ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. پوتین وروسته له هغه دا خبره کړې چې د واګنر اجیرو ملیشو د روسیې په سویل کې د نظامي تاسیساتو کنټرول واخیست. د دغه شرکت مشر د روسیې په پوځي مشرتابه کې بدلون غواړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه رپوټ چمتو کړی دی.

24.06.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

24.06.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

24.06.2023 امریکا غږ

د روسیې کورني اختلافونو ته نړیوال غبرګونونه 

د واګنر ډلې مشر ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرداري وروسته، د نړۍ یو شمېر مشرانو د مسکو د مقاماتو او د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین ترمنځ د اختلاف په اړه غبرګون ښودلی دی.

24.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

نن د امریکاغږ اشنا په خبري خپرونه کې، په افغانستان کې د یونسیف له خوا د سلګونو ټولګیو جوړولو جزیات وړاندی کوو. د اوکراین د بیارغونې لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې کولو کنفرانس جوړ شوی. او د ډرون په کمرو د اخستلو شویو عکسونو کلنۍ سیالي شوې، تاسو به یي راپور وګورئ.

24.06.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

24.06.2023 ازادي راډیو

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

24.06.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

24.06.2023 امریکا غږ

تربت: د امنيتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګی برید کړی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې د امنتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګي بريد کړی یو عسکر یې وژلی، درې ژوبل شوي دي،

24.06.2023 ډیوه

پوتین: وېګنر بغاوت کړی سخته سزا به ورته ورکړل شي

د روس صدر ولاديمير پيوټن د وېګنر ملېشې ګروپ ته خبرداری ورکړی، وسله وال بغاوت یې خيانت دی او هر څوک چې د روس پرضد وسله پورته کوي سخته سزا به ورته ورکړل شي.

24.06.2023 ډیوه

د علي وزير ضمانتونه منظور شو

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر په دوه مقدمو کې ضمانتونه منظور شو، وکيلان یې وايي تمه لري هم نن به خوشی شي.

24.06.2023 ډیوه

د امریکایي قونصل استازي د لاهور زندان کې بندي پاکستانۍ امریکایي مېرمنې خدیجه شاه سره لیدلي

دامریکې دقونصلیټ استازي دلاهور په کوټ لکپت زندان کې دبندي پاکستانۍ امریکایي مېرمنې خدیجه شاه سره لیدنه کړې اؤ دهغې دبند نه دایله کولو په اړوند یې ورسره په قانوني اړخونو خبرې اترې کړې دي.   په خدیجه شاه تور دی چې د نهم مې د تشدد څخه ډکو قهرجنو مظاهرو کې شريکه وه او د يادو پېښو ويډيوګانې یې په ټولنيزو رسنيو هم شريکې کړې وې. خديجه شاه د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال اصف نواز جنجوعه نمسۍ او د خزانې د پخواني وزير سلمان شاه لور ده اؤ هغه دپاکستان اؤ امریکې غبرګ تابعیت لري. پاکستاني رسنیو ویلي دخالي په ورځ دخدیجه شاه اؤ امریکایي استازي ترمنځ دکوټ لکپت زندان کې شوې لیدنې تر یو ساعت دوام کړی دی. تر دې وړاندې دامریکې دبهرنیو چارو محکمې ویلي وؤ چې امریکا دپاکستاني چارواکو سره په تماس کې ده چې خدیجه شاه سره دقونصلر لیدنې ته لاره ورکړي. ددغه لیدنې زیات جذیات مخې ته نه دي راغلي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې امریکایي سفارتي مامورینو دهغې دخلاصون په قانوني لارو چارو غور کړی دی. خديجه شاه فېشن ډيزاينره يعنې د ډول سنګار د جامو يو مشهوره کار پوهه ده او د قيمتي جامو غټ کاروبار چلوي. دهغې د کمپنۍ نوم الان دی، د برتانيې شهزادګۍ چې د پاکستان ته سفر کړی و خديجه شاه ورله د خپلې کمپنۍ د جامو يوه ډالۍ هم ورکړې وه. میډيا کې د راغلو مالوماتو ترمخه خديجه شاه داستحکام پاکستان په نوم دجوړ شوي یو نوي سیاسي ګوند دمشر اؤ د پنجاب دمالداره کاروباري تن جهانګير ترين د لور مهر ترين کره په لاهور کې پټه وه او د پوليسو نه د تېښتې په مهال یې هغې او د هغې خاوند عمر شېخ کومک کولو، خو  دوي دپولیسو نه دهغې په خلاصولو کې کامياب نه شول. د پاکستانۍ ميډيا رپوټونه وايي چې خدېجه شاه د بچ کولو لپاره د پنجاب اشرافيه ډېرې هلې ځلې کړې وې خو د پوځ مشر جنرال عاصم منير نه منله. د رپوټونو ترمخه د پنجاب د چودهري شجاعت حسېن نه تر وزير اعظم شهباز شريف پورې د واک اختيار خاوندانو ورله د بچ کولو هڅې کړې وې خو څه نتيجې یې نه وې ورکړې. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه دې نيوز ليکي"د خدیجې خسر سرمد امين چې د وزیر اعظم شهباز شریف زوړ ملګری دی، د هغه سره یې څو ملاقاتونه کړي وؤ خو د وزير اعظم هڅو څه نتېجې نه دي راوړي البته وزير اعظم دا باور ورکړی چې مقدمه به د قانون سره سمه وي" خديجه شاه د سوشل ميډيا د پاڼو د لارې معافي هم غوښتې او ويلي یې دي د کور کمانډر په کور باندې بريد کې یې داسې څه رول نه دی لوبولی یوازې د احتجاج لپاره تللې وه.

24.06.2023 ډیوه

پریکوژین ته د پوتین خبرداری: وسله وال بغاوت خیانت دی او سخت به وځپل شي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو اجیرو سرتیرو مشر یوګني پریګوژین د ځواکونو د بغاوت وروسته په یوه تلویزوني وینا کې ویلي، چې د وګنر بغاوت کوونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.

24.06.2023 امریکا غږ

پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امریکا او هند غوښتنه رد کړه

اسلام اباد د امریکا او هند هغه ګډه غوښتنه چې پاکستان دي د پولې هاخوا د ترهګرۍ د عاملینو پر ضد اقدام وکړي، رد کړې او هغه یې "غیر موجه، یو اړخیز او تیرایستوونکی" وباله. 

24.06.2023 امریکا غږ

کاناډا له متحده عربي اماراتو څخه ۱۹۲ نور افغان کډوال انتقال کړي

کاناډايي چارواکو د افغان کډوالو د انتقال د بهیر د دوام په لړ کې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته د ۱۹۲ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي، چې د روان کال ترپایه به په کاناډا کې د میشتو افغانانو شمیر ۴۰ زرو ته ورسیږي.

24.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more