د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر صاحب څه خبر وه.

حق دوست 14.10.2014 17:08

د سر خوږی د درملنی په موخه ډاکټر ته لاړم.
ما وییل: ډاکټر صاحب سر می خوږیږی.
هغه د تل په څېر سمدستی راته وویل بشپړی معاینی دی وکړه.
د لابراتواری معاینو یو اوږد لست یی په لاس راکړ او د لابراتوار لار یی راوښوده.
لابراتوار ته له رسیدو سره سم مسول وګړی پیچکاری را واخیسته.
زما د لاس په رګ یی د ننه او وینه یی را نه واخیسته.
لدی وروسته یی د ډکو او تشو میتیازو لپاره لوښی راکړه او تشناب په لور یی راته لارښودنه وکړه.
را ته یی ووییل چی په یوه لوښی کی ډکی او په بل کی تشی میتیازی د معاینی لپاره راوړه.
ما هم دا کار وکړ.
معاینی وشوی.
څو زره روپئ می د معاینو ورکړی او رپوټ یی په لاس را کړ.
رپوټ په لاس ډاکټر صاحب ته بیرته راغلم.
ډاکټر صاحب رپوټ ته په ځير ځیر وکتل.
ټنډه یی تروشه شوه.
یو اوږد اسويلئ یی وویست.
ډېر په خواشینی لهجه یی راته ووییل: وینه دی غوړ لری او په خېټه کی دی چینجی دی.
که درملنه یی ونکړی نو ښایی د زړه ناروغئ او د وینی لوړ فشار درته پیدا شی.
باید بشپړه درملنه یی وکړی.
زما هم وار خطا شو.
خوله می وچه شوه.
ساه می تېره بېره شوه.
زړه می په درزا شو.
ښایی چی رنګ به می هم تښتیدلئ وی.
سردرد می هیر شو.
او د زړه او د وینی د لوړ فشار د ناروغئ اندیښنی واخیستم.
ما وییل: ډاکټر صاحب اوس به څه کیږی؟
ډاکټر صاحب: غلئ غوندی مسکئ شو.
وییل یی د اندیښنی خبره نشته، درملنه مو شونی ده.
درمل درته لیکم، دا به وکاروئ، څو ورځې وروسته به بیا ځان راوښایاست چی بشپړی معاینی مو کړم.
زړه می لږ لږ دمه شو.
نسخه می واخیسته او درملتون ته لاړم.
درملتون والا ښایسته ډېر درمل راواخیستل او په یوه لویه خلته کی یی راته واچول.
وییل یی دری زره روپئ به راکړی.
زما سره ټولی دری سوه روپئ پاتی وی، نوری د ډاکټر صاحب فیس او معاینات شوئ وه.
هک پک پاتی شوم چی اوس څه وکړم.
ډېر په کراره می درملتون والا ته ووییل: وروه بخښنه غواړم، ماسره پیسی لږ دی، کور ته ځم چی پیسی راواخلم بیا به درمل واخلم.
هغه دوست ته چی مخکینئ روپئ می تری پور اخیستی وی بیا ورغلم، ټوله کیسه می ورته تیره کړه او نوری پیسی می تری پور کړی.
بیرته درملتون ته راغلم او درمل می واخیستل.
شاوخوا دری اونئ می درمل وکارؤل خو په سردرد کی می کوم ښه والئ رانغئ.
بیا می پیسی پور او ډاکټر صاحب ته ورغلم.
هغه د نوموړو لابراتواری معاینو اوږد لیست بیا راکړ او د لابراتوار لار یی را ته وښوده.
همدا کار بیا وشو، څو زره روپئ می ورکړی او لابراتوار والا رپوټ په لاس راکړ.
بیرته ډاکټر ته راغلم.
ډاکټر صاحب رپوټ په ځیر ځیر وکوت، ټنډه یی وغوړیده.
په خندا خندا یی راته ووییل وروه تاسو ښه شوی یاست.
د وینی غوړ او د ګیډی چینجی دواړه مو له منځه تللی دی.
ما ورته ووییل: ډاکټر صاحب زما سردرد خو نده ښه شوی.
د هغه ټنډه تروشه شوه.
په تریو تندی یی را ته ووییل: وروره ما تاسو ته د وینی د غوړ او دګیډی د چینجیو درمل درکړی دی.
دا دواړه ناروغئ له منځه تللی دی.
ښایی ستاسو سردرد به بل څه لامل لری.
ددی لپاره باید تاسو د اعصابو او د سترګو له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.
ښایی سردرد مو د ذهنی ناروغئ یا د سترګو د ناروغئ له کبله وی.
ډېر خپه شوم.
له ځان سره می ووییل: دومره پیسی به اوس د اعصابو ډاکټر او د سترګو ډاکټر ته له کومه راوړم.
ما خو مخکینئ روپئ هم پور کړی وی.
نوری به له چا پور کړم.
ډېره غوسه راغله.
یوځل می وییل چی ډاکټر صاحب سره جګړه وکړم.
بیا می له ځان سره وییل: چی ډاکټر څه ملامت ده.
شفا خو الله پاک ورکوی.
بیا ډاکټر صاحب څه خبر وه چی دا پیسی ما پور کړی دی.
ډاکټر صاحب څه خبر وه.
په درنښت.