د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ياسيني د کرزي سره ایتلاف ردوي او د کرزي پروپاګند یې بولي

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 11.08.2009 19:04

مطبوعاتي اعلامیه
د زمری شلمه ۱۳۸۸

 ولسمشرۍ ته خپلواک کاندید میرویس یاسینی هغه خبرونه رد کړل چې په کې د حامد کرزي کمپاين او د دوی پلوه رسنیو ویلي و چې ګنې ميرويس ياسيني د حامد کرزي سره ایتلاف کوی.

ميرويس ياسيني وايي چې دا د حامد کرزي پلوه رسنيو پروپاګند دی. کرزی اوس پوهېږي چې ټاکنې بايلي نو ځکه دا ډول ناروا پروپاګند ته لاس اچوي. کرزی که په رښتيا کومه تګلاره لري او يا د ولس د مشکلاتو لپاره حلونه لري نو د رسنيو د جرګګۍ له خوا په تياره شوې مناظره کې به د ميرويس ياسيني سره له مناظرې نه په شا کېده. که کرزی اوس هم تيار وي چې ميرويس ياسيني سره مناظره وکړي نو ځای او وخت دې وټاکي چې ورسره مناظره وکړي او ولس ته د دواړو تګلارې او پاليسيانې روښانه شي.

د يادونې وړ ده چې په دا ډول رسنیو کې د ويسا ورځپاڼه او د دې ورځپاڼې چلونکی زبیر شفيقي شامل دي. زبير شفيي د ټاکنيزو مبارزو له پيله د ژورناليزم ارونه د پښو لاندې کړي دي او کرزي ته غوړه مالي کوي.

د ميرويس ياسيني تحریک له ملته راپورته شوی خوځښت دی او هيڅکله به د حامد کرزي د فاسدې ادارې سره يو ځای نه شي. د حامد کرزي او وروڼو فاسده اداره یو ستر مشکل دی چې ولس ورسره لاس او ګرېوان دی او یواځینی حل یې په دې کې دی چې ولس ته له دې ادارې نجات ورکړل شي. د نجات دا تګلاره یواځې او یوا ځې ميرويس ياسيني لري.

ایمل یوسفزی
د میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین
ویاند

۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱
Email:yasini.compaign@gmail.com
Website:  www. mirwaisyasini.af