د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ کې د ياسيني غونډه او خبري کنفرانس

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 11.08.2009 19:05

میرویس یاسینی د ولسمشرۍ نوماند د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې نن د بلخ ولایت د بلخ ولسوالی ته ورسیدو او هلته یی په هغه غونډه کې ګډون وکړو چې د چمتال ،بلخ ،شولګرې،چهار بولک او اخڅې ولسوالیو  خلکو دده په ملاتړه جوړه کړې وه.

یاسیني غونډې ته خپله پینځّ کلنه تګلاره بیان کړه، ا و په خپلو ، امنیتی، اقتصادي ،زراعتی او تعلیمي پلانونو یی رڼا واچوله.

یاسیني په اوسنۍ اداره نیوکې وکړې چې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلې ده،د خلکو او حکومت تر مینځ فاصله ورځ په ورځ زیاتیږي د ولس اعتماد په دولت له مینځّه تللی دی،ادارې فساد خپل اوج ته رسیدلی دی،له همدې امله ده چې د دولت مخالفین یوې ورځ نه بلې ته زیاتیږي.

یاسیني خلکو ته ډاډ ورکړو،که چیرته د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسیدو، نو د بلخ ولایت د خلکو ټول هغه  حقوق به په ځای کړي چې تراوسه ترې محروم پاتېشوې دي.

  دغه شان په دغه غوڼده کې چې د بلخ ،شولګرې ،چهار بولک چمتال اخچه د ولسوالیو ،سپينږیرو مخورو،قومي مشرانو ځوانانو او دینی عالمانو برخه اخیستې وه،قاري صادق او قومندان امیر ګل د خلکو په استازۍ خبرې وکړې او زیاته یی کړه چې دوی د میرویس یاسیني ټوله تګلاره لوستې ده او وروسته له زیاتې مطالعې نه دې پایلې ته رسیدلې چې د یاسیني ملاتړ وکړې.

د یادولو ده چې په دغه غونډه کې له دوه زرو کسانو زیاتو خلکو برخه اخیستې وه.

ویناوالو میرویس یاسیني د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره غوره نوماند وباله.

 میرویس یاسیني له غوڼدې وروسته یو مطبوعاتی کنفرانس ورکړ.

ددغه مطبوعاتي کنفرانس موخه دوه موضوګانې وې،لومړی د حامد کرزي د هغو وینا ردول و، چې له یوه تلویزیوني چینل سره یی په یوې مرکې کې ویلی وه چې ګوندې میرویس یاسیني به حامد کرزی ته له خپلو ټاکنیزو سیالیو څخه تیریږي. یاسیني ټولې هغه آوازې چې ښایی دی به له خپلو ټاکنیزو سیالیو څخه د کوم بل کاندید په ځانګړې توګه د حامد کرزي په ګټه تیریږي بی اساسه وبللې او دا یی د کرزي غلطه او د قانون خلاف پروپاګندا او کړنې وبللې.

 یاسینی وویل یو ولسمشر ته نه ښایی چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندې ،او ولس په غلطه لاره بوځي.

 یاسیني زیاته کړه چې موږ باید ته ولس سوچه او کره مالومات ورکړو ،نه دا چې د خلکو ذهنونه خرابه کړو، او لا یی پسې  مایوسه کړو.

دغه راز یاسیني په دغه مطبوعاتي کنفرانسې د کابل د طبی پوهنتون او کورنیو چارو وزارت هغه عمل په کلکه وغانده چې نن یی محصلین نه وه پریښي چې د کابل د طبي پوهنتون په کافتریا کې د میرویس یاسیني په ملاتړ غونډّ جوړه کړې  ،نوموړي دغه کار د دیموکراسۍ د اوصولو خلاف او له قانونه ښکاره سر غړاوی وباله . د کابل پوهنتون محصلینو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ولمسمشرۍ له نوماند میرویس یاسیني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغه غونډې کې دکابل پوهنتون له زرو څخه زیاتو محصلینو او استاذانو ، برخه اخیستی وه.

د میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین ویاند

۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱

Email: yasini.compaign@gmail.com

Website: mirwaisyasini.af