د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې شينوارو، مومندو، او د سپين غر او بټي کوټ په ولسوالیو کې د ميرويس ياسيني ملاتړ وشو

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 12.08.2009 17:35

په ننګرهارولايت کې دشينوارو اومومندوقومونولخوا په مشترکه غونډه کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړلويه غونډه جوړه شوه .

 ياده شوې غونډه چې دغني خيلو ولسوالۍ دمارکوپه بازارکې جوړه شوې پکې نږدې نهه سوه تنوبرخه درلوده چې دقومونوپه نماينده ګۍ قومي مشرانوپه وار،وار دخپلوقومونوملاتړدميرويس ياسيني څخه کاوه.
 
قومي مشرحاجي خيرالله ،دشينوارودقوم په نماينده ګۍ ملک ايمل خان شينوارې ،دوست محمدشينوارې،غزيزخان شينوارې پيغمبرګل اودمومندودقومونوپه استازيتوب عبدالقديم مومنداوميرحمزه مومنداودسيمويوشميرنوروقومي مشرانوعالمانوخبرې وکړې دوى ژمنه وکړه چې ددوى رايې دولسمشرۍ لپاره دميرويس ياسيني دي اوخپل بشپړحمايت دنوموړې څخه اعلانوو.
غونډې ته دميرويس ياسيني په استازيتوب حاجي سمیع الحق دنوموړې په نماينده ګۍ خبرې وکړې اودقومونوله ملاتړيې مننه وکړه .
 
دننګرهارولايت په سپين غرولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړبيلابيلې غونډې ترسره شوې .
 
يادې شوې غونډې چې دسپين غرولسوالۍ دپاچايانو، يالو،سلمانخيلو اويوشميرنوروسيموکې دقومي دمشرانولخوا جوړې شوې نږدې دوه زرتنوپکې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني ملاتړوکړ اوژمنه يې وکړه چې خپله رايه به ښاغلي ياسيني ته ورکوي .
 
غونډې چې دحاجې نورمرجان،اميرالله جان اوعلى الله خان په مشرۍ جوړې شوې وي پکې قومې مشرانوهريو زيارت ګل ،قرار خان ،حاجي ناصرامين رسول،سيارمحمد،ملک هاشمي ،خيال ،يارمحمد،وزيرګل ،رحيم خان ،افسرخان اوحاجي زيرک پکې ګډون کړى وه اودخپلې سيمې په نماينده ګۍ په وار،وارهريو دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني ملاتړوکړ .
 
قومي مشرانوويل چې ددوى په انددولسمشرۍ لپاره ميرويس ياسيني يو وړشخص دى اوخپلې رايې به هم نوموړې ته ورکوي .
 
داپه داسې حال کې ده چې چې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړدلغمان ولايت په يوشميرسيموکې هم دنوموړې په ملاتړبيلابيلې غونډې رواني دي .
 
په بټي کوټ ولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني په ملاتړغونډه جوړه شوه .
 
ياده شوې غونډه چې دبټي کوټ ولسوالۍ په ګړۍ سيمه کې دمعليم عبدالقديم په مشرۍ جوړه شوي وه په سلګونومشرانواوعالمانوپکې برخه درلودله .
 
غونډې ته دعالمانوپه نماينده ګۍ مولوى اسماعيل خبرې وکړې اودسيمې خلکوته يې داسلام په رڼاکې د رایې  اچونې لارښوونه وکړه اوداسلام په رڼاکې ميرويس ياسيني دولسمشرۍ لپاره يووړکس وباله.
 
قومي مشرحاجي رحمت الله هم دبټي کوټ ولسوالۍ په نماينده ګۍ دولسمشرۍ د نوماند ميرويس ياسيني ملاتړوکړ اوزياته يې کړه چې ددوى خلک پرته له ياسيني بل هيچاته خپله رايه نه ورکوي .
 
وروسته معليم عبدالقديم ويناوکړه اوله قومي مشرانويې دملاتړمننه وکړه اوپه خلکويې غږ وکړچې دولسمشرۍ لپاره خپل نوماندميرويس ياسيني انتخاب کړي اوخپله رايه نوموړې ته ورکړي .
 
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني  دکمپاينرانو لخوا په ختيزو ولايتونو کې ور په ورکمپاين کوي او خلکو ته د ميرويس ياسيني د کمپاين کارت ورکوي .
 
د غونډې انځورونه: