د وردګو د ولایت مشرانو د یاسیني څخه وغوښتل چې د بلا څخه يي خلاص کړي
15.08.2009 10:59پرون د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني د ملاتړ لپاره د وردګو ولایت د میدان ښار،چغتور نرخ او د نورو سیمو څخه زیات شمیر سپین ګیري او علما د یاسیني کور ته راغلي و، د یاسیني څخه يي وغوښتل چې د فغانستان مظلوم خلک د اوسنیو بلاګانو څخه خلاص کړي.
قومندان زین الله الکوزی، مولوی محمد قسیم او مولوی رحمت ګل غونډې ته خبرې وکړې او د یاسیني څخه خپل کامل ملاتړ اعلان کړ. نوموړو د یاسیني د کاري ډلې، د فقر څخه د خلاصون، د افغانستان او افغانانو د پرمختګ پلانونه وستایل.
ښاغلي یاسیني د وردګو څخه راغلو علماو او مشرانو ته ډاډ ورکړ او ژمنه يي ورکړه چې په هر کار کې به شفافیت وي او د څوکیو او قدرت ویش به په اهلیت او پوهه ولاړ وي.
یاسیني د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ چې رایه یو ستر امانت دی، او هيله لري چې رایهنوموړي ته چې د هیواد او هیوادوالو لپاره یو غوره هدف لري او کاري ډله يي د مخلصو او په وطن مینو کسانو څخه جوړه شوي ده ورکړي.