د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له نورو سیاستوالو سره زمونږ د سیاستولو ځنې توپیرونه

حق دوست 02.08.2010 12:22

که زمونږ د ځنې سیاستوالو کړو وړو ته وګورو نو ښایی چې په پوره ډاډ سره داخبره ومنو چې د دوی او د نړۍ د نورو سیاستوالو ترمنځ د ځمکې او اسمان غوندې توپیر شتون لری. دا توپیر ښایی دومره لوی وی چې بشپړه یادونه ېې د دې لیکنې د وس کار نه وی ولې په لنډ ډول یو څو توپیرونو ته پدې لیکنه کې ګوته نیسو.

د بېلګې په ډول:

۱. د نورې نړۍ سیاستوال خپلې ټولنې ته کار کوی، د خپلې ټولنې د ملاتړ د لاس ته راوړلو هځې کوی ولې زمونږ ګڼ شمېرسیاستوال بهرنیو هېوادونو ته کار کوی، د هغوی د خوشحالولو او ښېرازه کولو لپاره هڅه کوی او د هغوی ملاتړ لاس ته راوړی.

۲. نور سیاستوال خپله سیمه او ټولنه د جګړې د اور څخه خوندی ساتی او په ډېرو حالاتو کې خپله جګړه په نورو سیمو کې کوی خو زمونږ سیاستوال د نورو سیمو او ټولنو جګړې خپلې سیمې ته راوړی او پدې ډول خپله ټولنه د نورو سیمو د جګړې ډګر ګرځوی، چې ښه بېلګه ېې د هېواد اوسنۍ جګړه ده، دلته لوېدېځوالو خپله جګړه زمونږ سیمې ته راوړه، خپله سیمه ېې خوندی کړه او زمونږ سیمه ېې د جګړې ډګر کړ خو زمونږ سیاستوالو ورته په ورین تندی ښه راغلاست ووایه، همدا نن چې په هېواد کې کومه جګړه روانه ده آیا دا د روس، امریکا، هند، پاکستان، ایران اونورو هېوادونو نده؟ آیا قربانی ېې زمونږ بې وزله ولس نده؟ آیا ددې جګړې ډګر زمونږه خاوره نده؟ آیا همدې سیاستوالو دلته نده راوړې؟

۳. د نورې نړۍ سیاستوال د خپل دود او کلتور ساتنه کوی او ان په نورو سیمو کې ېې خپروی خو زمونږ سیاستوال د نورو هېوادونو دود او کلتور خپلې ټولنې ته راوړی او پخپله ټولنه کې ېې د خپرولو هڅې کوی چې ژوندۍ بېلګه ېې همدا اوس د غږیزو او انځورېزو رسنیو څخه بېلابېلې خپرونې دی چې په څرګنده د پردیو کلتور په ټولنه کې خپروی او زمونږ د ګڼ شمېر سیاستوالو د ملاتړ څخه برخمنې دی.

۴. د نورې نړۍ سیاستوال د خپلې ټولنې د یووالی لپاره مبارزه کوی او پدې ډول خپله ټولنه غښتلې کوی خو زمونږ ګڼ شمېر سیاستوال د دې برعکس خپله ټولنه په ژبنیو، سیمه ایزو، سیاسی او توکمیزو ډلو وېشی او پدې ډول ټولنه کمزورې او له پښو غورځوی – ژوندۍ بېلګه ېې دا ده چې مونږ ګڼ شمېر داسې ګوندونه لرو چې هغه د ټول ملت نه بلکه د یوې سیمې، یوې ژبې او یو توکم په چوپړ کې دی.

۵. د نورې نړۍ سیاستوال د ولسواکۍ تر چتر لاندې د ولس د هرې ډلې رایی ته درناوی کوی، هرې ډلې ته په واک کې برابره ونډه ورکوی او لدې لارې ټولنې ته عدالت او سوله راوړی خو زمونږ سیاستوال د ولسواکۍ تر نوم لاندې په چل ول یوه کوچنۍ ډله او کوچنۍ سیمه په ټول هېواد واکمنوی، هغی ته په واک کې غوښنه برخه ورکوی، د اهلیت، وړتیا او نورو بېلابېلو پلمو په نوم هغه د واک په ګدۍ کښېنوی او د ټولنې غوڅ اکثریت له پامه غورځوی. ښایی چې د دې پېښې ژوندۍ بېلګه هم پخپل همدې نظام کې ووینو، آیا اوسنی نظام د ټول ولس استازی توب کولی شی؟ آیا پدې نظام کې د هېواد ټولو سیمو، ژبو او توکمونو ته برابره ونډه ورکړل شوې او که یواځې یوه کوچنۍ ډله او سیمه په ټول هېواد واکمنه ده؟

۶. پدې کې شک نشته چې سیاستوال سوداګری کوی خو دا سوداګری د توکو نه بلکه د وګړو پېر او پلور ده له بده مرغه چې زمونږ سیاستوال پدې برخه کې هم ډېر وروسته پاتې دی، پدې مانا چې د نړۍ سیاستوال د نورو هېوادونو څخه خلک په بیه رانیسی او خپلو موخو ته پرې ځان رسوی مګر زمونږ سیاستوال پخپله ځانونه او په ډېرو حالاتو کې ان چې خپل ولس په نورو پلوری – ښه بېلګه ېې دا ده چې همدا اوس زمونږ ډېری سیاستوال په بهرنیو هېوادونو پلورل شوی او لګیا دی چې خپل ولس او پلویان هم وپلوری. د دې د ثبوت لپاره به همدا بس وی چې اوس ېې په سترګو وینو چې د تور لست او سپین لست په نوم زمونږ ولس په نورو هېوادونو پلورل کېږی. که رښتیا ووایو نو که دا خلک ګنهګار هم وی مونږ باید پخپله سزا ورکړو نه دا چې هغوی په بهرنیانو وپلورو. وګوری زمونږ نزدې ګاونډی پاکستان ته، هغه زمونږ طالبان په لوېدیځوالو وپلورل، لدې لارې ېې ډېرې مادی ګټې لاس ته راوړې ولې د پاکستان اتومی ساینس پوه ډاکټر عبدالقدیر ېې لوېدیځوالو ته ورنکړ او په څرګند ډول ېې لوېدیځ ته د هغه د سپارلو څخه انکار وکړ. د دې لپاره چې خپل هېواد او ټولنه ېې د بدنامۍ څخه ژغورلی وی نو د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ېې افغانستان ته راوست او دلته ېې امریکایانو ته په لاس ورکړ.
۷. د نورو هېوادو سیاستوال خپل ولس د پردیو څخه ساتی خو زمونږ سیاستوال پردی راولی او خپل ولس پرې وژنی – د دې ژوندۍ بېلګه دا ده چې پرون زمونږ سیاستوال روسان راوستی وه او خپل ولس ېې پرې واژه او نن هم سیاستوال ګڼ شمېر بهرنی راوستی او خپل ولس پرې وژنی. آیا نن چې بهرنیان زمونږ په هېواد کې خپل سری پوځی عملیات کوی، د خلکو کورونو ته ننوځی، ملکی وګړی وژنی، د ځان سره ېې زندان ته بیایی، دا زمونږ هېوادوال ندی؟ دا د دې خاورې بچی ندی؟ د دوی ساتنه د سیاستوالو دنده نده؟

که پورتنیو ټکو ته ښه ځیر شو نو ښایی دې پایلې ته ورسېږو چې زمونږ سیاستوال روانی ناروغان دی چې باید درملنه ېې وشی. دوی واک ته د رسېدو سره بې کچې مینې لېونیان کړی دی، نه د خپل ولس پروا لری، نه د هغوی د پرمختګ او سوکالۍ پروا لری – بس یواځنۍ شی چې دوی ېې غواړی هغه د واک ګدۍ ته رسېدل دی، هغه که د ولس د وینو په بیه وی، که د هېواد د خپلواکۍ په بیه وی او که د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په بیه، خو دوی ېې باید لاس ته راوړی.