د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ د روغتیایی برخی پوهاند صاحبان

حق دوست 29.08.2013 22:15

زمونږ د روغتیا برخی پوهاند صاحبان زمونږ د ولس ناپوهه دوستان که هوښیار دښمنان؟
لمړئ تر هر څه هغه د ګوتو په شمار پوهاند صاحبانو ته یوه نړئ درنښت او سلامونه چی زمونږ بی وزلئ، ناپوهئ او جګړه ځپلی ولس ته یی رښتینئ خدمت کړئ، له پوهنتونونو څخه یی له خپلی وسې سره سم رښتینی ښوونیز ډګرونه جوړ کړی، ګټؤر کتابونه یی لیکلی او لږ تر لږه تر څه کچی یی هیواد ته زړه سواندی ډاکټران روزلی ولی له بده مرغه باید ووایم چی د هغوئ شمیر ډېر لږه ده او لوئ شمیر یی هغه پوهاند صاحبان دی چی که کړه وړه یی د انصاف په تله وتلو نو پرته له شک نه به دی پایلی ته ورسیږو چی دا پوهاند صاحبان یا زمونږ د ولس ناپوهه دوستان یا هوښیار دښمنان دی.
راځئ ددی پوهاند صاحبانو کړو وړو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو – هڅه به دا وی چی داسی بیلګی راوړو چی ټول ولس ته څرګندی وی او هیڅوک تری سترګی نشی پټولئ. ځنې دا ډؤل بېلګې داسی یادؤلی شو:
لمړئ هغه بېلګې چی ټول ولس ته لکه لمر روښانه او ولس تری تر پوزې راغلئ مګر د ګڼ شمیر خنډونو له کبله نشی کولئ چی بلی خوا لاړ شی یا یی په ضد خپل غږ جګ کړی.
1. زمونږ نزدې ټول ښاغلی پوهاند صاحبان یوه ناروغ ته د ۶ یا ۷ ناروغیو درمل لیکی – پدی معنی چی دوئ د ناروغ د ناروغئ صحیح تشخیص نشی کولئ او یواځې امکانات په پام کی نیسی، که په یوه ناروغ کی د ناروغئ امکانات ۷ وی نو د ۷ ناروغیو درمل ورته لیکی او که د ۱۰ ناروغیو امکانات وی نو د ۱۰ ناروغیو درمل ورته لیکی، پدی ډؤل له یوی خوا د ناروغ پیسی بی ځایه لګوی او له بلی خوا یی د درملو په ناوړه اغیزو وژنی.
2. دا ښاغلی ناروغ ته بی شمیره لابراتواری معاینات لیکی – ناروغ زرګونه روپئ په معایناتو ورکوی مګر کوم تشخیص چی کوی هغه غلط وی، په پایله کی د ناروغ حالت لا نور خرابیږی پدی ډؤل هغه چی بهرنیو هیوادونو ته د تګ وسه نلری نو پخپل کور کی د مرګ شیبې شماری او هغه چی بهرنیو هیوادونو ته تګ وسه لری نو بهر ته ځی او خپله درملنه په بهرنیو هیوادونو کی کوی. په بهرنیو هیوادونو کی چی کله د دی ښاغلیو نسخی ډاکټران ګوری نو ورپوری خاندی ځکه نوم یی دومره لوی وی چی سړئ یی په لوستلو ستړئ کیږی مګر نسخه یی داسی وی چی د اړونده ډاکټر پری شک پیدا کیږی چی دی ښاغلی به د طب پوهنځئ لوستی او ډاکټر به وی که نه. که رښتیا خبره وکړو نو زمونږ دی ښاغلیو پوهاند صاحبانو هیواد په بهر کی په شرمونو شرمولئ ده. زه خو پدی اند یم چی ښه به داوی چی دوئ لږ تر لږه د پوهاند نوم بد نه کړی او ځان ته پوهاند و نه لیکی، ځکه بهرنی ډاکټران داسی انګیری چی د هیواد پوهاند یی دومره ناپوهه وی نو کوچنی ډاکټران به یی څنګه وی.
3. دا ښاغلی د ناروغئ په تشخیص کی ډېره بیړه کوی، ډېر ځل د بیړی له کبله داسی کیږی چی ناروغ ته سمدستی وایی چی دا او هغه ناروغی مو ده او درملنه یی ناشونی ده، په پایله کی ناروغ د نهیلئ ښکار او په بیلابلو روانی ستونزو اخته کیږی – زه په بشپړ ډاډ سره وایم چی که زمونږ د ښاغلیو پوهاند صاحبانو او ډاکټرانو په کړو وړو ناپېېلی څېړنه وشی نو ټول ولس ته به روښانه شی چی دا ښاغلی د دومره ناروغانو درملنه نه کوی څومره روغ وګړی چی په ګڼ شمیر ناروغیو اخته کوی، ان تر دی چی په غلطو درملو او غلطو تشخیصونو یی وژنی.
4. دا ښاغلی په دروغو وییلو کی دومره مهارت لری چی د رښتینو پوهاندانو په څېر حرکتونه او اکتونه کوی ټنډه ورسره ښه تروشه کړی، لاسونه ورسره ډېر په ترتیب ښوروی، سترګی ورسره په یو خاص ډؤل خلاصی او بندی کوی او د ناروغ بشپړ ډاډ په ځان راولی پدی ډؤل نورو ډاکټرانو ته هم ستونزی جوړوی ځکه که هغوئ څومره ناروغ ته تسلی ورکوی په ناروغ اغیز نه کوی، او هغه اندېښنه یی له زړه نه وځی کومه چی دی ښاغلیو ورته پېښه کړی ده.
5. که ددی ښاغلیو د پوهی او کړو وړو په اړه له ولس څخه پوښتنه وشی نو ښایی ۹۵ په سلو کی وګړی پدی اند وی چی زمونږ پوهاند صاحبان او ډاکټران نه پوهیږی، بس یوځل تری درملنه وکړئ، که په روغتیایی وضعیت کی مو ښه اغیز تر سترګو نشو نو سمدستی ځان هندوستان یا پاکستان ته رسوئ ځکه دلته مو ناروغی نوره خرابه او ښایی له ډېرې کوچنئ ناروغئ څخه له مړینی سره مخ شئ.
6. ولس ته د لمر غوندی روښانه ده چی زمونږ ګڼ شمیر ناروغان دلته په ډېرو لویو رغتونو کی بستر وی مګر کورنئ یی له روغتون څخه باسی او بهرنیو هیوادونو ته یی بیایی، ځکه زمونږ په روغتون او ډاکټر باور نلری.


دوهم ځنې هغه بیلګی چی پخپله زمونږ ښاغلیو پوهاند صاحبانو، ډاکټر صاحبانو او لوستو وګړو ته څرګندی دی:
1. زمونږ دا ښاغلی ډېر لوی لوی کتابونه لیکی مګر که منځپانګه یی وکتل شی له معلوماتو خالی وی. دا کتابونه که په نړیوال سټنډرډ برابرو کتابونو سره پرتله شی نو ډېرې نیمګړتیاوی او تېروتنی پکی وی – لمړئ دا چی هغه موضوعات پکی ډېر وی چی ډېر په درد نه خوری او باید لیکوال صاحب تری سپک تیر شی. که بلی خوا ته یی وکتل شی نو بیا هغه موضوعات پکی ډېر لږ وی چی یو ډاکټر ته په درد خوری او باید هرو مرو یی زده کړی. پدی ډؤل زمونږ ډاکټر د نړئ د نورو پوهنتونو په پرتله ډېر څه لولی او ډېر ستړئ کیږی مګر هغه څه چی ورته په درد خوری د هغو له زده کړی بی برخی پاتی کیږی. ژوندئ بېلګه یی پخپله زمونږ دا ښاغلی ډاکټر صاحبان دی چی څومره ډېر لوست کوی او په عمل کی ورته ځان ښه معلوم ده چی څومره پوهیږی – ولس هم وینی چی بهرنیو هیوادونو ته د درملنی لپاره ځی، ان دا چی کله دا ښاغلی پخپله ناروغ شی هم د درملنی په موخه بهرنیو هیوادونو ته ځی.
2. زمونږ ددی ښاغلیو پوهاند صاحبانو په لاس لیکل شوی کتابونه دوی ته دومره ګران دی چی که یو ډاکټر ورته د هغه له کتاب نه د ډېر غوره کتاب څخه په پارچه کی د سوال ځواب ولیکی نو ښاغلئ پوهاند یی نه منی او ډاکټر ناکاموی. داسی هم ډېر پېښېږی چی پوهاند صاحب ځواب په لویشتو اندازه کوی او څومره اوږد ځواب چی زده کوونکی ورته لیکلئ وی که غلط هم وی نو ډېرې نومری ورکوی او که دده له کتاب څخه یی ډېر صحیح ځواب ورته لیکلئ وی، مګر په نورو ټکو او لنډ وی نو نومره نه ورکوی. پدی ډؤل سړئ وییلئ شی چی دا ښاغلئ په کومه تله تول کوی هغه تله پخپله غلطه ده.
3. زمونږ هغه هیوادوال چی په بهرنیو هیوادونو کی اوسیدلی یا یی زده کړې کړی پدی ښه خبر دی چی د کابل پوهنتون نوم په بهرنئ نړئ کی څومره بد ده – دا د همدی ښاغلیو کړه وړه دی، دا ټکئ ښایی ټولو هغه هیوادوالو ته څرګند وی چی کله په بهرنیو هیوادونو کی د بد پوهنتون مثال راوړل کیږی نو تر ټولو روښانه مثال یی د کابل پوهنتون وی – بهرنیان دا ټکئ هم ډېر ښکته پورته کوی چی دا کابل پوهنتون نده چی هرڅوک پکی استاد شی – دا ټکئ هم ټولو لوستو بهرمیشتو وګړو ته څرګند ده چی په کابل پوهنتون کی زده کوونکی هغه څه لولی چی پنځوس او سل کلونه مخکی یی نیا او نیکه لوستل.
4. که د مسلکی او ژبپوهنی له نظره زمونږ د ښاغلیو پوهاند صاحبانو د لیکلو کتابونو مخکتنه وشی نو ښایی په بشپړ ډؤل د یوه ښوونیز کتاب له لست څخه وویستل شی ځکه د مسلکی او ژبپوهنی دواړو له نظره غلط دی. پدی کتابونو کی ګڼ شمیر داسی اسطلاحات کارؤل شوی چی لوستونکی ته موضوع د روښانه کولو په ځای نوره ستونزمنه کوی. کوم انګلیسی اسطلاحات چی کټ مټ په ملی ژبو لیکل شوی هغه هم ټول غلط دی – مثالونه یی تب مالت، تایفویید، پنومونی، پنوموتوراکس، اولسرهای معدی او داسی نور دی – که دی اسطلاحاتو ته ښه پام وکړو سربیره پردی چی زمونږ په ملی ژبه ندی د انګلیسی ژبې په تله هم برابر ندی، ان سړئ وییلئ شی چی اصلا ژبه پکی مسخه شوی ده. چی فکر نه کوم که څوک د ژبی د مسخه کولو حق ولری. که ښاغلئ لیکوال له انګلیسی ژبې نه ژباړه کړی وی نو له هغی خو بیا داسی اچار جوړیږی چی هیڅ مطلب نه ورکوی، صحیح خو پریږده چی غلط مطلب هم نه ورکوی. ډېر ځل یی د پښتو یا دری ژبې په منځ کی ناڅاپی داسی انګلیسی ټکئ کارولئ وی چی که لوستونکئ په انګلیسی نه پوهیږی نو باید انګلیسی فرهنګ ورپسی وګوری – یوه بیلګه یی زه دلته لوستونکو ته مخکی ږدم – زمونږ په ګڼ شمیر کتابونو کی دا جمله شتون لری چی (حادثه مذکور از Reinfection جلوګیری میکند) – په داسی حال کی چی دا جمله داسی ډېره ښه ژباړل کیدای شی چی د کتاب لیکوال صاحب ولیکی چی (حاثه مذکور دوباره از مصاب شدن به مرض جلوګیری میکند) – لدی جملی څخه څرګندیږی چی یا دا ښاغلئ نشی کولئ چی پخپله ژبه کی د نوموړی انګلیسی کلمی لپاره مناسب ټکئ ومومی یا نو په انګلیسی کی د نوموړی ټکی په معنی نه پوهیږی او په کتاب کی یی کاروی.
5. یو ټکئ چی زه یی په ټینګار وایم هغه دا چی دا ښاغلی له خپل کتاب پرته بل کتاب نه منی پدی ډؤل زده کوونکی خپل کتاب پوری محدودوی او دا هغه جفا ده چی هیڅکله د بخښلو وړ نده – زده کوونکی ته باید وخت ورکړل شی چی له آزادو سرچینو نه استفاده وکړی، د ټولی نړئ په پوهنتونونو کی همدا اصول دی. هغه ډله کارکوونکی چی پوهنتونونو او نورو روغتیایی ښوونیزو بنسټونو ته نصاب جوړوی هغوئ هم کټ مټ همدا کار کوی پدی ډؤل له یوی خوا د دوی په لاس لیکل شوی کتابونه د مسلکی او ژبپوهنی له نظره له ګڼ شمیر غلطیو ډک او د استفادی وړ نه وی او له بلی خوا له نورو سرچینو څخه زده کوونکئ استفادی ته نه پریږدی. همدا ټکئ یی تر ټولو ښه بېلګه ده چی زمونږ دا ښاغلی د ولس ناپوهه دوستان یا هوښیار دښمنان دی، نه غواړی چی ولس پوهه لاس ته راوړی او په قصدی ډؤل یی د ناپوهئ په تیارو کی ساتی.


رغنده وړاندیزونه: د پورته یادو شویو نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره باید مسول چارواکی لاندی کارونو ته لمړیتوب ورکړی:
1. د علمی رتبو په ورکؤلو کی دی له احتیاط نه کار واخیستل شی. هغه چا ته دی دا رتبی ورکړل شی چی رښتینی وړتیا یی لری، لمړئ دی د پوهی او نورو ته د زده کړی ورکولو وړتیا ښه وارزؤل شی لدی وروسته دی په علمی رتبو ونازؤل شی.
2. په پوهنتونونو او نورو طبی ښوونیزو بنسټونو کی دی د ټولو درسی کتابونو ښه ارزؤنه وشی، د مسلکی او ژبپوهنی له نظره دی ښه وڅېړل شی او یواځی هغه کتابونه دی د ښوونیزو کتابونو په ډؤل ومنل شی چی د مسلک او ژبی له نظره په تول پوره وی.
3. زده کوونکو او استاذانو دواړو ته دی اجازه ورکړل شی چی له آزادو سرچینو نه استفاده وکړی – زمونږ د ښاغلو پوهاند صاحبانو کتابونو ته دی استاذان او زده کوونکی نه محدود کیږی.
4. په ټولو ښوونیزو بنسټونو کی دی د سیاست د کرغیړنی لوبی د مداخلی مخنیوئ وشی – استا‌ذان، زده کوونکی .............. دی د سیاسی، توکمیزو، سیمه ایزو اړیکو په بنسټ نه ګمارل کیږی او د سیاست تر اغیز لاندی د علمی رتبو ورکول دی سمدستی بند شی.
5. ورکړل شویو علمی رتبو ته دی رښتینی بیا کتنه وشی، له هغه پوهاند صاحبانو، متخصصینو ................ نه دی علمی رتبی بیرته واخیستل شی چی پخوا یی په چل ول یا نورو ناوړه لارو چارو اخیستی دی چی پدی ډؤل د بی ګناه ولس په سر د خدای دا قهر لری شی.
6. د عامی روغتیا د وزارت تر مشرتابه لاندی د تخصص پروګرام دی رښتینئ تخصصی پروګرام شی، په نړیوال سټنډرډ دی برابر شی، که د هیواد د ننه نه وی نو له بهر نه دی ورته رښتنی متخصصین راوبلل شی، که دا ناشونی وی نو سمدستی دا تش په نوم د تخصص پروګرام ودرؤل شی – پدی ډؤل به له یوی خوا د ولسی وګړو د وژلو دا جواز لیک له منځه لاړ شی او له بلی خوا به مو لږ تر لږه په بهرنیو هیوادونو کی له پوزی پریکیدو څخه مخنیوئ وشی.
7. منم چی د بل له زویه خپله لور ښه وی، زمونږ چارواکی، ولس او زده کوونکی چی څومره کولئ شی دا ښاغلی پوهاند صاحبان او متخصصین دی ونازوی مګر یوه مهربانی دی وکړی چی په نسخه کی دی د پوهاند، متخصص او دی ته ورته نورو علمی رتبو په لیکلو بندیز ولګوی پدی ډؤل به مو لږ تر لږه د هیواد دا پوزه په ځای وی چی بس یو عادی ډاکټر ده چی غلط شوی – پوهاند او متخصص نده چی تشخیص یی باید تل صحیح وی.
په درنښت.