د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنې لوستو او نالوستو وګړو ته پرتلیزه کتنه

حق دوست 20.03.2011 17:16
د ټولنې لوستو او نالوستو وګړو ته یوه پرتلیزه کتنه:
پدې لیکنه کې هڅه دا ده چې د خپلې ټولنې لوستی او نالوستی وګړی په لنډ ډول پرتله کړو، څرګند شوی ټکی نه د ټولو لوستو او نه د ټولو نالوستو وګړو ولې د دواړو ډلو له ډېره کی (اکثریت) څخه څرګندونه کوی. موخه ېې دا ټکی روښانه کول دی چې لکه څنګه چې لیک لوست او ښوونه اوروزنه د وګړو فکرونه جوړ او لدې لارې یوه غوره ټولنه جوړوی په همدې ډول ناوړه او ټیټ کیفیت لرونکی لیک لوست او ښوونه او روزنه ټولنه فساد، ناوړه کړو وړو او په ډول ډول ناروغیو اخته کوی. هغه لیک لوست چې سالم فکرونه، سالم وګړی او سالمه ټولنه جوړه نشی کړای نو یو ناکام، رنځور او بې کفایته سیستم بلل کېږی.
کتنه په لاندې ډول په څلورو برخو کې صورت مومی.
۱ – دینی ارزښتونو ته درناوی
۲ – کلتوری ارزښتونو ته درناوی
۳ – اخلاقی ارزښتونو ته درناوی
۴ – پوهنیزه برخه
۱ – دینی ارزښتونو ته درناوی:
• د یادونې وړ ده چې مونځ د ایمان وروسته زمونږ د دین تر ټولو لوی او ارزښتناک رکن ده، په الهی کلام کې ډېر ځل د ایمان څخه سمدستی وروسته ترې یادونه کېږی، د انسانیت د ستر لارښود په سپېڅلو حدیثونو کې د مسلمان او کافر تر منځ توپیر بلل شویده ولی له بده مرغه چې زمونږ ګڼ شمېر لوستی وګړی لمونځ نه کوی مګر له نېکه مرغه په نا لوستو وګړو کې د لمونځ کوونکو وګړو کچه په پرتلیز ډول لوړه ده – که په اټکلی ډول ووایو نو د هېواد په کچه (په ځانګړی ډول کابل کې) ښایی شاوخوا ۹۰ په سلو کې لوستی وګړی د دین دې ارزښتناک رکن ته د عمل په ډګر کې ژمن نه وی ولې له نېکه مرغه چې نالوستی وګړی ښایی په اټکلی ډول ۹۰ په سلو کې د دین دا رکن په ځای کوی.
• ږیره پرېښودل د اسلام د سپئڅلی پیغمب خواږه سنت دی ولې له بده مرغخ چې ښایی شاوخوا ۹۵ په سلو کې لوستی وګړی ګیره ونه لری، ځنې خو ېې ان تر ۷۰ کلنئ او ۸۰ کلنئ پورې هم نه پرېږدی لنګوټی خو نژدې ټول نه په سر کوی چې دا هم د انسانیت د ستر لارښود سنتو څخه یو ده، ولې له نېکه مرغه په نالوستو وګړو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پدې سنتو د عمل کچه لوړه ده.
• د الهی سپېڅلی کلام تلاوت چې باید د اسلامی ټولنې هر غړی ېې هره ورځ وکړی، ښایی چې ۲ په سلو کې لوستی وګړی ېې هم ونکړی ولې له نېکه مرغه چې دا کچه هم په نالوستو وګړو کې لوړه ده. سربېره پردې ګڼ شمېر لوستی وګړی چې تر لېسانس او ماسترئ پورې لوړې زده کړې لری د الهی سپېڅلی کلام صحیح تلاوت هم نشی کولی او هغه لږ شمېر وګړی ېې چې کولی شی هغه هم ښایی چې د مورپلار او کلیوالی مسجدونو د امامانو څخه زده کړی وی.
• نېکو کارونو ته د وګړو بلنه او ناوړه کارونو څخه مخنیوی هم د مسلمان یوه سپېڅلې دنده ده، ولې له بده مرغه چې دا کار په لوستو وګړو کې شاوخوا د نشت برابر ده، یو شمېر لوستی وګړی خو دې کار ته د فردی آزادۍ د یو ګواښ په ډول ګوری او پدې وینا (چې عیسی به دین خود او موسی به دین خود است) ډېر باوری دی.
• بېځایه به نه وی که ووایو چې انسان باید د ښه ژوند او ښه آخرت سره د خپلې مینې تر منځ یو انډول وساتی مګر له بده مرغه چې ډېری لوستی وګړی د ښه ژوند په مینه کې دومره لېونی دی چې ښه آخرت ته ېې په ذهن کې ډېر لږ ځای ورکړی یا ځنو ېې ښه آخرت په بشپړ ډول هېر کړی ده – د بېلګې په ډول نژدې ټول مو ځان او راتلونکی نسل ته روښانه راتلونکې غواړو ولې له بده مرغه چې پدې روښانه راتلونکې کې مونږ د آخرت روښانه راتلونکې ته ډېر لږ پام کوو، مګر ترڅه بریده نالوستی وګړی سره لدې چې پدې برخه کې ښه ژوند سره مینه لری ولې ښه آخرت ته هم پام کوی.
۲ – کلتوری ارزښتونو ته درناوی:
• کلتور د یوې ټولنې پېژندګلوی (هویت) ده، د ټولنې کلتور له منځه وړل د هغې ټولنې د هویت او په پایله کې د نوموړې ټولنې له منځه وړل دی خو کلتوری ارزښتونو ته د درناوی په برخه کې هم ښایی د نالوستو وګړو برخه ډېره غوښنه وی پدې معنی چې ډېری لوستی وګړی مو له بهرنیو کلتورونو (لکه: د لوېدیځې نړئ، ختیځې نړئ او هندی کلتورونو څخه اغېزمن ښکاری)، د بېلګې په ډول نژدې ټول ېې خپل کلتور (لکه: کمیس پرتوګ، لنګوټی، څادر ............. او نورو) ته د وروسته پاتې والې د نښې په سترګه ګوری او د پردېو کلتورونو (لکه: پتلون یخن، نېکټاېې، ببر لوڅ سر، خرېېلې ږیره او برېت او داسې نورو) باندې ویاړی، په ځنې رسمی دفترونو، ښوونیزو او ان د لوړو زده کړو په مرکزونو کې خو د نظم او یونېفورم تر چتر لاندې لازمی ګرځول شویدی. ولې نالوستی وګړی مو د لوستو په پرتله خپل کلتور ته ژمن برېښی.
• د غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې هم همدا لوستی وګړی دی چې په ټولنه کې د پردیو کلتورونو د خپرولو هلې ځلې کوی، د خپلې وطنئ موسیقئ په پرتله هندی او لوېدیځې موسیقئ اورېدل غوره ګڼی. مګر په نالوستو وګړو کې دا کچه ټیټه ده او ډېری خو ېې سل په سلو کې د مخالفت غږ اوچت او پدې ډول خپل کلتور او ملی هویت ته ژمنه څرګندوی.
۳ – اخلاقی ارزښتونو ته درناوی:
• د اخلاقی فساد کچه هم له بده مرغه ښایی چې په لوستو وګړو کې د نالوستو په پرتله لوړه وی. سربېره پردې نالوستی وګړی په ډېره وېره او ډېر په پټه ناوړه اړیکې ټینګوی ولې بل لور ته لوستی وګړی ېې نژدې په څرګند ډول د دوستش دارم او نورو نومونو تر چتر لاندې کوی – په ځنې سیمو کې خو په بشپړ ډول لاس په لاس د هرډول وېری پرته په ښارونو او نورو ګڼ مېشتو سیمو کې ګرځی.
• د غلا کچه – په نالوستو وګړو کې ښایی په سلو کې یو وګړی غل وی هغه هم داسې چې د شپې په توره تیاره کې د چا کور ته د غلا په موخه ځی یا لاره نیسی ........... ولې شاوخوا ۹۰ په سلو کې لوستي وګړی بیا همدا غلا په رڼا ورځ کوی، پدې معنی چې په رڼا ورځ بډې اخلی، له غل او لاروهونکی سره د جوال خوله نیسی، هغه ته د سزا په ورکولو کې پاتې راځی او ډېر ځل ورسره په غلا کې شریک وی، داسې هم ډېر کېږی چې یواځې هغه غل او لاروهونکی ته سزا ورکول کېږی چې لوستو وګړو (یاچارواکو) ته پکې برخه نه ورکوی او یواځې ېې خوری.
• د اداری فساد کچه: اداری فساد خو نژدې ټول د لوستو وګړو له خوا صورت مومی ځکه نالوستی وګړی په دولتی او نادولتی ادارو کې نژدې هېڅ شتون نلری یا ېې شمېره او واک دومره لږ ده چې د یادولو وړ به نه وی.
• د قانون واکمنئ ته درناوی: د یادونې وړ ده چې نالوستی وګړی ډېر لږ قانون ماتوی هغه هم ډېر ځل لدې کبله چې په قانون نه پوهېږی یا کله کله داسې هم کېږی چې د قانون مسول لوستی وګړی ېې قانونی اړتیاوې نه پوره کوی، شکایتونو ته ېې مناسب او په وخت ځواب نه وایی لدې کبله اړ کېږی چې قانون مات او خپله پرېکړه پخپله وکړی. مګر لوستی وګړی بیا ښه په قانون پوهېږی، خو لارې ورته جوړوی، سرغړونې ترې کوی، د بې وزله نالوستو وګړو کارونه ځنډوی، ډېر ځل همدا قانون د نورو د ځورولو او پدې ډول د بډو اخیستلو لپاره کاروی.
• عدالت ته د درناوی کچه: که دې برخې ته وګورو نو دا ټکی ښه په ډاګه کېږی چې د توپیری چلند سرچینه هم لوستی وګړی دی. دا ټکی په دولتی ادارو کې ښه په ډاګه ښکاری، د ژبنی، توکمیز، سیمه ایز او سیاسی توپیر ټول ډولونه په دولتی ادارو کې ښه څرګند دی چې ټول چارواکی ېې لوستی وګړی دی.
• په جګړو او نا امنئ کې د ګډون کچه: پدې کې شک نشته چې په جګړو کې د لوستو وګړو د ګډون کچه د نالوستو وګړو په پرتله ډېره ټیټه او ان د نشت برابر ده ولې ناامنئ او جنګ جګړو ته په لاره هوارولو کې د لوستو وګړو له ونډې نه هم سترګې پټول ناشونی دی. د بېلګې په ډول که د تېرو درې لسیزو جګړو ته وګورو نو دې پایلې ته رسېږو چې ددې لوېې غمیزې لامل لوستی وګړی (سیاستوال) وه، پدې معنی چې هغوی دا ټولنه د ورورولئ په ځای په بېلابېلو سیاسی، ژبنیو، توکمیزو او سیاسی ډلو ووېشله، ټوپک ېې په لاس ورکړ، جنګ جګړې ېې جوړې او نالوستی وګړی ېې د خپلو کرغېړنو سیاسی موخو لپاره د سون د توکو په ډول وکارول. همدا ډول که د کورنیو او کلیو ترمنځ جنګ جګړو ته کتنه وکړو نو لوستی وګړی پکې لویه ونډه لری. دا لدې کبله چې قانون پلی کوونکی لوستی وګړی عدالت په بډو پلوری، د مظلوم ګرېوان د ظالم له لاسه نشی خلاصولی، قاتل ته سزا نشی ورکولی، مجرم نشی نیولی او نالوستی وګړی مجبوره کوی چې پخپل زور خپل حق او غچ واخلی.
۴ – پوهنیزه برخه:
له بده مرغه چې د پوهنې په ډګر کې هم زمونږ لوستی وګړی کومه د پام وړ لاس ته راوړنه نلری.
• ګڼ شمېر د محکمو په څېر سپېڅلې ادارې مو هم عدالت په رشوت پلوری، ځواکمن او شتمن ته د سزا په ورکولو کې پاتې راځی، بې وزله او بې وسه ته په یواځې یو بې بنسټه تور هم لویه سزا ورکوی، د وګړو تر منځ په انصاف ولاړه پرېکړه نکوی او په ټولیز ډول د انسانی ټولنې یو لوی بنسټ – عدالت – تر پښو لاندې کوی.
• سیاستوال هم د ټولنې سوله ایز چاپېریال د خپل سیاسی واک قربانی کوی، خپلمنځی پوهاوی کې پاتې راځی، ډېری ېې د ټولنې خپلواکی او سوکالی هم په بهرنیو پلوری، ټولنه د سمې لارې په ځای په ناوړه لارو روانوی، د هر سیاستوال په غاړه کې مو د یو یا څو هېوادونو د غلامۍ پړی پروت او د خپلو وګړو د ګټو په ځای د بهرنیو هېوادونو ګټو ته ژمن دی او ګڼ شمېر ېې خپلو او دخپلې ډلې ګټو ته د ملی ګټو نوم ورکوی.
• د روغتیا برخې ته که کتنه وکړو نو هره ورځ مو بې شمېره هېوادوال د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته روان دی، لوړپوړی سیاسی چارواکې خو مو ښایی چې د زکام په ډول د یوې کوچنۍ ناروغئ د درملنې لپاره هم بهرنیو هېوادو ته لاړ شی، بل لور ته مونږ یو بهرنی هم ونه لید چې د درملنې لپاره زمونږ هېواد ته راغلی وی، درواغجنې وعدې ډېرې کېږی (چې ۸۰ سلنه وګړی مو روغتیایی خدمتونوته لاس رسی لری ...........) ولې بهرنیو هېوادو ته د درملنې په موخه زمونږ د بې وزله هېوادوالو په تګ راتګ کې هېڅ کمښت نه لیدل کېږی.
• د پوهنتون په څېر تر ټولو معقول ځای کې مو هم توپیری چلندونه له ورایه څرګندېږی، استادان د شخصی، سیاسی، توکمیزو، ژبنیو او سیمه ایزو اړیکو په بنسټ ټاکل کېږی، ډېر لږ شمېر لوستی وګړی مو په دواړو ملی ژبو لیک لوست کولی شی، بهرنیو کلتورونو ته په منظم ډول کار کېږی، زده کړیالان د شخصی، سیاسی، توکمیزو، ژبنیو او سیمه ایزو تړاوونو په بنسټ بهرنیو هېوادو ته د زده کړې په موخه روان دی. داسې پېښې هم شوی چې که څوک له چارواکو سره اړیکې نلری او بهرنیو هېوادو ته د زده کړې په موخه تللی نو د ډول ډول دسیسو له امله له نوموړې هېواد څخه بېرته وتلو ته اړ شویدی.
له پورتینو ټولو څرګندونو څخه دا ټکی روښانه کېږی چې په څومره لوړه کچه چې د لیک لوست د کچې د لوړولو لپاره هلې ځلې کېږی د هغې په پرتله د لیک لوست د څرنګوالی ښه کولو ته هلې ځلې نه کېږی.