شاته

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیرې د چین له صدراعظم سره خبرې "ريښتنې او رغنده" وبللې

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د جولای په اوومه نېټه (د چنګاښ۱۶مه) وويل چې ددغه هېواد د مالیې وزيرې جينت يلین بېجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له صدراعظم، لي کيانګ سره "ريښتنې او رغنده" خبرې اترې کړې دي.

د امریکا د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې، مېرمن یلین د ښاغلي لې کیانګ سره د لیدنې پرمهال د "سالم اقتصادي سیالیو په اړه چې نه یواځې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته، بلکې امریکایی کارګرانو او پانګوالو یې ګټه رسیږي، دولسمشر جو بایډن د ادارې د غوښتنې په اړه بحث او خبرې وکړې."

ددغه اعلامیې پر بنسټ، د امریکا د مالیې وزیرې د"لوی اقتصاد او نړیوالو مالي مسلو په اړه د نږدې همکاریو او د نړیوالو ننګونو سره د مبارزې په موخه په ګډه کار کولو باندې ټینګار وکړ."

مېرمن یلین، چین ته خپل څلور ورځنی سفر په داسې حال کې پیل کړی چې واشنګټن د نړۍ په دوهم ستر اقتصاد ( چین)کې د اصلاحاتو په لټه کې دی. متحدو ایالتونو دا خبرداری هم ورکړی چې د امریکا متحدین به د هغه څه په وړاندې کلک دريځ خپل کړي، چې واشنګټن یې "غیر عادلانه اقتصادي اقدامات" بولي.

مېرمن یلین چې د چين په پلازمينه بېجينګ کې د امريکا د سوداګرۍ خونې په غونډه کې خبرې کولې، وويل: "د امریکا متحده ایالتونه زموږ د اقتصاد بشپړ بیلوالی نه غواړي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو بیلوالی به د نړۍ اقتصاد بې ثباته کړي او د داسې یوې چارې ته زړه ښه کول،‌ ناشونی دی. "

د امريکا د ماليې وزيرې له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې پر اهميت د ټينګار په ترڅ کې، د دغه هېواد بازارونو ته د لاسرسي په ګډون د چين له خوا د رامنځته شويو خنډونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړې ټينګار يې وکړ چې په وروستيو مياشتو کې چين د امریکایی شرکتونو پر وړاندې د ازاد بازار څخه بهر د تنبیهي اقداماتو څخه کار اخیستې دی.

په ورته وخت کې، د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، واشنګټن،‌ متحدو ایالتونو ته د چینایي شرکتونو د لاسرسي په اړه د محدودیتونو د وضع کولو په اړه غور کوي، هغه مسله چې میرمن یلین ته د هغه د سفر په بهیر کې ستونزې رامنځته کولای شي.‌

په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو د صادراتو د کنترول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو لړ مختلفو مسائیلو په اړه په یو بل انتقادونه کړي دي. خو د فرانس پرس اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې دا به سخته وي،‌ چې چینايی مقاماتو ته قناعت ورکړل شي چې د متحدو ایالتونو د اعمالو هدف د ملي امنیت ساتل دي، نه په چین باندې اقتصادي ګټه کول.

پر دې سربېره د سویلي چين په سمندر کې د بېجينګ ځان ځاني او له تايوان سره يې لانجه نورې هغه مسئلې وې چې د چين او امريکا ترمنځ يې اړيکې ډېرې ترينګلې کړې دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې، رویټرز، فرانس پرس او اسوشټیډپریس راپورونه کارول شوي دي.