شاته

د ناټو غړي له ترکیې غواړي پدې تړون کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ وکړي

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) له سرمشریزې وړاندې، ترکیه د ناټو د غړو لخوا په دغه تړون کې د سویډن د غړیتوب سره د انقرې د مخالفت له امله تر فشار لاندې ده.

خو ترکیه ټینګار کوي ترڅو چې غوښتنې یې نه وي منل شوي، له خپل مخالفت څخه لاس نه اخلي. د څېړونکو په نظر، دغه ستونزه باید په لیتوانیا کې د ناټو د راتلونکې اونۍ په سرمشریزه کې حل شي.

د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې د ناټو له سرمشرېزې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بايډن په ناټو کې د سويډن د غړیتوب لپاره د دغه هیواد له هڅو یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې "د امریکا متحد ایالتونه، په ناټو کې د ترکیې د غړیتوب بشپړ او هراړخیز ملاتړ کوي."

ترکیه له سویډن څخه پدغه هیواد کې د کردانو د کارګر ګوند د ځپلو غوښتنه کوي. ملګرو ملتونو او ارويايي ټولنې د ترکيې په وړاندې جنګېدونکی دغه ګوند یوه ترهګره ډله نومولې. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن لخوا پدغه اړه د یو لړ اقداماتو کولو پخلی کړی، خو دی دغه اقدامات کافي نه ګڼي.

سويډني چارواکو تازه پدغه هیواد کې په عام محضر کې د قران د یوې نسخې د سوځولو په پېښه کې مداخله ونکړه. شنونکي وايي، چې دې کار د سويډن په وړاندې د ترکیې باور لاپسې زیانمن کړ.

د قدیر هاس پوهنتون استاد سولي اوزل وايي، د سویډن دې کړنې ته د عمومي بې حسۍ په سترګه کتل کېږي. هغه زیاتوي: "له دې امله دا خبره داسې تعبیریږي چې سویډنیان به تر هغې چې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي، ښه کارونه کوي. او بیا به بېرته خپل اصلي حالت ته وګرځي."

سویډني او ترکي ډيپلوماټانو تېره پنجشنبه دې ستونزې ته د حل موندلو لپاره د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره غونډه درلودله. خو پدې اړه کوم پرمختګ ونشو. په ورته وخت کې ترکیه له واشنګټن څخه د جیټ الوتکو د پېرلو په اوږد مهاله معامله کې د امتیازاتو په لټه کې ده.

د بروکینګز انسټیټیوټ څېړونکې اسلي ایډینټاسباس فکر کوي چې د ناټو راتلونکې غونډې ته به د ترکیې د غوښتنو نوملړ اوږد شوی وي. هغه وايي: "همیشه موضوع دا ده چې د ترکیې ولسمشر غواړي چې د امریکا ولسمشر رامخې ته شي، او د ترکیې لخوا د سویډن د ناټو د غړیتوب په بدل کې ترکیې ته امتیازات ورکړي."

د اردوغان یو بل ملګري، د هنګري صدراعظم اربان هم په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ نه دی کړی. شنونکي وايي چې اردوغان د نړۍ د مشرانو سره د مخامخ خبرو له لارې د معاملو کولو ته لیواله دی. دوی وايي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ښايي یواځې په هغه حالت کې د ناټو په را روانه سرمشریزه کې ممکنېدای شي چې مشران مخامخ سره وګوري.

اردوغان له ډېرې مودې راهیسې له بایډن څخه واشنګټن ته د سفر کولو لپاره د بلنې ترلاسه کولو په تمه دی. د ناټو په سرمشریزه کې دا کار یو احتمال دی. خو بلخوا د سویډن لپاره د ناټو غړیتوب یو ناقراره انتظار دی.