شاته

د چین د وزیراعظم او د امریکې د خزانې وزیرې خبرې "ګټورې" وې، چین وایي اقتصادي ګټې یې سره تړلې دي

واشنګټن ــــ د امریکې د خزانې وزيرې جينټ يېلن بېجينګ ته په سفر کې د چين له وزیراعظم لي چیانګ سره لیدلي او دواړو "صادقانه او رغوونکې" خبرې کړې دي. که څه هم دواړو خواوو د مېرمن یېلن سفر مثبت بللی، خو د لوړې کچې د نورو لیدنو نوي پلانونه یې نه دي اعلان کړي.

مېرمن یېلن ویلي امریکا له چین سره داسې رغوونکې اقتصادي سیالي غواړي چې د امریکایي کارګرو او کاروباریانو په ګډون د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ګټورې وي.

د امریکې د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، مېرمن یېلن له ښاغلي لي چیانګ سره په خبرو کې د"میکرو یا لوی اقتصاد او نړیوالو مالي مسلو په اړه د نیژدې همکاریو او د نړیوالو چېلنجونو خلاف د مبارزې په مقصد په ګډه کار کولو باندې ټینګار وکړ."

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې د وزیراعظم لي چیانګ له خولې ویلي چې د امریکې او چین اقتصادي ګټې له یو بل سره تړلې دي. ښاغلي چیانګ ویلي چې د چین پرمختګ د امریکې لپاره یو چېلنج نه بلکې یوه موقع ده.

بیان وایي د چین وزیراعظم مېرمن یېلن ته وویل چې امریکا د "بېلوالي او د اړیکو پرې کولو" په لټه کې نه دی او د چین د ماډرنایزېشن یا جدت په عمل کې د خنډ جوړولو اراده نه لري. بیان وایي ښاغلي چیانګ ویلي:

"چین او امریکا باید تر خپل منځ اړیکې او همکاري زیاته کړي، د نړیوالو چېلنجونو د مخنیوي او ګډ پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره لاسونه سره یو کړي".

د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویاندې کېرن جان پیېر د جمعې په ورځ وویل، "چین په نړۍ کې د یو مهم لوبغاړي جوړېدو لپاره دې کار ته دوام ورکړی چې شاوخوا موجود وي".

کېرن جان پیېر وایي "د سختې سيالۍ لپاره سختې سفارتکارۍ ته اړتيا ده"، وایي "دا هغه څه دي چې تاسو یې وینئ سیکرټري یېلن یې کوي، دا هغه څه دي چې سیکرټري [خارجه وزیراینټني] بلینکن کړي. دا هغه خبرې دي چې صدر [جوبایډن] له ولسمشر شي سره د لیدو په وخت کړې دي".

د امریکې د خزانې وزیره جېنټ یېلن د پنجشنبې- زیارت په ورځ بېجینګ ته رسېدلې وه او د جمعې ورځ یې په دې هېواد کې د سفر په لومړۍ ورځ د نړۍ د دې دویم اقتصاد د مارکیټ پر اصلاحاتو ټینګار وکړ.

جېنټ یېلن خبرداری ورکړی چې امریکا او اتحادیان به یې "د چین د غیرمنصانه اقتصادي هلو ځلو" جواب ورکړي.

مېرمن یېلن د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د امريکا چېمبر آف کامرس غونډې ته وويل: " امریکا زموږ د اقتصاد بشپړ بېلوالی نه غواړي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو بېلوالی به د نړۍ اقتصاد غیرمستحکم کړي او دا کار تقریباً ناممکن دی".

د امريکې د خزانې وزيرې له چين سره د تجارت او سرمایه کارۍ پر اهميت د ټينګار کړی، خو د دغه هېواد بازارونو ته د لاسرسي په ګډون یې د چين په را مخې ته شویو خنډونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېرمن یېلن ټينګار وکړ چې په وروستيو مياشتو کې چين د امریکایي کمپنیو خلاف له ازاد بازاره بهر د تنبیهي اقداماتو کار اخیستی دی.

د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې د رپوټ له مخې واشنګټن‌ پر دې غور کوي چې امریکې ته د چینایي کمپنیو لاسرسی محدود کړي او دا هغه مسئله چې مېرمن یېلن ته د چین د سفر په مهال ستونځې جوړې کړي.‌

په وروستیو کلونو کې امریکې او چین د برآمداتو یا صادراتو د کنټرول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو شمېر مسایلو په اړه پر یو بل نیوکې کړې، خو اې ایف پي وایي چینايي چارواکو ته به دا قناعت ورکول سخت وي چې ګواکې د امریکې د اعمالو هدف په چین باندې اقتصادي ګټه کول نه بلکې د ملي امنیت ساتل دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00