سپین سرې ښځې وګوره، دا کوچنیان وګوره، دا خو ستا نوکران ندی چی هره ورځ به درته راځي، مګر د څنګ ملګری یی له ږیری ونیو او په عذر یی ورته وویل چی د خدای په خاطر دی خوله بنده که نو هغه غریب هم چپ شو. لږه شیبه وروسته می پام شو چی نوموړی ملک ورته ورو څه ووییل او هغه هم ورته د هوکړی سر وښوراوه او له دفتر نه بهر شو. زه هم سمدستی پسې رابهر شوم او تری ومی پوښتل چی وروره ولی څه خبره وه؟ ولی دومره په غصه یی؟ هغه راته ووییل چی وروره پوښتنه مه کوه، نه پوهېږم مونږ څومره بی همته شوی یو، د روس غوندی د نړئ یوه زبرځواک ته مو په تشو لاسونو ماته ورکړه خو اوس د ګوتو په شمېر لېوان مو پرلپسې په غوښو لګیا دی او د دوی په خوله سوک نشو ورکولئ. زما دا سپین ږیری ملګری ورته څوځل ووییل مدیر صاحب دا مثنی ده مګر مدیر صاحب ورته هیڅ پام ونکړ، ما ورته پټ ووییل چی چارواکئ راته چپړه خور (بډې اخیستونکئ) ښکاری خیر ده پيسې ورکه او که زما خوله خلاصه شوه نو بیا ښایی کار رانه خراب شی خو هغه زما خبره کمه واوریده، زما پدې سپین سرو ښځو، کوچنیانو او سپین ږیرو لا ورته غصه راتله خو کله چی یی زمونږ عریضه را ته بیرته راکؤله نو نور می زغم له لاسه ورکړ او خدای شته چی د ده چاره می کوله، خیر ده زه دی پری څو ورځې بندی شوی وم خو هغه می نه پرېښود مګر همدی ملک له ږیری ونیؤم او راته یی ووییل چی د خدای په خاطر خوله بنده که وروسته یی راته وویل چی ته بیرون لاړ شه زه دی تذکره دروړم. لږ شېبه وروسته می کتل چی سپین ږیرئ ملګرئ یی هم را وؤت او ورته یی وییل چی ته لیونئ شوی یی، زمونږ کار یی کاوه خو هسی د خلکو لپاره یی وییل چی فورمی خلاصی دی، دوئ زمونږ لپاره لږ فورمی ساتی بیا هغه ورته ځواب ورکړ چی ولی دا نور د خدای بنده ګان ندی، دوئ سره ولی ظلم وشی؟ ولی د یوی تذکری لپاره څو ورځې ولسوالئ ته راشی؟
پورتنئ پېښه د سترګو لیدلئ حال ده، په بشپړ ډؤل رښتیا ده. زمونږ د لغمان ولایت په ځانګړی ډؤل د قرغیو د ولسوالئ چارواکی له ولس او پښتو ژبې سره ډېره لویه جفا کوی نه پوهېږم چی دوی له ناپوهئ دا کار کوی که د مرکز څخه د ځنې متعصبو کړیو له خوا ورته د پښتو ژبې د ریښې د ویستلو لارښودنه کیږی، دا هغه ستونزه ده چی سمدستی باید ورته د پائ ټکئ کېښودل شی. کله چی د سیمی اکثر اوسیدونکی پښتانه وی، چارواکی پښتانه وی، په ښوونځیو کی په پښتو ژبه زده کړه ورکؤل کېږی نو پداسی سیمو کی د پښتو ژبی نه کارؤل د نوموړې سیمې د اوسیدونکو او ټولو پښتنو سره ستره جفا ده چی په ټوله کی د نوموړو سیمو او په ځانګړی ډول د لغمان چارواکی باید ورته سمدستی پام وکړی.
په درنښت.