د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني په کابل کې خبري کنفرانس ته خبرې وکړې

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 13.08.2009 13:20

پرون سهار په کابل کې ميرويس ياسيني یو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې چې په کې د کورنۍ او بهرنۍ رسنيو استازو برخه اخيستي وه.
 
په کنفرانس کې ميرويس ياسيني پرون د کابل د چارواکو او پوليسو له خوا ياسيني پلويانو ته د کابل طبي پوهنتون په کافتريا کې د غونډې اجازه نه ورکول وغندل او دا یې په ټاکنو کې له دولتي وسايلو غير قانوني کارونه وبلله.
 
د يادونې وړ ده چې ټاکل شوې وه پرونۍ غونډه د کابل طبي پوهنتون په کافتریا کې ترسره شي، چې دغه کافتریا د شخصي محفلونو لپاره هر وخت په کرایه نیول کیږي، دغه ځای په اجاره ورکړل شوی دی، او حتی شخصي مراسم لکه ودونه هم په کې ترسره کیږي، د ياسيني پلويان د دولتي چارواکو لخوا د ممانعت سره مخ شول او اجازه ورنکړل شوه چې غونډه په کافتریا کې وشي. د غونډې له پيل څخه نیم ساعت مخکې پوليس د پوهنتون ساحې ته ښکته شول او د ياسيني پلويان یې نه پرېښودل چې غونډه په کافتريا کې وکړي. بالاخره د ياسيني پلويانو غونډه په سړک کې وکړه.

په مطبوعاتي کنفرانس کې ياسيني یو ځل بيا د ښاغلي حامد کرزي او د نوموړي د کمپاين هغه ناوړه اوازې او غیرمشروع تکتيک چې ګنې ميرويس ياسيني د ښاغلي حامد کرزي سره ایتلاف کوي رد کړې او ویې ویل چې دا کار یې پخوا هم د امتيازاتو په مقابل کې نه دی منلی او نه به یې ومني. ياسيني رسنيو ته وویل چې دی خپلو ژمنو ته وفادار دی او د ولس سره یې چې د نجات او بدلون کومه ژمنه کړې ده تر اخره به یې د تطبيقولو لپاره هڅې کوي. ياسيني وویل چې ښاغلی کرزی د ولس په سترګو کې خاورې شيندي ، حقيقت پټوي او په غواړي په درواغو ټاکنې وګټي.
 
په کنفرانس کې ميرويس ياسيني د افغانستان شمالي ولایتونو د خپل سفر ګزارش هم رسنيو ته واوراوه او د شمالي ولايتونو له ولسونو یې مننه وکړه د نوموړي د کمپاين تود هرکلی یې وکړ.