د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار په بيلابېلو غونډو کې د میرویس یاسیني ملاتړ اعلان شو

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 07.08.2009 17:05

مطبوعاتي اعلاميه

دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسنې په ملاتړ دننګرهارولايت دګوشتې ولسوالۍ دممخيلو،دکامې ولسوالۍ کلا اخون اودګوشتې ولسوالۍ دخوږه خيلوپه سيمه کې بيلابيلې غونډې ترسره شوې .

دګوشتې ولسوالۍ دممخيلوپه سيمه کې ياده شوې غونډه چې دسيمې دقومي مشرانولخوا جوړه شوې وه په سلګونو دسيمې اوسيدونکوپکې ګډون کړى وه قومي مشرانوځاى خلک وهڅول ترڅوخپله رايه ميرويس ياسينې ته ورکړي .قومي سپين ږيرو هريوملک جمعه خان ، مکل محمدحليم منشي ،حاجي وکيل اوسيدمحمد په وارسره خبرې وکړي اوخپل ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې څخه اعلان کړ.

په ورته وخت کې دګوشتې ولسوالۍ خوږخيلوپه سيمه کې هم يوه لويه غونډه دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې په ملاتړترسره شوه .ياده غونډه چې نږدې شپږسوه تنوپکې برخه درلودله دګوشتې ولسوالۍ دخوږخيلو، وچ ټل ،ګډوکلى، کرونده ،توت ګى ،سلاله ،لګړۍ اودعلي خيلو دسيمواوسيدونکوپکې ګډون کړى وه .په غونډه کې دخلکوپه نماينده ګۍ ملک منجور،ملک منګل ،ايوب خان،حاجي خان ولي ،ملک نادرخان مومند اوعلي خان ويناوې وکړې .دوى زياته کړه دحامدکرزې په څوکلنه ناکامه دوره کې تراوسه هیڅ بنسټیز کار نه دی شوي نوځکه دوى نه غواړي چې خپله رايه بل چاته ورکړي بلکې خپل رايه په ولسي جرګه کې دننګرهاردخلکواستازي اودولسمشرۍ نوماندميرويس ياسيني ته ورکړي .

دننګرهاردکامې په ولسوالۍ کې هم دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې په ملاتړيوه درنه غونډه ترسره شوه .ياده غوڼده چې دکامې په کلايې اخون سيمه کې ترسره شوه پکې نږدې زرتنوبرخه اخيستې وه اودالله اکبرپه ناروي خپل حمايت دميرويس ياسينې څخه کاوه .

دسيمې قومي مشرانو روان حکومت يونيمګړى حکومت وباله،دوى زياته کړه ددوى په ډېرو ضرورتونوکې دوى نه يوچارواکې ته نه دى پريښودل شوې چې خپل مشکل دفه کړي اوکه ميرويس ياسينې بريالى شي دوى باور لري چې نوموړى به ټول اولس ته دغه زمينه برابره کړي چې دده اودده دحکومت دمامورينوسره په اسانه ډول وګوري اوخپل مشکلات حل کړي .غوڼدې ته ګل کريم کاموي ،قومي سپين ږيرې لعل محمد،عزيزالرحمن ،احمدالله فياض اوقاري خدايدوست خبرې وکړې .احمدالله فياض دسيمې په خلکوغږ وکړچې نه يوازې دوى خپلې رايې ميرويس ياسينې ته ورکړي بلکى خپل خپلوان اوملګري چې هغه په نورو ولايتونوکې هم وي راوبلي چې خپلې رايې دبدلون لپاره ميرويس ياسينې ته ورکړي .

په پاى کې دميرويس ياسينې په نمايندګۍ حاجي سيمع الحق دغوڼدې دبرخوالودجذباتوشکريه اداکړه اوزياته يې کړه چې که ياسينې بريالۍ شي اوکه نه شي ستاسي خدمت به کوي اوهغه هم به ورين تندي .ديادونې وړده دا غونډې په داسې مهال جوړيږي چې دنورستان ولايت قومي مشران دميرويس ياسينې دننګرهاردڅانېګ دکماين دفتر ته راغلل اوژمنه يې وښودله چې دنورستان په ولايت کې دوى پريکړه کړي چې خپله رايه به ټول ميرويس ياسينې ته اچوو اودهمدې ژمنې دپوره کولو دډاډ په خاطردفترته راغلي يو .

دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسينې مطبوعاتي مسؤل سره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې سره اړيکه ونيسي
عطاالله خوږياڼى
Email: yasini.compaign@gmail.cm
www.mirwaisyasini.af