د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ د مخکښ کاندید میرویس یاسیني رضاکاران نن په کابل کې خپل د غږیز پیغام رسول پیل کړل

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 16.08.2009 11:14

نن د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند میرویس یاسیني د کمپاین رضا کاران په پلازمینې کابل کې غږیز کمپاین کوي.
تر دې دمه د یاسیني د ټاکنیز کمپاین د رضا کارانو۵ ګروپونه په کابل کې خپاره شوي او تر سبا ماښام پورې به دوام ولري. د رضا کارانو په ۵۰ موټرونو لوډسپيکرونه او د غږ سیسټومونه تړلي او یاسیني کاري تګلاره خلکو ته ورپیژني.

د یاسني ټاکنیز کمپاین وايي چې نن او سبا ته به د کابل ښار او شا او خوا سیمو اوسیدونکو ته خپل غږ ورسوي.
تر اوسمهاله د میرویس یاسني د رضا کارانو شمېر چې ټول ځوانان دي ۱۰۰۰۰ ته رسیږي.

د هیواد په ګډ ګډ کې د یاسیني د ملاتړ او د فساد څخه د ژغورولو په موخه شعارونه ورکوي.

تر دې دمه د یاسیني رضاکارانو د ا هیواد په ختیزو ولایتو کې ور په ور کمپاین له لارې د یاسیني پیغام دوه نیم میلیونه خلکو ته رسولی او لا دوام لري.

یوازي په ننګرهار کې ۵۰۰ ځوانان د ور په ور کمپاین کې بوخت دي او ډاډ ورکوي چې چاته مو د یاسیني پیغام رسولی بل چاته به رایه ورنکړي ځکه چې د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې ښه کاري ډله، پیاوړي او په منطق ولاړه تګلاره لري.

اړیکې : ۰۷۷۴۸۵۶۲۴۲

برېښناليک: Yasini.comapign@gmail.com
ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af