د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جوزجان او ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 08.08.2009 22:30

شنبه د زمري ۱۷ ، ۱۳۸۸

 ۱. په جوزجان ولايت کې دميرويس ياسيني په ملاتړ ستره غونډه وشوه .

 ياده شوې غونډه چې د جوزجان ولايت اخچه په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه پکې دنوموړې ولايت زرګونو اوسيدونکو برخه  اخيستي وه اوپه يوه خوله يې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړوکړ.

 غونډه دافغانستان دخوږ ژبې نعت خوان قاري فضل الدين سراجي په تلاوت پيل شوه اوپکې دولايت په نماينده ګۍ عبدالجليل رحيمي ، محمد زلمي مومن، مولو محمدالله ، مولوی محمدغياث ، محمداسلم اويوشميرنورو دخپلو ولسواليوپه نماينده خپل ملاتړپه بشپړتوګه دميرويس ياسيني څخه وښوده او ژمنه يې وکړه چې په ټول ولايت کې به دميرويس ياسيني په ملاتړدسيمې اوسيدونکې په خپل مالي لګښت کمپاينونه کوي اوغونډې به جوړوي.

 وروسته  ولسمشرۍ ته نوماند ميرويس ياسيني ويناوکړه اودشبرغان اوسيدونکې يوغيرتي قوم وښوده اوزياته يې کړه دبرياليتوب په صورت کې به دشبرغان ولايت اوسيدونکوته دحق په حساب پوره پاملرنه وکړې .

 ديادونې وړده همدا مهال هم دميرويس ياسيني په ملاتړپه لغمان ولايت کې هم يوه درنه غونډه روانه ده چې راپوربه يې وروسته په ليکه شي .

 ۲.دننګرهارولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه .

 ياده شوې غونډه چې د لعلپورې ولسوالۍ دقومونو لخوا د شاکوټ په سيمه کې جوړه شوې وه پکې دولسوالۍ اړونده ټولو قريو قومي مشرانو،عالمانو،جهادى اشخاصوبرخه اخيستې وه .

غونډې ته دخلکو په استازيتوب قومي مشر چکنور، ملک عتيق ، اسلم خان ،ملا نادر ،تجاول خان ،مولوى غلام نبي اويوشميرنورو خبرې وکړې .

 دوى وويل چې ميرويس ياسيني د ولسمشرۍ لپاره يو وړ او مناسب شخص دى اونوموړې ته داسلامي فريضي داداکولولپاره خپله رايه ورکوي .

 مولوي غلام نبي دغونډې برخوالوته چې نږدې زرتنه وو وويل چې الله تعالی فرمايي چې الحق للقريب لومړى حق دخپل اونږدې دى نوميرويس ياسيني ددوى د سيمې دى نوځکه ورڅخه ملاتړکوي اودنوروسيمو څخه هم خلک دى ته رابلي چې نوموړې ته خپله رايه ورکړي .

 قومي مشرملک عتيق الله وويل چې دوى دميرويس ياسيني څخه يوازې درايې ورکولو ملاتړنه کوي بلکې له هغه سره خپل مالي اوځاني تاوانونه هم ګالي .

  ديادونې وړده ننګرهاردافغانستان له هغه ولايتونوڅخه دى چې وخلک يې په خپله خوښه په خپلوسيموکې دميرويس ياسيني په ملاتړغونډې ترسره کوي .

 دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځوولايتونوکې دولسمشرۍ نوماندميرويس ياسينې مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوږيانى سره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې سره اړيکه ونيسئ

 Yasini.compaign@gmail.com

www.mirwaisyasini.af