د ناټو مشران د چین پر وړاندې د یو روښانه دریځ پر سر خبرې کوي
ټاکل شوې ده چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) مشران به ددغه تړون د راتلونکې اونۍ په غونډه کې چې د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې جوړیږیي، د چین په وړاندې یو روښانه دریځ غوره کړي.
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
پاکستان کې افغان کډوال: د پیژندپاڼو تاریخ مو تیر دی، پولیس مو ځوروي
د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان حکومت لخوا دوی ته د ورکړل شوو پېژندپاڼو تاریخ تېر شوی، چې له امله یې دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیرې د چین له صدراعظم سره خبرې "ريښتنې او رغنده" وبللې
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د جولای په اوومه نېټه (د چنګاښ۱۶مه) وويل چې ددغه هېواد د مالیې وزيرې جينت يلین بېجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له صدراعظم، لي کيانګ سره "ريښتنې او رغنده" خبرې اترې کړې دي. د امریکا د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې، مېرمن یلین د ښاغلي لې کیانګ سره د لیدنې پرمهال د "سالم اقتصادي سیالیو په اړه چې نه یواځې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته، بلکې امریکایی کارګرانو او پانګوالو یې ګټه رسیږي، دولسمشر جو بایډن د ادارې د غوښتنې په اړه بحث او خبرې وکړې." ددغه اعلامیې پر بنسټ، د امریکا د مالیې وزیرې د"لوی اقتصاد او نړیوالو مالي مسلو په اړه د نږدې همکاریو او د نړیوالو ننګونو سره د مبارزې په موخه په ګډه کار کولو باندې ټینګار وکړ." مېرمن یلین، چین ته خپل څلور ورځنی سفر په داسې حال کې پیل کړی چې واشنګټن د نړۍ په دوهم ستر اقتصاد ( چین)کې د اصلاحاتو په لټه کې دی. متحدو ایالتونو دا خبرداری هم ورکړی چې د امریکا متحدین به د هغه څه په وړاندې کلک دريځ خپل کړي، چې واشنګټن یې "غیر عادلانه اقتصادي اقدامات" بولي. مېرمن یلین چې د چين په پلازمينه بېجينګ کې د امريکا د سوداګرۍ خونې په غونډه کې خبرې کولې، وويل: "د امریکا متحده ایالتونه زموږ د اقتصاد بشپړ بیلوالی نه غواړي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو بیلوالی به د نړۍ اقتصاد بې ثباته کړي او د داسې یوې چارې ته زړه ښه کول، ناشونی دی. " د امريکا د ماليې وزيرې له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې پر اهميت د ټينګار په ترڅ کې، د دغه هېواد بازارونو ته د لاسرسي په ګډون د چين له خوا د رامنځته شويو خنډونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. نوموړې ټينګار يې وکړ چې په وروستيو مياشتو کې چين د امریکایی شرکتونو پر وړاندې د ازاد بازار څخه بهر د تنبیهي اقداماتو څخه کار اخیستې دی. په ورته وخت کې، د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، واشنګټن، متحدو ایالتونو ته د چینایي شرکتونو د لاسرسي په اړه د محدودیتونو د وضع کولو په اړه غور کوي، هغه مسله چې میرمن یلین ته د هغه د سفر په بهیر کې ستونزې رامنځته کولای شي. په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو د صادراتو د کنترول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو لړ مختلفو مسائیلو په اړه په یو بل انتقادونه کړي دي. خو د فرانس پرس اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې دا به سخته وي، چې چینايی مقاماتو ته قناعت ورکړل شي چې د متحدو ایالتونو د اعمالو هدف د ملي امنیت ساتل دي، نه په چین باندې اقتصادي ګټه کول. پر دې سربېره د سویلي چين په سمندر کې د بېجينګ ځان ځاني او له تايوان سره يې لانجه نورې هغه مسئلې وې چې د چين او امريکا ترمنځ يې اړيکې ډېرې ترينګلې کړې دي. د دې مقالې په چمتو کولو کې، رویټرز، فرانس پرس او اسوشټیډپریس راپورونه کارول شوي دي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په نننۍ خپرونه کې د مېلمنو سره د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونو ته د طالبانو غبرګون، چې وايي له افغانستانه پاکستان ته د ګواښ اندېښنې بې ځایه دي، څېړو او د نړیوالې ټولنې سره د طالبانو پر اړیکو بحث کوو
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د جو بايډن د پناه غوښتونکو په اړه نوې پاليسۍ ځينې خلک د ميکسيکو په پوله ايسار کړي
واشنګټن- د جون يوه غرمه چې د تودوخې کچه سل ډېګري فارن هايټ ته رسېدلې، اليجاندره پېنا په قلاره د اوبو لوخی د خپل ماشوم خلې ته ونيولو. د پناه غوښتونکو د خيمو په کيمپ کې چې د سيند په غاړه د يو ميل پورې غځېدلی، لکه د نورو ماشومانو دې ماشوم ته هم قی دست لګېدلي. پېنا انديښمنه وه چې بچی يې د اوبو د کمي ښکار نه شي. پېنا په دمه دمه وويل "وڅښه ناټانايل وڅښه". په کيمپ کې بشري مرستې ورکونکي يو تن وويل د هغې ناټانايل د غذا د کمۍ ښکار دی او وزن يې کم دی. خدمت کونکې وايي په کيمپ کې د پاکو اوبو او صفايۍ کمی دی. د مرکو او پوليس ريکارډ مطابق څلورديش کلنه پېنا هغه وخت د وينزويلا نه وتښېدله کله چې خور يې د مجرمانو يوې ډلې ووژله. پېنا وايي په امريکا کې د پناه اخستلو تمه لري خو کورنۍ يې د ولسمشر بايډن د نوې پاليسۍ له کبله په شمالي ميکسيکو کې ګېره شوې ده. د بايډن د يولسمې می د پناه غوښتونکو نوې پاليسۍ د مخه امريکا ته تلونکي خلک به وړومبی د حکومت لخوا برابر کړل شوي سمارټ فون ايپ کې د انټرويو د پاره وخت اخلي خو د پېنا په شمول څوک هم دغه اسانتيا نه لري. پېنا وايي "مونږ دلته بې لاسو بې پښو يو". بايډن ژمنه کړې وه چې د پناه غوښتونکو په اړه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سخته پاليسي بدلوي او هم به د بشر دوستۍ په خاطر د هغه وخت د کوېډ 19 پاليسي نرموي. د کوېډ پاليسۍ ترمخه د پولې ساتونکو به پناه غوښتونکي د ميکسيکو د پولې نه اړول. د بايډن حکومت داسې خلکو ته په پوله د پناه اخستلو د پاره اسانتيا جوړه کړې خو په ميکسيکو کې اوږد انتظار د دغه خلکو د نيولو او د ملک نه ويستلو عمل هم تېزولی شي. چارواکي وايي د بايډن پاليسۍ د پناه غوښتونکو په غير قانوني توګه امريکا ته د راتللو تر څه حده لارې بندې کړي چې په تېرو کلونو کې پکې ريکارډ زياتوالی راغلی و. څوک چې د سکريننګ په عمل کې پاتې راشي هغه د ملک نه شړل کيږي او د پينځه کاله د پاره به امريکا ته نه شي راتللی. د بايډن حکومت يو لوړ پوړي چارواکي وويل سرکاري شمېرې ښايی نوې پاليسي کاميابه ده او په يوه مياشت کې د غير قانونه پناه اخستونکو کچه يې نزدې 69% راکمه کړې ده. چارواکي وويل د دې عمل مقصد دا دی چې پناه غوښتونکي په قانوني لارو راشي او مونږ يې وينو چې دا مثبت پايلې لري. د جون په دېرشمه نېټه د بايډن حکومت د وخت اخستونکو خلکو شمېر د ورځې 1,450 ته ورسولو چې وړاندې 1,250 و. بشري مرستې ورکونکي تنظيمونه وايي د ميکسيکو په کيمپ کې د خلکو شمېر سېوا شوی او نزدې 104,000 تنه هغلته مېشت دي. د ماټامورس کيمپ د ستړي کونکي ژوند سره سره د مجرمانو ډلې په ډاکه شوکه او په ښځو په جينسي تېرو کې ککړ دي چې درويشت کلنه سېنډي يې يو مثال دی. د هونډورس دا اوسېدونکې امريکايي پولې ته د رارسېدو نه ويرېدله او دا سره د دې چې په کيمپ کې پرې بيا بيا جنسي تېری کېدو.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دېرش دقیقو په خپرونه کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د ترهګرو ډلو د شتون په اړه رپوټ او له میلمه سره بحث لرو. د خپرونې په دویمه برخه کې د طالبانو له لوري پر مېرمنو د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه له مېلمنې سره بحث لرو.
د ناټو غړي له ترکیې غواړي پدې تړون کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ وکړي
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) له سرمشریزې وړاندې، ترکیه د ناټو د غړو لخوا په دغه تړون کې د سویډن د غړیتوب سره د انقرې د مخالفت له امله تر فشار لاندې ده.
ژوند په امریکا کې - واشنګټن کې د خپلواکۍ د جشن ننداره
د جولای میاشت په څلورمه امریکایانو د خپل هیواد د استقلال ۲۴۷ کلیزه ونمانځله. په دغه جشن کې یو زیات شمیر افغانانو هم ګډون کړی وو