ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران دوه 'افغانان' په عام محضر کې اعدام کړل 

د ایران قضایي مقاماتو د شنبې په ورځ جولای اتم (چنګاښ ۱۷) وویل، دوه تنه افغانان د تیر ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د شیراز په ښار کې د شیعه ګانو د شاه چراغ په زیات د برید په تړاو چې ۱۰ تنه په کې وژل شوي وو، په عام محضر کې اعدام شول.

08.07.2023 امریکا غږ

په ایران کې د دوو افغانانو اعدام او په زاهدان کې د پولیسو پر یوې پوستې برید

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي په نومونو دوه افغان وګړي نن د شنبې په سهار په شیراز کې په عام محضر کې اعدام شول. د ایران حکومت دا افغانان د اکتوبر په میاشت کې د شاه چراغ په نوم پر یوه زیارت په برید کې په لاس لرلو تورن کړی وو. له دې سره همهاله نن د ایران سیستان بلوچستان ولایت زاهدان ښار د پولیسو پر یوې پوستې د برید شاهد و.

08.07.2023 ازادي راډیو

په کرمه کې د ځمکې پرسر جګړه روانه ده، څلور تنه پکې وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي

د خیبر پښتونخوا په کرمه قبایلي ضلع کې د ځمکې د ملکيت په سر شخړه کې د د دوو قبیلو ترمینځ جګړه روانه ده او چارواکي وایي، په دې نښته کې څلور تنه وژل شوي او نېږدې 30 تنه ژوبل شوي دي. بل لور ته په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښه شوې چې پکې د ملي جمهوري ګوند فعال او د سرکاري سکول استاذ وژل شوی. په شمالي وزیرستان کې روانه اونۍ د هدفي وژنې دا څلورمه پېښه ده چې پکې څلور کسان وژل شوي دي. د کرمې پولیس دا پېښه تایيدوي او وایي دا ماښام پاړه چنار سره 10 کلومیتره لرې لودیز ډنډر او بوشهره سیمو کې شوې ده. د کرمې قبایلي ضلعې پولیسو مشر محمد عمران دفتر چارواکو وویل، د پېښې ځایی ته په ګڼ شمیر پولیس او نور امنیتي عسکر رسېدلي او د ځایي مشرانو له لارې د دوی ترمینځ خبرې پیل شوې دي. یو ځایي خبریال ناصر حسین وایي، د پرون راهېسې دا جګړه پیل شوې چې د دواړو خواو ترمینځ پکې درنه او سپکه وسله کارول کیږي. هغه وویل د چاودنو غږونو تر لرې ځایه اوریدل کیږي او په خلکو کې سخته ویره خپره شوې ده. د پاړه چنار روغتون چارواکي وایي د څلورو کسانو مړي او 17 ژوبل ورته رسول شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي. د پولیسو په وینا دوه، دوه کسان له دواړ خواوو څخه ویشتل شوي او 30 نور ژوبل شوي چې په علاقه کې د پاړه چنار، سده او ایف سي ځواک روغتنونو ته وړل شوي دي. د دفتر چارواکو وویل که د دوی ترمینځ خبرې ناکامه کیږي بیا یې پرضد کاروایي کوي. خبریال ناصر حسین وایي، د دغه دواړو قبیلو ترمینځ له دې نه وړاندې د ځمکې د شامیلاتو په سر جګړې شوې  خو هغه وخت دې ته سني شعیه نوم ورکړل شوی چې پکې بیا وروسته په سلګونو کسان وژل شوي. خو د بر کرمې مرستیال کمیشنر حفیظ الله وایي، چې دا پېښه د ځمکې په سر شوې   هغه وایی د دواړو قبیلو ترمینځ د ځایي مشرانو د لارې اوربند کړۍ او د امن تیږه ایښودل شوې چې دوی ته د حکومتي چارواکو مرسته ترلاسه وه. د هغه وینا ده ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې اخېستې او حالات په قابو کې دي. په خېبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ځمکو د شخړو په سر دغسې نښتې شوي چې تر دې مهاله پکې په سلګونو کسان وژل شوي.  په 2021 کال کې هم په کرمه قبایلي ضلعه کې د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر د شخړې له امله ډزو کې اته کسان وژل شوي وو او 15تنه نور ژوبل شوي وو. قبايلي ضلعې په کال 2018م کې د خېبرپښتونخوا برخه جوړې کړی شوي خو د سيمې خلک وايي د پخوانۍ فاټا په صوبه کې شاملېدو نه پرته په دغه سيمه کې بل داسې يو ګام نه دی پورته کړی شوی چې په سيمه کې ترې ښکاره بدلون راغلی وي. بلور لور ته په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښېه شوې چې پکې یو د سکول استاذ او د ملي جمهوري ګوند فعال وزل شوی. پولیس وایي عتیق رحمان نومي تن د میرانشاه په تپیی سیمه نن سهار نامالومه کسانو په هدف کړی. د میرانشاه تاڼې چارواکي وایي کورنۍ په چا دعویداري نه ده کړې او مقدمه یې د نامالوم خلاف درج کړې او پلټنې پیل کړې دي. په شمالي وزیرستان کې د هدفي پېښو په روانه اونۍ کې دا څلورمه پېښه ده چې پکې دوه ځایي مشران او دوه سیاسي فعالان وژل شوي دي. د ملي جمهوری ګوند د صوبې مشرې بشره ګوهر د هغه وژنه غندلۍ او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې. هغه ویلی ریاستي ادارې خلکو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوې دي او د ناامنۍ په پېښو کې اضافه لیدل کیږي.

08.07.2023 ډیوه

خېبر کې ځايي علماو او منتخب استازو په ودونو کې د موسیقۍ او نڅا په پروګرامونو بندیز لګولی

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې ځايي علماو او ځايي منتخب استازو پرېکړه کړې، په کومو ودونو کې د موسيقۍ او نرښځيانو محفلونه جوړيږي دوی به د واده نکاح نه کوي. خو پوهان وايي داسې پرېکړې يا قوانين جوړول د رياست کار دی داسې پرېکړې د رياست په عملدارۍ پوښتنې راولاړوي.

08.07.2023 ډیوه

طالبانو د پاکستان امنيتي اندېښې بې ځايه بللې دي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د پاکستان امنيتي اندېښنې بې ځايه دي چې د افغانستان نه ورته امنيتي ګواښونه دي.

08.07.2023 ډیوه

د کوټې سوداګر وايي، د بارټر ټرېډ دپاره حکومتي تګلاره د پنجاب او سيند د غټو کاروباريانو تر اغېز لاندې ده

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان د بلوچستان صوبې تاجرانو دعوه کړې، د افغانستان، روس او ايران سره د بارټر ټرېډ يا مال په بدله کې د مال د تجارت پاليسي د پنجاب او سيند صوبې د غټو کاروباريانو د اغېز لاندې ده.

08.07.2023 ډیوه

د مهاجرت پر سر د اختلافاتو له کبله د هالنډ حکومت ړنګ شو

په هالنډ کې د صدراعظم مارک روټ په مشرۍ ائتلافي حکومت جمعه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د مهاجرت ستونزې لپاره د حل لارو چارو پر سر د "نه حل کیدونکو" اختلافاتو له کبله ړنګ شو.

08.07.2023 امریکا غږ

آی اېم اېف وایي پاکستان ته د درې اربه ډالرو ورکولو دپاره به د سياسي ګوندونو باور تر لاسه کوي

نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د درېو اربو ډالرو ورکولو دپاره پاکستان کې د غټو سياسي ګوندونو سره ويني او د دغو ګوندونو د ملاتړ باور به ترلاسه کوي. د نړيوالې مالياتي ادارې پلاوي پرون د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره ليدلي دي.

08.07.2023 ډیوه

د چین د وزیراعظم او د امریکې د خزانې وزیرې خبرې "ګټورې" وې، چین وایي اقتصادي ګټې یې سره تړلې دي

واشنګټن ــــ د امریکې د خزانې وزيرې جينټ يېلن بېجينګ ته په سفر کې د چين له وزیراعظم لي چیانګ سره لیدلي او دواړو "صادقانه او رغوونکې" خبرې کړې دي. که څه هم دواړو خواوو د مېرمن یېلن سفر مثبت بللی، خو د لوړې کچې د نورو لیدنو نوي پلانونه یې نه دي اعلان کړي. مېرمن یېلن ویلي امریکا له چین سره داسې رغوونکې اقتصادي سیالي غواړي چې د امریکایي کارګرو او کاروباریانو په ګډون د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ګټورې وي. د امریکې د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، مېرمن یېلن له ښاغلي لي چیانګ سره په خبرو کې د"میکرو یا لوی اقتصاد او نړیوالو مالي مسلو په اړه د نیژدې همکاریو او د نړیوالو چېلنجونو خلاف د مبارزې په مقصد په ګډه کار کولو باندې ټینګار وکړ." د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې د وزیراعظم لي چیانګ له خولې ویلي چې د امریکې او چین اقتصادي ګټې له یو بل سره تړلې دي. ښاغلي چیانګ ویلي چې د چین پرمختګ د امریکې لپاره یو چېلنج نه بلکې یوه موقع ده. بیان وایي د چین وزیراعظم مېرمن یېلن ته وویل چې امریکا د "بېلوالي او د اړیکو پرې کولو" په لټه کې نه دی او د چین د ماډرنایزېشن یا جدت په عمل کې د خنډ جوړولو اراده نه لري. بیان وایي ښاغلي چیانګ ویلي: "چین او امریکا باید تر خپل منځ اړیکې او همکاري زیاته کړي، د نړیوالو چېلنجونو د مخنیوي او ګډ پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره لاسونه سره یو کړي". د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویاندې کېرن جان پیېر د جمعې په ورځ وویل، "چین په نړۍ کې د یو مهم لوبغاړي جوړېدو لپاره دې کار ته دوام ورکړی چې شاوخوا موجود وي". کېرن جان پیېر وایي "د سختې سيالۍ لپاره سختې سفارتکارۍ ته اړتيا ده"، وایي "دا هغه څه دي چې تاسو یې وینئ سیکرټري یېلن یې کوي، دا هغه څه دي چې سیکرټري [خارجه وزیراینټني] بلینکن کړي. دا هغه خبرې دي چې صدر [جوبایډن] له ولسمشر شي سره د لیدو په وخت کړې دي". د امریکې د خزانې وزیره جېنټ یېلن د پنجشنبې- زیارت په ورځ بېجینګ ته رسېدلې وه او د جمعې ورځ یې په دې هېواد کې د سفر په لومړۍ ورځ د نړۍ د دې دویم اقتصاد د مارکیټ پر اصلاحاتو ټینګار وکړ. جېنټ یېلن خبرداری ورکړی چې امریکا او اتحادیان به یې "د چین د غیرمنصانه اقتصادي هلو ځلو" جواب ورکړي. مېرمن یېلن د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د امريکا چېمبر آف کامرس غونډې ته وويل: " امریکا زموږ د اقتصاد بشپړ بېلوالی نه غواړي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو بېلوالی به د نړۍ اقتصاد غیرمستحکم کړي او دا کار تقریباً ناممکن دی". د امريکې د خزانې وزيرې له چين سره د تجارت او سرمایه کارۍ پر اهميت د ټينګار کړی، خو د دغه هېواد بازارونو ته د لاسرسي په ګډون یې د چين په را مخې ته شویو خنډونو اندېښنه څرګنده کړې ده. مېرمن یېلن ټينګار وکړ چې په وروستيو مياشتو کې چين د امریکایي کمپنیو خلاف له ازاد بازاره بهر د تنبیهي اقداماتو کار اخیستی دی. د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې د رپوټ له مخې واشنګټن‌ پر دې غور کوي چې امریکې ته د چینایي کمپنیو لاسرسی محدود کړي او دا هغه مسئله چې مېرمن یېلن ته د چین د سفر په مهال ستونځې جوړې کړي.‌ په وروستیو کلونو کې امریکې او چین د برآمداتو یا صادراتو د کنټرول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو شمېر مسایلو په اړه پر یو بل نیوکې کړې، خو اې ایف پي وایي چینايي چارواکو ته به دا قناعت ورکول سخت وي چې ګواکې د امریکې د اعمالو هدف په چین باندې اقتصادي ګټه کول نه بلکې د ملي امنیت ساتل دي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

08.07.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

08.07.2023 امریکا غږ

اردوغان: اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي اوکراین د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو د غړیتوب مستحق دی خو تر څنګ یې د کیف څخه دا هم غوښتي چې د مسکو سره د سولې خبرې وکړي.

08.07.2023 امریکا غږ

چين او پاکستان د اقتصادي همکارۍ لسيزه لمانځي، پر چینایي وګړو او منصوبو د بریدونو اندېښنې هم زیاتې شوې

واشنګټن ــــ پاکستاني چارواکي وایي په هېواد کې چينايي وګړو ته د ترهګرو لخوا د زیاتېدونکو خطرو او د پور د واپسۍ په اړه اختلافات دوه داسې غټې وجې دي چې د ترقۍ د دې شریکې منصوبې بنیادي اډاڼې او پرمختګ ته زیان رسولی شي. د بلینونو ډالرو د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا د سي پیک منصوبه په 2013م کال کې شورو شوې وه. په سمدستي توګه دا د بیلټ اینډ روډ یوه اهمه منصوبه وبلل شوه او دا تمه کېده چې دا به پاکستان په سیمه کې د اقتصادي رابطو یو اهم مرکز جوړ کړي.   دې سرمایه کارۍ د پاکستان سره د ټرانسپورټ د کمزوري نظام د ښه کولو او د توانایۍ په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي او د چین د مغربي سيمو او د پاکستان د ګوادر بندر تر منځ په تجارتي‌ لارو جوړولو کې يې هم مدد کړی دی.   د پاکستان چارواکي وايي دې منصوبې په پاکستان کې تر دوو لکو پورې مقامي خلکو ته نېغ په نېغه روزګارونه ورکړي، د 1,400 کلومیټره نه زیاتې اوږدې لارې او سړکونه يې جوړ کړي او تر 8000 مېګاواټه پورې بجلي يې پیدا کړې ده. پاکستان د کلونو راهسې د توانایۍ د کمي سره مخ دی چې له امله يې اقتصادي او صنعتي ترقي اغېزمنه شوې ده.   د دواړو ملکونو چارواکي وايي چين نېغ په نېغه د 25 بیلینه ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده  او تمه ده چې تر 2030م کال پورې دا 62 بلین ډالره ته ورسېږي. ټاکل شوې چې تر هغه وخته پورې به د یو شمېر صنعتي‌ زونونو په ګډون د سيپېک ټولې منصوبې پای ته ورسېږي.   په اسلام اباد کې د چين سفارتکاره پینګ چن شو وایي دا ډېر په خوشالۍ او فخر سره ویلی شي چې سيپېک د نړیوالې منصوبې بیلټ اینډ روډ انيشيټو یوه اهمه او کامیابه منصوبه ده: "مونږ په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د سيپېک د لس کاله کامیابۍ نه پس به چین او پاکستان په ګډه د سيپېک د اوچت معیار او ترقۍ د پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي. د چين او پاکستان تر منځ به یوه داسې شریکه ټولنه جوړه شي چې په نوي دور کې به یو ګډ راتلونکی ولري". د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابینې د غړو سره په شریکه د سيپېک په اړه غونډه کې برخه اخستې او ویلي یې دي، "د سي پيک منصوبه د پاکستان د ټولنيز اقتصادي پرمختیا د پاره اهمه ده او زمونږ حکومت د منصوبې نه پوره پوره ګټو پورته کولو ته ژمن دی".   د پاکستان دننه په وروستیو کې په چینايي مفاداتو سېوا کېدونکو وسلوالو حملو چينايي مشران پرېشانه کړي دي. دوی له پاکستانه غواړي چې د چینايي وګړو د تحفظ د پاره ګامونه پورته کړي. ځینې ناقدين وايي د امنیت او د پور د رقمونو د واپس کولو په سر د فشار له وجې په غونډه کې هیڅ لوړپوړي چينايي چارواکي ګډون نه دی کړی.   دوه میاشتې وړاندې په پېرس کې د لیدلو په وخت د چین وزیراعظم لي کیانګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نه د ترهګره ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.   د چين وزیراعظم لي کیانګ دې غونډې ته ویلي "چين تمې لري چې پاکستان به په خپل هیواد کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو خلاف د نتیجې وړ او کوټلي عملیات وکړي او د چینايي ادارو او وګړو تحفظ به یقيني کړي".  د تېر کال په نومبر کې چې کله شهباز شریف د چین د صدر شي جین پینګ سره ملاقات کړی وو، په هغه کې هم ورنه په پاکستان کې د چينايي وګړو او منصوبو د تحفظ غوښتنه شوې وه.    د پاکستان د سېنټ د دفاع د کمېټۍ مشر مشاهد حسین وایي چين ګڼي چې د امنیت مسله د سيپېک د پرمختیا په لاره کې خنډ جوړیږي: "پرله پسې د چينايي مشرانو له خوا په پاکستان کې د خپلو وګړو او ادارو د امنیت په اړه د تشویش څرګندولو نه دا معلوميږي چې پاکستان د چينايي کارمندانو تحفظ نه دی يقيني کړی، دا د پاکستان او چين په اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې د چین په سرمایه کارۍ ډېرې بدې اغېزې لرلی شي". د 2021م کال په جولای کې نهه چینايي وګړي په یو ګاډي په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو. ‌دوی په داسو ډېم کار کاوه. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې او پاکستان يې هم د پلټنو معلومات نه دي‌ شریک کړی. دغسې د 2022م کال په اپریل کې یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې په کراچۍ کې درې چینايي استاذان وژلي وو. بلوچ لبریشن ارمي یې ذمه واري منلې وه.‌   د پرله پسې بریدونو وروسته یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته ویلي دي چې چين خپلو وګړو او سفارتکارو ته د ويښ او بیدار اوسېدو غږ کړی او دا يې هم ورته ویلي دي چې پیښور او کوټې ته دې سفر نه کوي.   له دې سره سره د چين چارواکو ته د بېلابېلو سرچينو نه معلومه شوې وه چې په اسلام اباد کې د دوی په سفارت د ترهګرو د برید ویره ده. په وروستیو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې سېوا شوې دي او ځینې نقادان سيپېک هم د دې سبب ګڼي. د شهباز شریف حکومت د جمعې په ورځ د لنډې مودې د پاره د ايي ایم ایف د پور ترلاسه کولو سره هیواد په اقتصادي توګه د دیوالیه کېدلو نه بچ کړی دی. د ايي ایم ایف دغه رقم د بورډ منظورۍ ته اړتیا لري.   د واشنګټن په څېړنیزه اداره ویلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمین په یو لیکلي پيغام کې وي او اې ته ویلي چې د سيپېک په اړه ډېرې دعوې شوې وې خو دغه منصوبه په خپلو هیلو کې پاتې راغلې ده: "په خاص توګه د توانایۍ د اډاڼې په شان مونږ ډېرې اهمې منصوبې هم لیدلې دي، خو د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د امنیت په اړه د چین اندېښنو د سيپېک زور کم کړی دی. د دواړو هیوادونو د غټو دعوو باوجود راهدارۍ ته نقصان رسېدلی دی".  په پاکستان باندې د بجلۍ د چینايي کمپنیو 1.26 بلینه ډالره پور دی او له وخت سره دا نور هم سېوا کيږي. چين د دې قرضو د ځنډولو یا دې ته د بیا کتنې نه انکار کړی او دغسې د سيپېک پور هم چین ته بیرته ورکول دي.‌ د چین قرضې د پاکستان د ټولو قرضو نیزدې دېرش فيصده دي.  د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د جاپان مېډیا ته په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې د چین قرضه د دوی د راګیرولو دام نه دی بلکې دا سرمایه کاري یا په اسانه قسطونو قرضې دي.

08.07.2023 ډیوه

امریکا کې یو تن ته د ۹۰ عمري قیدونو سزا ورکړل شوه

په متحده ایالاتو کې یو سپین پوستی امریکايي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ټکساز ایالت د الپاسو ښار یوې مغازې کې په ډزو کې ۲۳ تنه وژلي و، جمعه جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د محکمې لخوا د ۹۰ پرله پسې عمري قیدونو په سزا محکوم شو.

08.07.2023 امریکا غږ

طالبان وایي د ښځو پر سینګار ډېر خرڅ لګېده ځکه یې بندوي، افغانان وایي طالبان پر ښځو بندیز ته پلمې لټوي

واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت وایي د ښځو سینګارځایونه ځکه بندوي چې د افغانستان لوېدلي اقتصاد ته په کتو پکې د ښځو پر سینګار ډېر خرڅ لګېږي، افغانان وایي طالبانو په دې کار سره په زرګونو ښځې له کاره محرومه کړې چې وایي ډېرې یې د ګټې وټې بل څوک هم نه لري. د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت د خپل مشر هبت الله اخوندزاده په امر د سینګارځایونو د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي دي چې د دغو سینګارځایونه ځینې کارونه د شریعت خلاف وو. د وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو سینګارځایونو کې د ښځو پر سینګارونو ډېر خرڅ کېده چې وایي افغانستان یې په دې ناوړه اقتصادي حالت کې توان نه لري: "هلته ډېر زیات اصراف وو او د زلمي [زوم] پر کور باندې ډېر زیات بوج وو، چې پیسې ترې اخیستل کېدلې. دویم دا چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده، چې یو انسان ته د نورو وېښتان د زینت لپاره لګول کیږي هلته ښځو ته نور ویښتان لګول کېدل او درېیم دا چې هلته د ښځو وروځې ایستل کیږي، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی". خو افغانې ښځې وایي چې په سینګارځایونو کې یواځې هغه ښځې نه سینګارېدې چې ودونه یې کېږي بلکې هره ښځه د نارینه وو غوندې اړتیا لري چې وخت په وخت وېښتان جوړ کړي یا سینګار وکړي ځکه چې وایي هره ښځه په خپل کور کې دا کار نه شي کولای. وي او اې ډیوه د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر د ښځو پر سینګارځایونو ځانګړی «سپېس» کړی وو، چې کوربه یې پیر زبېر شاه وو. د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل په دې سپېس کې د طالبانو پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې. شینکۍ کړوخېل وویل چې په افغانستان کې د افغانې ښځې پر ژوند هره ورځ یو نوی بندیز لګېږي او له هغې کار روزګار او هر مصروفیت اخیستل کېږي. مېرمن کړوخېل وایي نه پوهېږي طالبان ولې پر داسې مسایلو کار لري چې باید ویې نه کړي، وایي هغوی هره ورځ‌ یوه لاره پیدا کوي چې څنګه پر ښځو هر اړخ را تنګ کړي: "زه نه پوهېږم د ښځو سینګارخانه یا آرایشګاه د دوی لپاره څه مشکل لري او دوی ولې پرې بندیز لګولی. څنګه چې نارینه سلماني [د نایي دوکان] لري ښځې هم کولای شي سینګار وکړي، دا خو کوم غلط یا نامشروع کار نه دی". په دې سپېس کې نورو افغانو ښځو او نارینه وو د طالبانو ټولې هغه تګلارې وغندلې چې په بنیاد یې د ښځو ژوند محدود شوی او هغوی یې له اعلی تعلیم، کار، سیاست او هر ولسي فعالیته منع کړې دي. د افغانو ښځو او نجونو او د بشري چارو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر سینګارځایونو بندیز د هغو ښځو کارونو ته زیان رسوي چې د کورنیو لپاره روزي ګټي. رینا امیري د جولای پر پینځمه پر خپل ټویټر لیکلي: "له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې [په] ډېر منزوي [یواځې] شوي ځای اړوي". د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د جون پر څلورمه رسنیو ته ویلي وو، چې د ښځو سینګارځایونو ته په یوه میاشت کې دننه د بندېدو امر شوی او که چا له دې امره سرغړونه وکړه په ضد به یې قانوني ګامونه واخیستل شي. تر اوسه په کره ډول څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت په دې اقدام سره به څومره ښځې له اقتصادي پلوه زیانمنې شي، خو د افغانستان د ښځینه سينګارځایونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، په ټول افغانستان کې تر 12 زرو پورې د ښځو سينګارتونونه فعالیت کوي.

08.07.2023 ډیوه

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

07.07.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more