شاته

آی اېم اېف وایي پاکستان ته د درې اربه ډالرو ورکولو دپاره به د سياسي ګوندونو باور تر لاسه کوي

نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د درې اربو ډالرو ورکولو دپاره پاکستان کې د غټو سياسي ګوندونو سره ويني او د دغو ګوندونو د ملاتړ باور به ترلاسه کوي. د نړيوالې مالياتي ادارې پلاوي پرون د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره ليدلي دي.

د جون په 30مه د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره نن د سټاف لېول تړون شوی دی، په 12 جولای به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار او نورو وزیرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته نوموړي وويل، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای تړون شوی دی".

د رپورټونو ترمخه د پاکستان دپاره د آی اېم اېف استازې ايستهرو پريزرز ويلي، پاکستان کې سږ کال انتخابات کېدونکي دي ځکه پاکستان سره د پاليسيو دوامداره ساتلو او نورو معاملاتو باندې د باور ترلاسه کولو دپاره د ټولو سیاسي ګوندونو په اعتماد کې اخستل ضروري دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د آی اېم اېف پلاوي پرون د جمعې په ورځ د لاهور په زمان پارک کې د ګوند مشر او مخکیني وزيراعظم عمران خان او ملګرو سره یې ليدلي دي.

تحریک انصاف ګوند ويلي، آی اېم اېف د پاکستان د حکومت سره د درېوو اربو ډالرو کوم تړون کړی دوی یې په مجموعي ډول د اهدافو او پاليسيو ملاتړ کوي.

خو د آی اېم اېف د پلاوي سره د ليدنې وروسته عمران خان په يوه وينا کې ویلي، که د آی اېم اېف نه پاکستان ته درې اربه ډالر نه ترلاسه کيږي او دا حکومت څنګه روان دی نو پاکستان ته د ديواليه کېدو خطره ورپېښه ده.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تل دعوه کړې، پاکستان به نه ديواليه کيږي او د آی اېم اېف سره د سټاف لېول تړون وروسته وزيراعظم شهباز شریف ویلي وو، پاکستان د ديواليه کېدو څخه بچ شو.

عمران خان ويلي، آی اېم اېف ته یې ويلي، د انتخاباتو پورې د نړيوالې مالياتي ادارې د تړون ملاتړ کوي.

د رپورټونو ترمخه د آی اېم اېف د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته د يو اعشاريه يو اربه ډالرو لومړی قسط ترلاسه شي.

د آی اېم اېف سره د تړون د اعلان په وخت شهباز شریف ويلي وو، شهباز شریف وويل،" پاکستان د ديواليه کېدو نه بچ شو" او زياته کړې یې وه، "په ملک کې د نهمې مې پېښې هم د هغې سازش کړۍ وه چې پاکستان ديوالیه کېدو ته ديکه کړی شي".

شهباز شريف د عمران خان او تحریک انصاف د نوم اخستو بغېر ويلي وو، "دغو سازش کوونکو غوښتل چې د آی اېم اېف پروګرام ترلاسه نه شي او ملک ديواليه شي، فتنې جوړونکو د قوم او پوځ ترمنځ د فاصلې جوړولو هڅه کړې خو هغه مخونه ښکاره شو چا چې پاکستان تباه کول غوښته".

پاکستان کې په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

خو عمران خان بیا ويلي وو، "په حقيقت کې د دوی پرضد سازش شوی دی".

آی اېم اېف سره د تړون وروسته د پاکستان د ونډو بازار ختلی خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان باثباته اقتصاد د ملکي سياسي ماحول د آی اېم اېف د پروګرام سره تړلی دی چې دغه پروګرام سر ته ورسي ځکه د نهه مياشتو په موده کې درې حکومتونه بدليږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00