د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني د الجزيرې عربي تلويزيون سره په مرکه کې

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 19.07.2009 17:08

مطبوعاتي اعلاميه
د بېړني خپراوي لپاره
۲۸ چنګاښ ۱۳۸۸
۱۹ جولای ۲۰۰۹

بېګا شپه ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د الجزيرې عربي تلويزيون د (ماوراء الخبر) د پروګرام ميلمه و.

د ناستې ډېری برخه په هلمند کې د روانې جګړې په اړه وه. ميرويس ياسيني او په پروګرام کې نورو ميلمنو په یوه خوله په هلمند کې روانه جګړه د حامد کرزي د حکومت ناکامي وبلله.

ميرويس ياسيني چې په عربي خبرې کولې وویل چې د دې جګړې ډېری برخه په خپلو افغانانو پورې اړه لري. که په تېرو اوو کلونو کې افغان دولت خپل ځواکونه روزلي وو او د حامد کرزي د خپلې بقا دپاره د ورانکارو او جنګسالارانو سره دسيسې نه وې کړې نو اوس به په هلمند کې امان و او جګړو ته به اړتيا نه ليدل کېدله.

نوموړي وويل چې په هلمند کې د افغان دولت موقف ښه نه دی. حکومت نه غواړي چې په هلمند کې امنيت راشي ځکه بيا ټاکنې کېږي او حامد کرزی په ټاکنو کې ماته خوري. حامد کرزی په دې ارمان دی چې ټاکنې ونه شي.

ياسيني په دې اړه چې ایا په کار نه وه چې د بهرنیانو پر ځای افغان ځواکونو په دې جګړه کې پراخه برخه اخيستې وه وویل چې زموږ ځواکونه دومره پياوړي نه دي چې د طالبانو په مقابل کې په جګړو کې پراخه ونډه واخلي. دا ځواکونه بايد په تېرو اوو کلونو کې پياوړي شوي واي خو بدبختانه دا کار نه دی شوی. هغه وويل چې په راتلونکي کې بايد د افغان ځواکونو په پياوړتيا کار وشي.

د دولت د مخالفینو سره د مذاکراتو په اړه ياسيني وويل چې د افغانستان په جګړه کې پوځي بری ممکن نه دی او باید چې د طالبانو سره خبرې وشي خو دا خبرې شرطونه لری، افغان دولت وايي چې د طالبانو ادرس نه پيژني، له دې څخه معلومېږي چې افغان دولت طالبانو سره د خبرو نيت  نه لري.افغان دولت چې کله کله د مذاکراتو خبره کوي دا يواځې د رسنيو او ډيپلوماتانو دپاره کوي. غواړي هسې خلک وغولوي. زما په اند بايد د طالبانو او نورو مخالفينو سره جدی خبري وشي. د مذاکراتو دپاره بايد نيت موجود وي که افغان دولت جدي نيت او قناعت ونه لري نو مذاکرات بې ګټې دي.

د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه ميرويس ياسيني وویل چې بهرني ځواکونه موږ نه دي راغوښتي، بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو او د امنيت د شورا د قوانينو او غوښتنو په رڼا کې راغلي دي.

په پای کې د الجزيرې نطاق علي الظفيري ميرويس ياسيني ته وويل چې سره د دې چې نوموړي ته ويل شوي و چې ياسيني ډېره موده په عربي خبرې نه دي کړي، خو بايد ووایم چې ((ستاسو عربي خبرې له عربانو هم روانې وې)).

د نورو معلوماتو دپاره د ميرويس ياسيني ت ټاکنيز کمپاين سره اړيکي ونيسئ.
ايمل یوسفزی – د ټاکنيز کمپايڼ وياند
٠٧٨٦٢٧٢٤٥١

 برېښنا ليک: yasini.compaign@gmail.com

 ويبپاڼهwww.mirwaisyasini.af