شاته

اردوغان: اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي اوکراین د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو د غړیتوب مستحق دی خو تر څنګ یې د کیف څخه دا هم غوښتي چې د مسکو سره د سولې خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان دا څرګندونې جمعه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د اوکراین د جمهور رئیس ولادمر زلینسکي سره د ملاقات پر وخت کړیدي.

د ملاقات څخه وروسته چې د ترکیې د استانبول په ښار کې وشو جمهور رئیس اردوغان په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، " پدې کې هیڅ شک نشته چې اوکراین د ناټو د غړیتوب حق لري خو دواړه خواوې (روسیه او اوکراین) باید د سولې خبرو ته ستانه شي".
د کرملین لپاره ترکیې ته د اوکراین د جمهور رئیس دا سفر ډیر مهم دی او کرملین یې له نږدې څاري ځکه چې روسیه د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره قوي اړیکې لري.

سره لدې چې ښاغلی اردوغان د روسیې او اوکراین تر منځ خپل ځان بې پرې منځګړی بولی خو له یې خوا یې د یرغل څخه وروسته د روسیې سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او له بلې خوا یې اوکراین ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي چې د جګړې په لومړنیو اوونیو کې یې د دې هیواد سره مرسته وکړه چې پرې نږدې روسي ځواکونه کیف ونیسي.

د کرملین ویاند دمیترې پسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په ترکیه کې د اوکراین او ترکیې د جمهور رئیسانو د خبرو نتیجه به له نږدې څاري.

ښاغلي پیسکوف زیاته کړه، " زمونږ لپاره به په زړه پورې وي چې پوه شو په څه شي بحث شوی. دا مهمه ده".

د اوکراین جمهور رئیس داسې مهال ترکیې ته تللی چې د هغه تړون موده هم څو ورځې وروسته پای ته رسیږي چې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب شوې وه چې له مخې یې اوکراین ته اجازه ورکړل شوې وه چې غله دانه نړیوال بازار ته صادره کړي.

که چیرته روسیه یې په تمدید کیدو موافقه ونکړي، ددې موافقې موده د همدې روانې جولای میاشتې په ۱۷ مې نیټې پای ته رسیږي.

د دې ملاقات څخه وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم وویل، د دغه پوځي تړون مشران به د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې چې په لیتوانیا کې جوړېږي، پر خپلې پخوانۍ ژمنې ټینګار وکړي چې اوکراین به په راتلونکې کې ددغه اتحاد سره یوځای شي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "تمه لرم چې ټول مشران به یو ځل بیا ټینګار وکړي چې اوکراین به د ناټو غړی شي او پدې به متحد شي چې څنګه اوکراین خپل هدف ته نږدې کړي."

ټاکل شوې د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړه شي.